قرباني همغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانۍ يادګار دی کوم چه الله (جل جلاله) ابراهيم عليه سلام ته د خپل خوږ بچي د قربانۍ کولو حکم کوي  پلار او زوی دواړه د الله (جل جلاله) حکم پرځای کوي .

 قوله سبحانه و تعالی :

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (الصافات 102).

ژباړه :هغه هلک چه کله د هغه سره د منډو ترړو سن ته ورسيد ،نو ابراهيم عليه السلام هغه ته وويل زويه ! زه په خوب کی وينم چه ستا ذبح کوم ،اوس ته ووايه چه ستا څه نظر دی ،هغه وويل پلار جانه ! د هغه څه چه ستا ته حکم کيږي ترسره کړه ته به ان شآء الله ما له صابرانو څخه ومومی .

اسماعيل عليه سلام دغه وخت لا بلوغ  ته نه ؤ رسيدلی خو د مور او پلار سره د منډو او کومک سن ته رسيدلی ؤ.

اصلاً د الله (جل جلاله) د اسماعيل ذبح کول هدف نه ؤ بلکی په ابراهيم عليه السلام يی دا امتحان وکړ چه آيا دی د خپل خوږ اولاد قربانۍ ته هم تيار دی ؟ چه بلاخره په دی امتحان کی ابراهيم عليه السلام  بريالی شو د خپل زوی پرځای يی څاروی قربانی کړ .

نو دا زمونږ قرباني همهغه د ابراهيم عليه سلام د سترې قربانی سنت دي .

ددې قربانۍ څخه اصلي موخه اخلاص دی د الله تعالی رضا ده ،الله (جل جلاله) ته د قربانۍ وينه غوښه نه رسي او د هغه څه پروا نه لري بلکی الله تعالی ته زمونږ نيت او اخلاص رسيږي .

لقوله سبحانه وتعالی : لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ (الحج ۳۷ ) .

ژباړه : له سره نه رسيږي الله تعالی د دوی غوښې او وينې (د هغه ذبحې چې په هغه کې اخلاص نه وي) مګر رسيږي الله تعالی ته ستاسې پرهيزګاري ( په ذبحه کې خالص نيت ) .

ابراهيم عليه سلام هم يو بشر ؤ هغه د خپل زلمي زوی ذبحې ته حاضر شو مونږ خو بايد په ډير اخلاص  د تقريباً (2500-11000) افغانيو قربانۍ ته حاضر شو.

قربانی پرکومو خلکو واجبه ده :

 قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .

د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاف بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، اضافې جامې ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .

و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .

او بل دا چې د زکات د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط دي مګر د قربانۍ د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط نه دي بلکي که څوک د اختر په ورځ مالک نصاب وګرځي قرباني ورباندې واجبه ده ( الدرالمختار: ۵/۲۲۱ ) .

قرباني پرهغه چا چې مالک نصاب وي جلا جلا واجبه ده که په کور پلار ، او وروڼو جلا جلا مالک نصاب وي په هر يوه باندې جلا واجبه ده تنها د پلار په قربانۍ او يا کوم زوی په قربانۍ باندې د نورو غاړه نه خلاصيږي .

همدارنګه که ښځه دومره ګاڼه ، اضافي لباس او نور څه ولري چې قيمت يې نصاب ته ورسيږي په هغې باندې هم قرباني واجبه ده .

تجب علی حر المسلم مقيم موسر يسار الفطر عن نفسه لا عن طفله (الدرمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .

د قربانۍ وخت :

د قربانۍ وخت دری ورځی يعنې د ذوالحجی د لسم ( د اختر ورځې ) ،يوولسم اودولسم د ماښام پورې دی .

په دې موده کې که شپه وي او که ورځ قرباني کولای شي خو د اختر لومړې ورځ بهتره ده.

سرسايه خو د اختر له لمانځه مخکې کول ضرور دي مګر قرباني د لمانځه څخه ورسته کول ضرور دي.

د کومو څارويو قربانی کول ضرور دي:

پسه ،سريلی ،غويی،ميښه او اوښ دا پنځه ډوله څاروي که نر وي او که ښځه قربانی يې جائزه ده.

په پسه يا ګډ او څرلې کې يواځی يو نفر او په غوا،ميښه او اوښ کې اوه کسان شريکدای شي .

د ګډ او وزګوړ يا سريلي عمر به يو کال يا ترهغه زيات وي ،خو که کډ د يو کال څخه يې عمر کم وي مګر په جسامت اوصورت کې د يوکلن په شان معلوميږي بيا هم جايز دی .

غوا به دوه کاله يا تر دوه کاله زياته وي اوښ به د پنځو کالو يا ترهغه زيات وي .

د قربانی څاروی څنګه پکار دی :

د قربانی څاروی ښه او تيار په کار دی ړوند،کوډ اولکۍ پرې شوي څاروي قرباني صحي نده.

۱- کوډ : چه په دريو پښو ځی او يوه پښه پر ځمکه نشي لګولای که يې ولګوي هم تلی ورباندې نشي .

۲- د کوم څاروي چه غوږونو اوغاښونه نه وي قربانی يې نه صحي کيږي .

مګر که دوه يا څلور غاښونه يی نه وي يا يی د غوږ د دريمی حصې نه کم پرې شوی وي صحي ده .

همدارنګه که ښکر يې بالکل په بيخ کی مات وي قربانی يي نه صحي کيږي او که لږ حصه ماته وي يا د پيدايښت په وخت کي نه وي نو د هغې قرباني جائزه ده.

۳- د ډير خوار او ډنګر څاروي چه يواځی هډوکی او څرمن پاتی وي اوغوښه بالکل ونه لري په ټيله او تمبه روان وي قرباني يې نه صحی کيږي .

۴- که بی خبره د څاروی په ګيډه کې بچی راووت نو قربانی صحی ده که بچی يی روغ وي هغه دې هم قربانی کړي.

د قربانۍ کولو طريقه :

د قربانی څاروی به داسې څملوي چه مخ يې قبلې طرف ته وي او دا دوعا دی ووايي :

[اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًا وَّمَآ اَنَا مِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ  الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ] .

ژباړه : ما خپله توجه له هرطرف نه کټ کړی ده د هغه ذات طرفته راګرځيدلی يم چه آسمانونه اوځمکی يی پيدا کړی دي او زه د مشرکانو نه يم ،زما لمونځ ،زما حج او ټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله د پاره دي ،چه هغه د ټول جهان مالک دی او د هغه څوک شريک نشته ،ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبردار يم ،ای الله ! دا هرڅه ستا ورکړه ده اوستا د پاره ده.

که يی دُعا ياد نه وي په زړه کی دې  نيت وکړی بيا به بسم الله او الله اکبر ووايي .

څاروی بايد په تيره چاړه حلال کړ شي په پڅه چاړه ذبح کول مکروه دي ځکه چې حيوان ته پې ضرورته تکليف رسيږي .

که چا قصداً بسم الله او الله اکبر پريښودل د الله نوم يې ورباندې وا نه خيست نو څاروی مردار شو، مګر که اراده يی وه خو د حلالولو په وخت کی يی هير شي نو حرامه نده.

څو پوری چه د څاروی ساه نه وي وتلی ترهغه پورې د څرمن ويستل او سر پرېکول نه دي پکار.

د قربانی څاروی که پخپله حلال شی بهتره دی ،پر بل چا حلالول هم جائز دي خو چې هلته سړی موجود وي ،د قصاب  مزدوري به له خپله جيبه ورکوي نه له قربانی څخه.

د پسه د وړيو ايستل او د هغه په اور باندې سوزول مکروه دي ځکه قربانۍ شعائرالله ده او ددې بې احترامي کيږي د هغه پوست ايستل کيږي .

د قربانۍ غوښه :

د قربانۍ د غوښي خپله خوړل ، ميلمنو او خپلوانو ته ورکول او زخيره کول جايز دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  كلوا وأطعموا وادخروا ( خپله له هغه څخه وخورئ ، نور ته يې ورکړئ او له هغه څخه يې زخيره کړئ ) (رواه البخاري  )

او مسلم شريف دا روايت نقل کړی دی : كلوا وادخروا وتصدقوا (رواه المسلم ) :

علماء کرام وايي : غوره دا ده چې د قربانۍ غوښه دری حصې شي يوه حصه خپله وخوري ، يوه حصه صدقه کړي او يو حصه زخيره کړي ، مګر دا حکم مستحب دی واجب نه دی ، که کور ګن وي ټوله غوښه پر خپل اهل عيال خوړل جايز دي .

وأما التصدق منها فقال الحنفية والمالكية إن التصدق من الأضحية مندوب وليس بواجب . وحجتهم ما سبق في الأكل من الأضحية وهو أرجح أقوال العلماء في المسألة . ويتصدق منها على المسلمين من الفقراء والمحتاجين ويهدي إلى الأقارب والأصدقاء والجيران وإن كانوا أغنياء قال جماهير العلماء من الصحابة والتابعين والأئمة الأربعة وغيرهم ، يجوز ادخار لحوم الأضاحي بعد ثلاث وإن النهي منسوخ (الاحکام أضحية علی المذاهب الأربعة ) .

د قربانۍ نور مسائل

ښځه چې څومره ګاڼه ولري قرباني ورباندې واجبه ده ؟

د مور په نوم قرباني

د وفات شويو والدينو د پاره قرباني کول جايز دي ؟

د مړي د طرفه د قرباني د غوښې خوړل څه حکم لري ؟

قرباني (اختري) پر چا واجبه ده ؟

د عربستان د ادارو له لارې قرباني کول

قرباني د کور پر يوه کس واجبه وي او که پر څو کسانو ؟

په يتيم باندې قرباني شته او که نه ؟

د کوم چاروي قرباني افضل ده ؟

د رسول صلی الله عليه وسلم د پاره قرباني کول جايز دي ؟

د قربانۍ د څاروي د څرمنې خرڅول او بل چا ته ورکول

د قربانۍ د غوښي خپله خوړل او زخيره کول جايز دي ؟

د قربانۍ په څاروي کې د عيب ښکاره کيدل

د خارج نه خپل وطن ته د قربانۍ د پاره پيسې ليږل

د قربانۍ ځنې نور مسائل

 

 

 

آن لاين اسلامې لارښود