له هرڅه نه مخکی دان لاین لاسلامی لارښود ټولو درنو معززو مسوولینو اوکارکوونکوته دزړه له کومی سلامونه،نیلی، هیلی او درناوی وړاندی کوم هیله من یم چی تردی دمه په خپلو نیکو چاروکی بریالی او مفق وی.
قدرمنو یوه پوښتنه مو درلوده په ډيری مهربانی سره که ځواب یی راکړی نو ډيره مهربانی به مو وی.
پوښتنه :- قدرمنو دزیاتی مینی او محبت له امله زه او میرمن مو یو بل ته کله نا کله د ادی(مورجانی) او ابکه کلمی استعمالوو .
دداسو کلمو استعمالول دښځی او میړه ترمنځ یو بل ته څه ډول دی.
په اسلامی مینه،ادب او درنښت
تاسواسلامی ورور عبدالمتین حمیدی
ځواب
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحمن
الله جل جلاله د ستاسې په ژوند کې نور هم محبت واچوي (کله چې خاوند خپلې بې بې ته او بې بې خپل خاوند ته د محبت په نظر وګوري الله جل جلاله به دوی دواړو ته د محبت په نظر وګوري ) .
د ښه ژوند تيرولو په اړه په قرآنکريم او سنتو کې ډير زيات ټينګار شوی دی الله جل جلاله دې مونږ ټولو ته توفيق را کړي چه دغه څو ورځې د دنيا فاني ژوند په ښه شان سره د خدای جل جلاله د رضا موافق تير کړو .
په هر کور کې چې محبت وي ، رحم وي ، زړه سوي وي هلته د خدای جل جلاله رحمت نازليږي .
اوس به راشو د پوښتنې ځواب ته :
په داسې ويلو نه په نکاح کې کوم خلل رامنيځ کيږي او نه هم ظهار واقع کيږي ځکه په داسې ويلو سره ستاسې ملطب يو د بل قدر او درناوی دی .
خو داډول الفاظ ښه نه دي ځان ساتل ورڅخه پکار دی ځکه داسې ويل ګناه ده .(اسلامې فقه ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۶۹۴).

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

و لو قال انت امی لايکون مراهراً وینبعی ان يکون مکسروهاق ومسئلة ان يقول يا ابنتی و يا اخی ونحوه (عالمګيری ج ۲ ص ۵۳۲ ) .

و لو قال انت علی مثل امی او کامی يرجع الی نية فان قال ارد الکرامة فهو کما قال وان قال اردت الظهار فهو ظهار وان قال اردت طلاق فهو طلاق بائن وان لم يکن نية فليس بشئ ( شرح البدايه ج ۲ ص ۳۸۹ او شرح التنوير ج ۱ ص ۳۴۹ ) .