د زکات د اداء کولو دصحت شرطونه :

يعنی د دغه شپږ شرطونو سره د زکات ادا صحيح ده او که نه وي زکات نه اداء کيږی :

۱- مسلمانی :د زکات اداء کوونکی به ضرور مسلمان وي ، د نامسلمان  زکات نه اداء کيږي .

۲- عقل : که يو ليونی زکات ورکړي زکات يې نه اداء کيږي .

۳- په ټاکلو ځايونو کی د زکات مصرفول : هغه ځايونه چې په قرآنکريم کې د التوبه په ۶۰ ايت کې واضح  بيان شوي ،چې تفصيل به يې وروسته راشي،که پرته له دغو ځايونو په نورو ځايونو کې ولګول شي زکات نه ادا کيږي .

1-  بلوغ  : نابالغه ماشوم که زکات ورکړي زکات نه اداء کيږي .

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په نا بالغه باندې زکات فرض نه دی ځکه هغه د عبادت د ادا کولو سن ته نه دی رسېدلی .

۵- مالک ګرځول : د زکات د اداء کولو پر وخت  بايد د زکات اخيستونکی د هغه مالک وګرځول شي ، که هغه فرد وي او که د زکات راټولولو مامورين  وي  .

دا مهم نه ده چې د زکات د ادا په وخت کې د زکات مستحق کس ته وويل چې دا د زکات روپۍ واخله بلکې هغه د صدقې ، کومک ، شرينۍ او په کوم بل عنوان هم ور کولای شي خو داسې چې هغه مالک وګرځول شي او پوه شي چې دا د خيرات روپۍ دی نه د قرض حسنه و غيره او په پوره ډاډ سره يې مصرف کړي .

علماء کرام د لاندې قراني او نبوي صلی الله عليه وسلم ارشادات په رڼا کې د زکات او صدقاتو تقسيمول په پټه سره بهتره ګڼي.

قوله تعالی : إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (البقره ۲۷۱ )

ژباړه : که تاسې خيراتونه ښکاره ورکوئ نو دا هم ښه دی او که خيراتونه پټ ورکوئ او اړو خلکو ته يي ورکوئ دا ستاسې لپاره غوره دي او له تاسې څخه ځنې ګناهونه لري کوي او الله جل جلا له  په هغو ټولو کارونو چې تاسې کوئ خبر دی .

سبعة يظلهم الله في ظله وم لاظل إلا ظله:  الامام العادل، وشاب نشأ في عبادة الله، ورجل قلبه معلق بالمساجد، ورجلان تحابا في الله عزوجل، اجتمعا عليه، وتفرقا عليه، ورجل تصدق بصدقة فأخفاها، حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه، ورجل ذكر الله خاليا ففاضت عيناه. ورجل دعته امرأة ذات منصب، وجمال، إلى نفسها، فقال:  إني أخاف الله عزوجل (بخاری او مسلم )

اوه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی

( فقه السنه باب زکات )

۶- د زکات داداء کولو نيت : زکات اداء کوونکی بايد د زکات د اداء کولو پر وخت د زکات نيت ولري .

د هر عبادت د صحت د پاره نيت شرط دی قوله تعالی : وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ (البينه ۵ )

ژباړه : او په داسې حال کې چې دوی نه وو ګومارل شوي خو په دې چې په پوره اخلاص د الله جل جلا له  عبادت وکړي او عقيده ولري چې دين د هغه له خوا دی او په عين حال کې له هر ډول اوښتنې لرې وي لمونځ (د هغه له ټولو ادابو سره ) ادا کړي او زکات ورکړي او دا سم او ټينګ دين دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إنما الاعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى ( هر عمل په نيت پورې تعلق لري ، او سړي ته هغه څه رسيږي د کوم شي يې چې نيت کړي وي .

يو دا چې نيت به يې خالص د الله جل جلا له  رضا او د هغه عبادت کول وي او بل دا چې د فرض زکات د ادا نيت به لري کچيرې يو کس خيراتونه او صدقه ورکړي او بيا وروسته هغه په زکات کې حساب کړي ، زکات يي نه ادا کيږي ځکه ده د نفلي صدقي نيت کړي وو نه د زکات .

آن لاين اسلامې لارښود