په اسلام کی ټولنيز ژوند :
په غور يی ولولی اوبيا دمسلمانی دستر نعمت په شکرانه کی خپلی اوښکی تويی کړی
اسلام هغه دين دی چه دانسان دژوند ټول اړخونه پکې شامل دي ځکه دغه الهی دين دی چه الله تعالی دخپلو بندګانو دخواصواوفطرت مطابق دين رااستولی دی .
که دغه مقدس دين په درست ډول تطبيق شي نودانسانانو ژوند به يواځی دخوشحالۍ ،مينې ،رحم اومهربانۍ ،يوپربل ظلم نه کول ،ديواوبل ناموس ته احترام ، يو اوبل ته ضرر نه رسولو نه بل څه نه وي  نو که دغه دمهربانۍ اوسراسري رحم دين که ښه وڅيړو نو دخپلی مسلمانی په نعمت په دومره وژاړی چه کله خپل اهل ته راشی درته وايې به ولې دې سترګی سری او دومره ذيات دی ژړلی دی پخوا لدې چه ځواب ورکړي نوربه هم وژاړی اوډيری سلګۍ به ووهی اوبيا به خپل اهل ته ووايې ما پريږدي زه خپل رب (ج) ته دشکر اومحبت د جوش په ولولوکې يم .
نوګرانومسلمانانو وروڼو! په اسلام کې دټولنيز ژوند څونمونی مې په ډير لنډ ډول راټولی کړی چه په لاندی ډول دي، هيله لرم چه څه ناڅه مو سترګی ورباندی يخی شي . 
دمريض پوښتنه کول :
مَامِن مُسلِمٍ يَعُودُ مُسلِماً غُدوَةً اِلا َّ يُمسِيَ صَلّي الله عَليهِ سَبعُونَ  اَلفَ مَلِكٍ حتي يُمسِيَ وَاِن عاَدَة عَشِيَّة ً اِلاً صَلَّي الله عَلِيه ِ سَبعُون َ اَلفَ مَلِكٍ حتّي يُصبِحَ وَكانَ لَه خَرِيف ُ ُ فِي الجَنَّةِ (ترمذي ) .
يومسلمان چه کله دبل مسلمان ورور دمريضی پوښتنه ته سهار ولاړشي نو اويازره فريښتی ورته تر ماښامه پوری دُعا کوي اوکه ماښام  دمريض  پوښتنه وکړی نو تر سبا پوری به اويا زره (۷۰۰۰۰) ملکې دعاګانی کوي اودده لپاره به په جنت کی دميوؤ ذخيره وساتل شي .
عُودُ والمَريضَ وَالطعِمُوا الجا ـءِعُ وَ فُكوَّا العاَنِي (بخاري ) .

دبيمار دصحت پوښتنه کوی ،وږيو ته خوراکه ورکوی او بنديان له بنده خلاصوی .