کفن :
دسړو لپاره دری جامې کفن دی ،يوڅادر،دوهم لنګ (پرتوګ ) اودريم قميص چه دڅادر اوږدوالی د بنې آدم دقد نه يولاس قدر ذيات وي اوپلنوالی يې دومره چه ټول بدن پکې ونغښتی شي .
همداشان دلنګ پلنوالی به دڅادر په اندازه وي او اوږدوالی به يې د څادر نه يوه لويشت کم وي اودقميص پلنوالی هم د لنګ اوڅادر په اندازه دی خو اوږدوالی يې دچټ نه د دواړو شرمګاهو پورې وي .
دقميص ټوټه به دسر طرف نه دومره وشلوي چه سر پکې لاړشي چه په همدی وجه قميص ورته وايي .
دنر دکفن لپاره تقريباً 12 کزه رخت ته ضرورت دي .
دښځو په کفن کې د دريو جامونه علاوه دوی جامې نوری هم پکار دي چه يوسربند او بل سينه بند وي.
دسينه بند پلنوالی دڅادر يا لنګ په اندازه وي مګر اوږدوالی يې له تخرګ څخه ترزنګون پوری وي.
اوسربند ديوه کز نه څه کم پلن او دکز نه څه ذيات اوږد پکار دی .
دغسل له پردي سره دښځی دکفن لپاره تقريباً 21 کزه رخت ته ضرورت دی .
دسړی په دوو جامو اوښځه په دريو جامو کې خښول هم جائزدي خوتردې کم بغير له مجبوری نه جواز نلري.
 
دکفن ورکولو طريقه :
اول به په پاکه تخته يا پاک پوزی باندی دکفن چادر هوارکړي دهغه له پاسه به لنګ وغوړوي اود هغی دپاسه دقميص نيمه حصه وغوړوي اونيمه به ونغاړي دسر طرف ته يې د کيږدي .
ورسته به مړی له تختی راپورته کړي دکفن دپاسه به يې کيږدی ،ورسته به دقميص نغښتی حصه کې سر ور ننباسی اوتر شرمګاه پوری به يې خوره کړی .
دغه شان به څادر هم ونغاړی اودڅادر دواړه سرونه به په ټوټه وتړی چه نه ښوري .
دښځوپه کفن کې دقميص اغوستلونه پس دهغې دسر ويښتان دوه ځايه کړی اوپه سينه دې ورته خواره کړي ،بيا دې سربند ددی دپاسه واچوي.
دهغه نه پس د سينه بند ونغاړی .
په کفن اودمړی دسجدی په ځايونو ،دلاسونو په ورغوی کونډی او پښو کافور يا عطر يا بل کوم ډول خوشبو ووهي .
دکفن اوقبر مصارف دمړي له پاتی مال څخه اداکيږي که له مړي څخه څه شی نوي پاتې بيا پر هغه چا لازم دي چا يې چه دنفقی مسئوليت په غاړه لرلو .
اوکه يې کوم چا ته دکفن اوغسل وصيت کړي وي  بيا به يې هغه کس اداکوي.