د عمري او حج مختصر بيان

ډیر کسان چې د حج څخه راغلی دا يې آرمان وي او په دې باندې اعتراف کوي چې کامل حج مې ادا نه کړ او ددې سبب د حج په مناسکو صحي نه پوهيدل او يا غفلت دی . Read the rest of this entry »

د علم تجويد د آزموينې نتايج

هغه کسان چې د علم تجويد په آزموينه کې يې کډون کړی وو او د کاميابۍ نمرې يې تر لاسه کړې دي په لاندې ډول دي :

درجه

نمبرې

د پلار نوم

نوم

ممتاز مرتفع

۹۵

محمد اسحاق

فيصل

ممتاز

۸۵

پاينده ګل

حيات شيرزاد

ممتاز

۸۰

سيد عمر

سيد فزير کاشفي

ممتاز

۸۰

سلام ګل

احمد ګل

جيد

۷۵

عبدالکريم

سليمان شاه

جيد

۷۰

عبدالقاهر

احمد يسار

۶۵

حاجی ګل احمد

عبدالبصير

۶۰

نظام الدين

فضل الرحمن

۵۰

همت الله

برکت الله

۵۰

محمد نادر

عبدالرحيم

الله تعالی مو په علم ، عمل او جسم کې برکت واچوه ، الله تعالی دې تاسې ته ددې توفيق درکړي چې نورو وروڼو ته دغه علم ورسوئ .

ستاسو علم او ستاسو استعداد له تاسې سره امانت دی ، هيله ده چې د خپل علم او استعداد څخه په استفادې سره خپل نور وروڼو هم ددې علم په ډيوه روښانه کړئ .

آن لاين اسلامي لارښود تاسې مبارکي وايي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

د وقف او وصل احکام

د وقف او وصل احکام

د وقف او وصل پيژندل یو له اهمو مباحثو دعلم التجويد څخه دي چې د قرآنکريم لوستونکي يې بايد په پوره اهتمام په نظر کې ونيسي . Read the rest of this entry »

د قرآنکريم په تلاوت خپرې غلطۍ

د قرآنکريم په تلاوت کې ځينې خپرې غلطۍ :

سورة الفاتحة:

۱- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول «مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ» کې د «مالکِ» په کلمه کې د (کاف) حرف ساکن تلفظ کوي حال دا چې زير لري . Read the rest of this entry »

د ساکن ميم احکام

د ساکن ميم احکام

ساکن ميم دری احکام لري ادغام ،اخفاء او اظهار Read the rest of this entry »

د مخارجو د لنډير جدول

د مخارجو د لنډيز جدول Read the rest of this entry »

د اعراب علامې

د اعراب دری اصلي علامې دي لکه : رفع ، نصب او جزم Read the rest of this entry »

د عمرې د احکامو لنډه نقشه

د عمري د ادا کولو لنډه نقشه Read the rest of this entry »

د حج د مناسکو امتحان

http://www.dawat610.com/archives/11666

د دوو لوڼو او د تره د زامنو د ميراث برخه

اسلامي لارښود قدرمنو وروڼو السلام علیکم.
زما یوه پوښتنه ده هیله لرم چه ځواب یې راکړئ. Read the rest of this entry »

فعل امر

فعل امر :

د يو د کار د کولو په غوښتنه يا امر باندې دلالت کوي لکه : أکتب ( وليکه )

د امر کلمې علامه دا ده چې د مخاطب ياء قبلوي . Read the rest of this entry »

فعل مضارع

مضارع :

مضارع هغه فعل دی چې په حال يا راتلونکي وخت کې د يوه کار په کولو دلالت کوي لکه :تذهب( ته ځې) ، يکتب ( هغه ليکل کوي ) ،سيأکتب ( ژر ده چې هغه به ليکل وکړي) . Read the rest of this entry »

فعل ماضي

د فعل تعريف او علائم (نښانې) مخکې بيان شول په دې فصل کې د فعل اقسام (ډولونه) بيانيږي :

د فعل اقسام :

۱- د زمانې له مخې د فعل اقسام (مهم درس) :

د زمانې له مخې فعل په دری قسمه دی : ماضي ، مضارع او امر .

ماضي :

هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د يو کار په کولو دلالت کوي لکه کَتَبَ (ليکلي) .

مضارع :

هغه فعل دی چې په حال يا راتلونکي وخت کې د يوه کار په کولو دلالت کوي لکه : يَکتب ( ليکې يې ) .

امر : د يو د کار د کولو په غوښتنه يا امر باندې دلالت کوي لکه : أکتب ( وليکه ) .

د فعل ماضي تفصيل :

مخکې مو وويل چې ماضي هغه فعل دی چې په تيره زما نه کې د يو کار په کولو دلالت کوي لکه : ذَهَبَ ( تللی ) .

د فعل ماضي نښانې:

د فعل ماضي علامې يا نښانې عبارت دي له تاء فاعل او تاء تأنيث ساکنه څخه .

تاء فاعل: تاء فاعل هغه تاء ده چې حرکت ولري د فاعل د ضمير لپاره کارول کيږي لکه : ذهبتُ ، ذهبتَ ، ذهبتِ

متکلم (خبرې کوونکی): ذهبتُ

مخاطب (غوږ نيوونکی) : ذهبتَ

مخاطب مؤنث : ذهبتِ

تاء تأنيث: تاء تأنيث ساکنه لکه : أکل = أکلتْ

د فعل ماضي حالات :

۱- فتحه (زور) :

الف) : په هغه صورت کې چې فعل ماضي د الف الأثنين سره وصل وي مګر د فاعل له کوم ضمير سره وصل شوی نه وي فحته لرونکی وي لکه :الطالبان نجحَا ، نجحاَ فعل ماضي دی چې په فتحه باندې بنا شوی او د نجحا کلمه د الف الاثنين ( د دوه ګونو الف ) سره پيوسته شوي چې کلمه د الطالبان ده .

ب): کله چې فعل ماضي د تاء تانيث سره يو ځای شي لکه : الطالبة نجحَتْ .

ج): کله چې يو شی ورسره يو ځای نشي لکه : الطالب نجحَ

۲- ضمه (پيښ):

کله چې فعل ماضي د واو جمع سره پيوست شوی وي نو په پيښ سره بنا کيږي لکه :

المسلمُون انتصرُوا علی أعدائهم ، (انتصرُوا) فعل ماضي دی چې د واو جمع سره يو ځای شوی دی او فعل ماضي (انتصرُ) په ضمه (پيښ) سره بنا شوی دی .

۳- سکون :

الف)- کله چې تاء فاعل متحرکه ورسره يو ځای شي لکه : سمعْتُ کلام .

(سمعْتَ ) فعل ماضی دی چې د آخر حرف(ع)ساکن دی .

ب):کله چې (نا) فاعلين ورسره يو ځای شي لکه : انتصرْنا فی حربْ

(انتصرْنا ) فعل ماضی چې آخر حرف يې پر سکون بنا دی .

۳- کله چې نون نسوه ورسره يو ځای شي لکه : الفتيات اسهمْن

(اسهمْن ) فعل ماضی دی چې آخر حرف چې (م) دی ساکن دی .

د معنی له مخې د ماضي ډولونه :

د معنی له مخې فعل ماضي په څلور ډوله دی ، ماضي مطلق ، ماضي نقلي ، ماضي بعيد او ماضي استمراري .

ماضي مطلق : ماضي مطلق يا ساده هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د کار په کولو دلالت کوي لکه : ذهب (تللی وو) .

ماضي نقلي : په هغه فعل باندې دلالت کوي چې په تيره زمانه کې تر سره شوی وي او اثر يې تر حال پورې باقي وي ، د ماضي نقلي د جوړولو لپاره (قد) د ماضي مطلق سره جمع کوو لکه : قد ذهب احمد ( احد تللی دی ) .

ماضي بعيد : هغه فعل دی چې په لرې تيره شوی زمانه باندې دلالت کوي ددې فعل جوړولو لپاره (کان) د ماضي سره جمع کوو لکه : کان احمد ذهب .

ماضي اسمتراري : هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د کار په استمرار او جاري والی دلالت کوي ددې فعل د جوړولو لپاره (کان) د مضارع سره جمع کوو لکه : احمد کان يذهب (احمد تللو ) .

په ماضي زمانه کې د فاعل حالتونه :

فاعل چې خپله د کار کونکي يا انجامونکی څخه عبارت دی څو حالتونه لري چې په لاندې ډول دي :

يا دا چې حاضر وي چې (مخاطب ) ور ته وايي لکه : انتَ (ته) ، انتم (تاسې) .

يا دا چې حاضر نه وي چې (غايب ) ور ته وايي لکه : هو (هغه) ، هم (هغوی) .

يا خپله فاعل يا خبرې کونکی چې (متکلم ) ور ته وايي لکه : انَا (زه )، نحن (مونږ) .

چې بيا هر يو غايب ، مخاطب او متکلم په نارينه (مذکر) او ښځينه ( مؤنث ) باندې ويشل شوی دی او بيا هر يو مذکر او مؤنث په دريو برخو لکه : مفرد (يوازې ) ، مثنی (دوه ) او جمع ( تر دوو زيات ) باندې ويشل شوی دي .

مثالونه په لاندې ډول دي :

د (فرح) ماضي کلمې ده د فاعل حالات يا صيغې په لاندې ډول دي :

تصرف فعل (فَرحَ ) فی الماضي :

أنَا (زه)          فرحتُ (خوشحاله وم)             نحن (مونږ)     فرحنا (مونږ خوشحاله وو)

أنتَ (ته)         فرحتَ (خوشحاله وې)            أنتما (تاسې دوه)         فرحتما (تاسې خوشحاله وی)

أنتِ (ته)         فرحتِ (خوشحاله وې)            أنتما (تاسې دوې)        فرحتما (تاسې خوشحاله وی)

هو(هغه)         فرحَ (خوشحاله ؤ)                 هما ( هغوی دوه)        فرحا (هغوی خوشحاله وو)

هي (هغې)      فرحتُ ( خوشحاله وه)            هما (هغوی دوې)        فرحتا (هغوی خوشحاله وې)

                    نحن (مونږ)     فرحنا (مونږ خوشحاله وو)

                    أنتم (تاسې)      فرحتم (تاسې خوشحاله وی)

                    أنتن (تاسې –ښځينه)    فرحتن ( تاسې خوشحاله وی)

                    هم (هغوی)     فرحوا (هغوی خوشحاله وو)

                    هن (هغوی -ښځې)      فرحن (هغوی خوشحاله وې )

په پورته افعالو کې ليل کيږي چې :

تاء فاعل د متکلم لپاره (تُ) او د مخاطب لپاره (تَ) او د مخاطبه لپاره (تِ) راځي .

د مثنی (دوه نارينه او ښځينه ) لپاره —– الف علاوه کيږي لکه : فرحتما – ضربتما

د جمع مذکر لپاره ———————- واو علاوه کيږي لکه : فرحوا – ضربوا

د جمع مؤنث لپاره ———————- نون علاوه کيږي لکه : فرحن – ضربن

د غالب لپاره (هو ) چې د مثنی په حالت کې الف او جمع په حالت واو زياتيږي لکه:

قال = قالا = قالوا

همدارنګه د غايبه (هې ) چې مثنی په حالت کې الف او د جمع په حالت کې نون زياتيږي لکه:

قالت = قلتا = قلن

د (قال) ماضي فعل صيعې :

مفرد

مثنی

جمع

متکلم

أنا قلتُ

نحن قلنا

نحن قلنا

مخاطب – نارينه

انتَ قلتَ

أنتما قلتما

أنتم قلتم

مخاطبه – ښځينه

أنتِ قلتِ

أنتما قلتما

أنتن قلتنَّ

غائب

هو قال

هما قالا

هم قالوا

غائبه

هی قالت

هما قلتا

هنَّ قلن

 

د (وصل) فعل صيغې د مفرد ، مثنی او جمع لپاره :

مفرد

مثنی

جمع

متکلم

أنا وصلتُ

نحن وصلنا

نحن وصلنا

مخاطب – نارينه

انتَ وصلتَ

أنتما وصلتما

أنتم وصلتم

مخاطبه – ښځينه

أنتِ وصلتِ

أنتما وصلتما

أنتن وصلتنَّ

غائب

هو وصل

هما وصلا

هم وصلوا

غائبه

هی وصلت

هما وصلتا

هنَّ وصلن

 

تمرين :

۱- د “درسَ” فعل ټولې صېغې وليکئ :

۲- لاندې افعال د فتحه ، ضمه او سکون په حالت کې په مناسبو جملو کې استعمال کړئ؟

سَبَح،غَرِق،استفهم،اجتمع.

سَبَح، غَرِق، استفهم، اجتمع.
زياد سبحَ في البحر … الأخوة سبحُوا في المسبح … سبحْنا في البحر ظهرا
غرقَ سمير في البرميل … الشباب غرقُوا في البحر … غرقْنا في شهوات الدنيا ـــ سلمنا الله ـــ
استفهمَ نادر معلمه …. الأخوة استفهمُوا أباهم … استفهمْنا عن الدرس
اجتمعَ سمير وزيادٌ … السلفيون اجتمعُوا على الكتاب والسنة … اجتمعْنا للطعام.

۳- د (کتبَ ) فعل د لاندې ضمائر لپاره وليکئ ؟

أنا       :         ……………………

أنتَ     :         ……………………

أنتم      :         ……………………

هي      :         ……………………

هم       :         ……………………

هُـنَّ     :         ……………………

نحن    :         …………………..

۲- د كتَبَ , سألَ , كانَ , رمى , علا , عدَّ , نسيَ ماضي افعال د لاندې ضماير لپاره وليکئ :
۱- ألف الاثنين :

۲- واو الجماعة :

۳- نون النسوة :

۴- التاء المتحرّكة :

۵- نا الدالة على الفاعل

حل :

۱- ألف الاثنين : كَتَبَا ،سَأَلَا، كَانَا، رَمَيَا، عَلَوَا، عَدّا، نَسِيَا

۲- واوالجماعة : كَتَبُوا، سَأَلُوا، كَانُوا، رَمَوا، عَلَوْا، عدّوا، نسُوا

۳- نون النسوة : كَتَبْنَ، سَأَلْنَ، كُنَّ، رَمَيْنَ، عَلَوْنَ، عددْنَ، نَسِيْن

۴-التاءالمتحرّكة : ( سأكتبه التاء الفاعل ) كَتَبْتُ، سَأَلْتُ، كُنْتُ، رَمَيْتُ، عَلَوْتُ، عَدَدْتُ، نَسَيْتُ .

۵- نا الدالة على الفاعل : كَتَبْنَا، سَأَلْنَا، كُنَّا، رَمَيْنَا، عَلَونَا، عَدَدْنَا، نَسيْنَا

اسماء اشاره

اسماء اشاره :

د نږدې لپاره د اشارې نمونه عبارت دي له : هذا (د يوکس لپاره ) ، هذاه ( د مفرد ښځينه او جمع لپاره ) ، هذان ( د دوو کسانو لپاره ) Read the rest of this entry »

د قرآنکريم زده کړه

د قرآنکريم لوستو او نا لوستو ته لنډ پيغام

د عربي ژبې حروف ، حرکات او هجائي طريقه Read the rest of this entry »

د عربي ژبې حروف ، حرکات او هيجايي طريقه

لومړی درس

د عربي ژبې حروف (توري) :

د عربي ژبې ۲۸ حروف دي چې په لاندې ډول دي Read the rest of this entry »

د علم ميراث جدول

د وارثانو د برخو د لنډيز جدول : Read the rest of this entry »

عملي مثالونه

لومړی مثال :

يو کس وفات شو چې له هغه څخه 65000 افغانۍ ميراث دي او ورثه يې يوازې يو زوی او لور دي تاسې د هر يو برخه معلومه کړئ ؟

حل : د زوی برخه د لور په نسبت دوه برابره ده (2:1) . Read the rest of this entry »

رد (د برخې کمېدل)

رد په لغت کې ګرځېدلو ته وايي او په اصطلاح کې د ټاکل شويو برخو کمېدو ته رد وايي چې د عول ضد دی .

د خاوند او ميرمنې پرته لاندې وارثانو ته د ميراث برخه رديږي : Read the rest of this entry »

اسم جامد او مشتق

۴- د جامد او مشتق له مخې د اسم تقسيم :

د جامد او غير جامد له مخې اسم په جامد او مشتق سره ويشل شوی دی Read the rest of this entry »

خبرتيا !

د اسلامې ښوونې مينوالو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

د آن لاين اسلامې لارښود نوی سايټ

 http://www.dawat610.com

وروڼو ! آن لاين اسلامې لارښود خپل ټول فعاليتونه نوي سايت http://www.dawat610.com نقل کړي دي ځکه په دغه پاڼه کې تخنيکي مشکل دي او شايد بيا بنده شي

نو که تاسې تبصيرې ليکل او پوښتنه ليږل غواړئ ، مهربانې وکړئ په نوي سايټ کې وليکئ مونږ نشو کولای چې دوه ځايه فعاليت وکړو .

و السلام عليکم Read the rest of this entry »

د نوروز لمانځلو په اړه لنډ بيان

 

د اسلام د مقدس دين په راتګ سره د جاهليت د دور ټول خرافات او جاهل رسمونه مردود اعلان شول د جاهليت په زمانه کې چې کوم اخترونه مروج وو هغه هم باطل اعلان شول او پر ځای دوه اخترونه د فطر اختر او د قربانۍ اختر مينځته راغلل . Read the rest of this entry »

(۵) د سبا او بېګا اذکار ( د ځنو آيتونو او سورتونو فضيلت )

د قرآنکريم د ځنو سورتونو او آيتونو فضيلت او بې شميره ګټې :

د البقره سورت ورستني دوه آيتونو ( آمن الرسول … آخر د سورت پوري ) تلاوت کول د انسان د حفاظت سبب ګرځي : Read the rest of this entry »

مناسخه

مناسخه :

مناسخه په لغت کې نقل او تحويل ته وايي او په اصطلاح کې د ترکې د تقسيم څخه مخکې د کوم وارث په وفات سره د هغه د برخې انتقال نورو وارثان ته مناسخه بلل کيږي .

د مناسخې په صورت کې د مسئلې تصحيح : Read the rest of this entry »

د مسئلې يا کسرونو صحي والی :

د مسئلې يا کسرونو د تصحيح يا صحي کېدو څخه مطلب دا دی چې داسې عدد پيدا کړو چې د ټولو وارثانو پر برخو داسې تقسيم شي چې کسري عدد ونلري ځنې وخت د ځېنو وارثانو برخې کسري يا عشاري راځې چې پوره عدد نه وي دا چې ټولو ته پوره پوره برخې ورسيږي او هيڅ کسري يا عشاري عدد ونلري ددې لپاره د مسئلې د تصحيح ضرورت دی . Read the rest of this entry »

عول

عول :

عول په لغت کې ظلم او تنګولو ته وايي او عول په اصطلاح کې د ټاکل شویو برخو په مجموع کې زياتوالي ته عول وايي . د وارثانو د برخو اصلي مسئله دری حالت لري .

۱- فريضه عادله : چې برخې د اصلي مسئلې سره مساوي وي .

۲- فريضه عائله : چې برخې د اصلي مسئلې څخه زياتې وي (عول ) .

۳- فريضه ناقصه : چې برخې د اصلي مسئلې څخه کمې وي (رد ) .

که په مسئله کې د خاوند د پاره ۱/۲ حصه او د خويندو لپاره ۲/۳ حصه ولرو نو دا مساوي نه تقسيميږي ، که د يو حصه پوره کړو د بل کميږي نو په دې صورت کې اصل مسئله زياتيږي او برخو په نسبت کې لږوالي مينځته راځي .

په پورته مسئله کې اصل مسئله ۶ راځي خو د ۶ پر ځای ۷ نيول کيږي .

۶ په ۷ سره او ۸ په ۹ سره او ۹ په ۱۰ سره ۱۲ په ۱۳ سره او ۱۵ په ۱۷ سره عول کيږي .

مثال :

په لاندې مسئله کې ليدل کيږي چې د مسئلې اصل د 6 عدد راځي مګر کله چې د وارثانو برخي جمع کړو (3+3+1=7) چې د 7 عدد راځي پس ددې مسئلې لپاره اصل د مسئلې 7 عدد نه 6

x6     7

تشريح

1/2

خاوند

6(1/2)=3

په هغه صورت چې مړی اولاد ونلري

1/2

خور

6(1/2)=3

په هغه صورت کې چې يوازې يو خور وي

1/6

د پلار خور

6(1/6)=1

مثلاً که ترکه ۱۰۰۰ افغانۍ وي نو د هر وارث برخه : 1000/6=166.66

خاوند :166.66×3=500

خور : 166.66×3=500

د پلار خور ته څه نه پاتې کيږي .

چې دا ويش غلط شو بايد داسې شي : 1000/7=142.857

خاوند :142.857×3=428.571

خور : 142.857×3=428.571

د پلار خور : 142.85×1=142.857

جمع :428.571+428.571+142.857=1000

حجب

حجب په لغت کې منع کولو ته وايي او په اصطلاح کې د ځېنو ورثه د ځينو نورو لپاره له ميراث څخه محرومېدلو ته حجب وايي ، چې دوه قسم دی حجب حرمان او حجب نقصان .

حجب حرمان : کوم چې ورثه په بشپړ ډول له ميراث څخه محروم کړي حجب حرمان بلل کيږي . Read the rest of this entry »


Featuring WPMU Bloglist Widget by YD WordPress Developer