د طلاق مختصر بيان
طلاق د څه لپاره ؟
ګرانو مسلمانانو وروڼو! دطلاق په اړه څه ناڅه پوهه د هر مسلمان لپاره ضروری ده ځکه داسی نه چه کله مو په ناپوهی يا بی احتياطی له خپلی بی بی څخه خدای ج مکړه پريکون راغلی وی او په ځان به خبرهم نه وی نو بيا به چاره څه وی ؟
پدی هم پوهيدل پکار دی چه نن زمان د اسلام دوښمنان طلاق ظلم بولی .
اوس به وګورو چه اسلامی شريعت پدی اړه څومره احتياط کړی دی په ټولو حلالو کی بيا هم طلاق بد عمل بلل شوی دی ،دښځی او خاوند جدايی خدای ج ته ډيره ناخوښه ده، حضرت محمدص فرمايی : اَبْغَضُالْحَلَالَ اِلَي اللهِ الطَّلاَقُ ‍ )) په حلالو څيزونو کی الله تعالی  ته دټولونه ذيات بد ناخوښه څيز طلاق دی (ابوداؤد) )).                                                                                                                                                                                              ولی د ډيری سختی ناچاری لپاره يوه آخری چاره او ورستی د حل لاره ده .
مثلاً که دانسان په  کوم اندام داسی مرض ولګی چه ټول بدن  ته خطر وی نوبيا سړی مجبوراً ددی اندام قطع کولو ته غاړه ږدی ، که نو د اندام قطع کول څومره ناوړه کار دی .
که خدای ج مکړه د يوه مسلمان بی بی سختی بيلاری ته مټی ونغاړی چه دبل چا هم نه منی او نوری دی اصلاح ټولی لاری بندی شی نواسلامی شريعت نه غواړی يوکس پدی لوی غم د هميش لپاره ککړ وساتی او ټول ژوند يی په غم تير کړی ټول ژوند دده لپاره خپل کور زندان وګرځوی نو پداسی آخری ناچاری کی اسلام د طلاق اجازه ورکوی   چه هغه هم ډيری د حکمت او احتياط نه ډکی لاری لری لومړی رجعی طلاق چه امکان لری مشکل حل شی بيا باين طلاق چه په هغه سره به مشکل حل شی ورسته آخری دريم طلاق دی .
او که څوک د مزو چړچو په نيت دا کار کوی نو واقعاْ چه يوه لويه نامردی د يوه مظلوم انسان پر وړاندی ډير ستر ظلم دی او په اسلامی شريعت کی يو ستر خيانت بلل کيږی.
همدارنګه که ښځه په کوم تکليف او سختی کې وي اسلامې شريعت د شرايطو په چوکات کې لکه خلع ،تفريق او نور .. سره دجلاوالې اجازت ورکړی دی .
دخلعی شرايط په فقهی کتابونو کې مکمل بيان شوي دي او همدارنګه تفريق لکه دنر دجنسی قوي نشته والی يا کوم څوک په بدکاری کې مشغول وي قصداً خپلی ښځی ته نه نږيدی کيږي،يا ځنې سخت مرضونه دي چه اسلامی فقهی بيان کړي دي يا دخاوند په موجودګی کې خاوند دښځې نفقی ته پام نه کوي دي ته ورته شرايط چه اسلامی فقهی مکمل بيان کړي که ښځه په دغه صورتونو کې دخاوند سره اوسيدل نه غواړی او دصبر توان نلري نو اسلامی شريعت نه غواړي دا ښځه د هميشه لپاره په تکليف کې وي که څه هم چه طلاق بدشی دي اودخپلوی دکټ کيدو سبب ګرځی خوپداسی حالاتو کې بيا اسلام ديوکس دتکليف اوسختی فريشانی دخلاصون لپاره دا آخري لاره ټاکلی ده .
مګرکه کومه ښځه چه بغيرله کوم شرعی عذر څخه دشهوت رانی ،عشق بازی او مزوچړچو په موخه طلاق غواړی ، نو دا واقعاً سخت نا کاره عمل دي او په يوه اسلامی ټولنه کې د بي حيايې ،بې وفايې او د معاشري د بې نظمۍ دسختی خطرناکی وبا خورول دي .
د اسلام سترپيغمبر داسی ښځو ته د سختی خطرناکی پايلی خبرداری ورکړي چه فرمايې :
اَيُّمَا اِمرَأةٍ سَألَت زَوجَهَا طَلاَقًا فِی غَيرِمَابه بَاسُ ُ فَحَرَامُ ُ عَلَيهَا رَائِحَةُ اَالجَنَّةِ
کومی ښځی چه بغيز د څه سخت تکليف يا څه خاص وجهی نه طلاق و غوښتلو په هغی د جنت بوی حرام دی (ترمذی او ابوداؤد).
اَلمُختَلِعَاتُ هُنَّ المُنَافِقَاتُ کومی ښځی چه بغير د څه سخت تکليف او ضرورت نه خامخا خلع غواړی هغه په حقيقت کې منافقی دي .
دا وبا اوس اوس په ځنو تش په نوم اسلامی ټولنو کې ګډه ده ،او زمونږ په ټولنه کې هم ځنی شيطانی حلقی اوشيطانی ورکشاپونه غواړی چه دا وبا خوره کړي . خو خالق تعالی ج زمونږ ټولنه ددي وبا څخه وساتي .
د طلاق قسمونه :
طلاق په دری ډوله دی ۱- رجعی طلاق ۲- بائِن  طلاق ۳ مغلظه طلاق
۱- رجعی طلاق : رجعی طلاق هغه طلاق دی چه په هغه سره نکاح له منځه نه ځی په رجعی طلاق کې که چيری  طلاق ورکوونکی پښيمانه شي نو هغه دوباره د يوه خاصه وخته پوری بی له نوی نکاح څخه ښځه په خپل عقد کې ساتلی شي .
هرکله چه يوی ښځی ته په صريحوالفاضو کې رجعی طلاق ورکړشي اوبيا دعدت ( دريوحيضو موده ) په دننه کې طلاق ورکوونکی ته پيښمانی پيداشی نو هغه بيله نوی نکاح نه هم ښځه پخپل عقد کښې ساتلی شي اوبيرته رجعت ورته کولای شي که ښځه رضا وي او که نه .
دپاکی په وخت کې حکمت دادی چه دغه وخت د پخلاينی ،رجعت يا دطلاق له فيصلی څخه د په شاه کيدلو چانس ډير وي ، نوځکه د حيض په موده کې طلاق ورکول حرام دی .
دعدت (دريو حيضو موده ) حکمت دادی  چه پر دغوورځوکې به خاوند پرخپله فيصله ښه غور وکړي او ښځه به هم دخپل خاونددرضا کيدو لپاره دحل لاری ولټوی ، بل داچه پدی موده کې د نکاح تقدس څرګنديږي ، داسې نه چه کوم څوک ښځی ته طلاق ورکړي نو هغه فوراً وځی او بل ميړه به کوي ،نوپدی سره به دنکاح اهميت له مينځه ولاړشي .
اليف ) دطلاق رجعی ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟
ښځه به په دغه موده کې ذيات کوښښ کوي چه خراب شويو تعلقات کې  ټينګښت راولی ددی له وجی فقهاؤ ليکلی چه ښځی لره مستحب دي چه خپل ځان ښه سينګار کړي او هم پدی دوران کې به د خاوند په کور کې اوسيږی ، اوداسې طرزالعمل اختيارول پکار دي  چه خاوند دوباره خپل ځان ته مايل کړي .
ب ) په طلاق رجعی کې خاوند لپاره څه کول پکار دی ؟
رجعی طلاق ورکوونکی به په بار بار په خپله فيصله له سره ښه غور او فکر کوي چه پدی عمل يعنی طلاق سره خپله زړه خپلوی په کامله ټوګه له منځه وړل او د خلکو نفرت ته د ځان ورکول څه وړه خبره نده .
خوکه بيا هم پر خپله فيصله کلک ولاړ ؤ ، او ښځه د اصلاح او ګزه ران وړ نه وه او نور نه غواړی دا خپلوی ټنګه کړی ، نو بيا دده طرزالعمل دښځی سره داسې کول پکار دی لکه د يوی پردی ښځی سره دا خو د عدت په دننه کې دی کله چه عدت تيرشی نو ښځه به د خاوند کور پريږدي او وځی به .
۲- با ئن طلاق يا رجعی څه وخت با ئن ګرځی :
با ئِن  طلاق  هغه طلاق دی چه نکاح ورباندی ماتيږي  ښځه د نوی نکاح په کولو دوباره له سره نکاح کيږي .     که د يوه يا دؤ صريحه طلاقو ورکولو نه پس يی په ټول عدت کې هغه ته رجوع ونکړه – نو اوس دعدت يعنی دريو حيضو د مودی تيريدو نه پس که چری ښځی ته يې يو طلاق ورکړی وی نو يو طلاق باين به پريوځی او که دوه طلاق يې ورکړی وي نو دوه باين به پريوځې .

اوس که دی بيا په خپل عقد د  نکاح کی راوستل غواړی نو دوباره به نکاح کوي په نکاح کی د دواړو رضا شرط ده.

۳- طلاق مغلظه  : که چيری سړی د يوه يا دوه طلاقو پر ځای دری طلاقه ورکړی وي، نو اوس نه خو رجعت کولی شي او نه نوی نکاح نو اوس يوه لاره شته چه هغه حلاله ده او بس .

په يو ځل دری طلاق ورکول سخته ګناه ده .

دباين او مغلظه طلاقی ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟

کومی ښځی ته چه طلاق باين يا مغلظه ورکړ شوی وی  هغه به له خاوند څخه هر ډول تعلقات پری کوي او ديوه بيګانه سړی په څير به ورڅخه پرده کوي .

عدت به د خاوند په کور کې تيروي او نفقه په خاوند لازمه ده ځان به هم نه سينګاروي .

دطلاق ورکولو الفاظ

په کومو الفاظو چه طلاق ورکول کيږي هغه دوه ډوله دی صريح الفاظ او کنايه الفاظ

۱- صريح الفاظ : دصريحو الفاظو نه مراد هغه الفاظ دی چه په داسې صفا الفاظو طلاق ورکړل شي چه بغير له طلاق بل څه نه ورڅخه اخيستل کيږي  ،مثلاً ښځی ته يې وويل چه ما تالره طلاق درکړ ، ته په ما طلاقه يی او نور .

په دغو صريحو يا واضيحو الفاظوسره  که طلاق ورکړل شي طلاق واقع شو  ، که يې  نيت کړی اوکه نه ، که په فکر يا سنجيدګی وي او که نه يا په ټوقو سره په هر صورت کې طلاق واقع کيږی چه په همغو دريو طلاقو رجعی ،بائن او مغلظ  کی چه د طلاق ورکوونکی هر کوم مطلب وي  همغه به واقع شي .

حضرت محمدص فرمايي : دری څيزونه داسی دی چه په هغه کی د زړه اراده اوفکرسره خبره کول هم حقيقت دی او دخندا اوټوقو په طورهم حقيقت دی هغه نکاح ،طلاق او رجعت  دی  (ترمذی ،ابوداؤد).

نو مسلمان لره نه ښايې چه په داسې ډول آساسې څيزونو اويا هم د يو انسان  د ژوند په برخليک ټوقی ووهی .

۲- کنايه الفاظ : کنايه الفاظ داسې الفاظ دی چه هغه د طلاق لپاره مخصوص نه وي  يا چه دهغی  مطلب د طلاق هم کيدای شي او يا دعصی اظهار هم کيدای شی ، مثلاً يو سړی ښځی ته ووايی  زما له کوره ووځه ، خپلی پلارګنی ته ځه ، زما سره ستا اوس ګزران نه کيږی  او داسی نور .

په داسی الفاظو کی نيت ته اعتبار ورکول کيږي  که يی نيت طلاق وی نو طلاق بائن به پريوځی  او که يی نيت طلاق نه وی نو طلاق نه واقع کيږی .

ولی داسې الفاظ ويل دمسلمان  له اخلاقی شانه سره سر نه خوری  چه دقهر په وجه خپلی بی بی ته ووايې  زما له کوره وځه  اونور .

ځکه چه داښځه دخپلی مور له مهربانه غيږي څخه جلا او نن تاته ناسته ده نو بايد ددي ډول بدو الفاظو څخه سړی ځان وساتې نوکه دعصی  پر وخت داسې څه له خولی ووځی بايد خپل رب ج ته د عجز اوښکی تويې شي .

ظهار  :

خپله ښځه له يوی داسې ښځی سره تشبح کول يا له هغه سره برابر ويلو ته چه د هغه سره هميشه نکاح حرامه وی لکه : مور ،خور ،دپلار خور ، دمور خور او نور .

يا دهغه دکوم اندام سره تشبح کول ته  ظهار وايي .

مثلاً يوه چا خپلی ښځی ته وويل ته زما لپاره زما د مور په شان حرامه يی يا زما د خور په مثل حرامه يی  نوکه دده نيت د طلاق  نه ؤ نو ظهار منځ ته راغی  نو اوس له خپلی ښځی سره تر هغه نشی يو ځای کيدای څو پوری چه دظهار کفاره ورنه کړی .

خوکه دعزت يا هسی بی ځايو فضولو خبرو په نيت وی نو ظهار  مينځ ته نه راځی  خو داډول خبری هم بی ځايه دی ځان ساتل ورڅخه پکار دی .

اوکه هدف يا نيت يی طلاق وی  نو يو طلاق باين به منځ ته راشی  اوکه نيت يی داوی  چه زه به له خپلی ښځی سره نه يوځای کيږم نو بيا به ظهار شی .

په لنډ ډول که يې هدف عزت اوټوقی وي  نودا دروغ ويل هم په کار نه دي ، که يې هدف طلاق وي  اواشارتاً يې دا الفاظ کارولې وي نو طلاق بائن  به منځ ته راشي له سره به نکاح کوي ، اوکه هدف يې دا وي چه له ښځی سره به مې نه يوځای کيږم نو دا به ظهار شي.

د ظهار شوی ښځی سره خبری کول  رواه دی  مګر جماع او نورڅه تر هغه پوری حرام دی څو پوری يی چی کفاره نه وی ادا کړی  .

د ظهار کفاره :

دوې مياشتی پرلپسی روژه نيول  يا شپيتو مسکينانو ته ډوډی ورکول  يا شپيتو مسکينانو ته د صدقه فطر برابر غنم يا دهغه قيمت ورکول .

دطلاقو صحيح طريقه

دطلاق شرعی هدف او حکمت ته مو مخکې اشاره وکړه چه طلاق د سختی ناچاری  په صورت  يوه ورستی چاره ده  که نو الله ج ته د دوستی اوخپلوی پريکول خوښ ندی .

نوځکه اسلام خپلو پيروانو ته په دې اړه د سخت  احتياط حکم کړي دي .

که خدای ج مه کړه څوک مجبورشول  نوبيا به په سنته طريقه عمل کوي .

د طلاق ورکولو دری طريقی دی اګرچه په دريو واړو طريقو سره طلاق واقع کيږي – مګر دوه طريقې د سنتو موافق دي او دريمه طريقه د سنتو خلاف ده .

۱- طلاق احسن  : د طلاق غوره طريقه احسن طلاق دی چه پر يو ځل دری طلاقه نه ورکوي بلکی يواځی يو رجعی طلاق ورکوي .دا طلاق به د پاکی (چه په  حيض کې نه وي  ) په وخت کې وي او هم به پدی موده د پاکی کښي ورسره نه يوځای کيږي ، د همدی يوه طلاق ورکولو نه پس به دا ښځه د عدت (دريو حيضو تيرولو) مودی پوری په خپل حال وي.

دا ځکه تر ټولو غوره طريقه ده چه پدی تقريباً دريو مياشتو کې به سړی پر خپل اقدام ښه غوراو فکر وکړی اوښځه به هم د خپلو هغو کړنو په اړه چه خاوند يې تکليف کړی ښه غور وکړي او د خپل خاوند د رضامندی لاری به ولټوي.

۲- طلاق حسن : داهم د طلاق لپاره دوهمه غوره لاره ده ، چه  ښځی ته يو  طلاق په طهر يعنی د حيض نه پاکی په ورځو کې ورکړي بيا د دوهم حيض نه پس د دوهمی پاکی انتظار د وکړی او پدی کې دې دوهم طلاق ورکړي .

پدی صورت کې هم سړی ته  موقع په لاس ورځی چه په خپله فيصله له سره ښه فکر او غور وکړي او ښځه به هم  خپل خاوند په رجعت باندی راضی کړی .

او که چيری ددی نه پس هم دی پخپله فيصله کلک وي نو بيا دې دريم طلاق ورکړي اوس ددی نه پس پده باندی ښځه بلکل حرامه شوه – پدی کې داهم شرط دی چه پدی موده کې به له ښځی سره جماع نکوي .

۳- طلاق بدعت  :  طلاق بدعت دادی چه پر يو ځل دری طلاقه ورکړ شی ، مثلاْ دا ووايی چه ته په دوو يا دريو طلاقو طلاقه يی يا دری ځلی ووايی چه ته طلاقه يې طلاقه يې  طلاقه يې  يا د حيض په حالت کې طلاق ورکړي يا د هغه پاکی په حالت کې طلاق ورکړی چه ورسره يی جماع کړی وي .

نو پدی ټولوصورتونو کې طلاق پريوځی ، څرنګه چه د طلاق طريقه يی غلطه استعمال کړی نو دا سړی ګنهګار شو . او دا طلاق د غلطی طريقی سره سره ځکه پريوځی چه هر سړی ته  د دريو طلاقو  اختيار دی .