.
                                                                                                                                                               
 اسلامی نکاح :
 په اسلام کې نکاح ذيات اهميت لری او واقعاً چه داسلام هر اصل کې بی حده کټی موجودي دی چه ليکل يې دلته له سره نه ځايږي په نکاح سره خپلوی رامنځ ته کيږي ،دنکاح په وجه نسل څليږي ،نکاح دنر اوښځی ترمنڅ دمحبت او يودبل د آرام او سکون سبب ګرځی خو د اسلامی نکاح په اهميت به سړي هغه وخت ښه پوه شی چه د اسلام نه مخکی  دهغه وخت د ټولني حال ته لنډه کتنه وکړی پدی اړه رحيق المخدوم د بی بی عايشی  (رضی الله عنها)   روايت داسې را نقل کړي دی :
دحضرت بی بی عايشی (رضی الله عنها) نه روايت دی : دجاهيلت په دوران کې نکاح په څلور ډوله وه .
 
 لومړی ډول نکاح: داډول نکاح د اوسنی نکاح په شان وه چه یوه سړی به دبل کس لور یا خور….او غوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یی تړل کيده .
 
 دوهم ډول نکاح : هغه داسی وه چه کله به د کوم سړی ښځه له حيض څخه پاکه شوه نو ميړه به یی ورته ويل لاړه شه له فلانی سړی سره يوځای شه (زنا ورسره وکړه)اوخپل ميړه به تر هغه نه ورسره یو ځای کيده ترڅو به یی له هغه بل سړی حمل نه ؤ څرګند شوی چه دا نکاح د استبضاع په نوم هم ياديدله يا صرف د اولاد پیدا کيدو لپاره تر سره کيده .  

 

 

دريم ډول نکاح: داسی وه چه له یوی ښځی سره به تر لسو کم کسان یوځای کيدل او کله به چه ښځه حامله شوه او بیا به یی اولاد پيدا شو نو ورسته به یی ټول کسان را وغښتل ، هيچا سرغړاوی نه شوای کولای ښځی به ورته ويل پوهيږئ  چه څه مووکړل دا دی زما اولاد پيدا شو ، نو دا ستا زوی دی ای فلانيه !  له هماغه کسانو به یی د کوم نوم واخيست ،دا ماشوم به نور د هغه سړی شو .
 
څلورم ډول نکاح: دا ډول نکاح داسی وه چه ذيات شمير خلک به له يوی فاحشی ښځی سره يوځای کيدل هغه داسی فاحشی وی چه دکورونو په دروازه به یی جنډی درولی وی تر څوخلک پوه شی چه دا د فاحشی کور دی او بی تشويشه ورشی ،خو کله به یی چه اولاد پیدا شو نوبيا به یی څيره پيږندونکی راوست او هغه به د خپلی تجربی له مخی دا ماشوم یوه کس ته منسوبوه.
داسی هم پښيدل چه خلکو به د توری او نيزی په زور پردی ښځی د ځان کولی .
دجاهليت په دوران کی د ښځو لپاره کومه شميره نه وه، هر چا حق درلود بی حسا به ښځی ولری . همدارنګه زنا دومره ذياته وه چه د هری طبقی خلک ورباندی مبتلا وؤ.
د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص)  په رسالت سره دغه ټول ډولونه له منځه ولاړل پر ځای يی یوازی اسلامی نکاح مينځ ته راغله .
چه اوس مهال هم په کفری نړی کې که څه هم د بشر او ښځی حقوقو ناری یی ډیری دودی دی دغه ډول وحشت دوام لری .
            دنکاح عقد صرف په دوه لفطونو سره کيږي يو ايجاب اوبل قبول يعنی بالغه ښځه اويوبالغ سړی د دؤ شاهيدانو په حضور کې په مخامخ سره يا دوکيل په ذريعه وويل چه زه ستا سره نکاح کول غواړم اوښځی دا منظوره کړه نو بس په دواړو کې د نکاح رشته قائمه شوه کوم چه لومړی درخواست وکړ دې لفظ ته ايجاب اوکوم چه ورسته يې منظوری ورکړه قبول وايي .

لکن دغه الفاظ چه دښځی اوسړی له خولی ووتل څه لوبه نده بلکه ديوی وعدی اظهار او يو کلک تړون دی ددی وجی نه اسلامی شريعت دايجاب اوقبول سره څه نور شرطونه هم ضرور ګرځولی دی ، ددی دپاره چه دواړه په ښه سوچ اوفکر سره دا الفاظ په خپله ژبه سره ادا کړی اوبيا په هغه قائم ووسی.

دشاهدانو موجوديت :

دايجاب اوقبول دپاره دټولو نه لومړی شرط دادی چه دا په پټه سره نه وی بلکه کم نه کم دوه بالغ مسلمانان شاهيدان موجود وی که بيا دوه سړی نه وی نو کم نه کم ديوه سړی یا دؤ ښځو موجوديت ضروری دی .

مهر : هغه رقم کوم چه سړی يي دنکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا دادا کولو وعده کوي ديته په شريعت کې مهر وايي  چه دوه ډوله دی مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر دی چه فوراً دنکاح په وخت کې ادا کيږي اومهر مؤجل هغه دی چه دنکاح په وخت کې فوراً نه اداکيږی بلکه داداکولو دپاره وعده کيږي .

دمهر کمه اندازه لس درهمه ده چه 29.75 ګرامه چه په اوسنی بازارکې له 1488 افغانی سره سمون خوري .

دبی بی فاطمی (رض) دمهر اندازه 500 درهمه ؤ چه له 1488 ګرامه سپين زر کيږي په اوسنی نرخ کې له 74400 افغانی کيږی .

دمهرد ذياتی اندازي لپاره څه حد مقرر نه دي  خو دمهر دومره اندازه مقررول پکار دي چه خاونديي  په آساني ادا کولې شي  حضرت محمد(ص) غوره نکاح هغه نکاح بلل يي چه آسانه وي  ‹‹ اعظم نکاح برکة ايسر›› (مسند احمد ).

پخپله هغوی  خپل مهر ډير ذيات  مقررول نه دي خوښ کړي .

مهر مثل :

په وطني اصطلاح  کې بدل يا د بدلانه نکاح  چه يوسړی خپله خور بل سړي ته په نکاح ورکوي او دهغه سړی خور خپل ځان ته نکاح کوي . داډول نکاح روا ده ولي مهر نه معاف کيږي ښځي ته به مهر مثل ورکوي .يا دچا په نکاح کې مهر نه وي ذکر شوي هغي ته هم مهر مثل دی .

مهر مثل هغه مقدار مهر دی  کوم چه په عام طور سره د دوی په کورنی اوخاندان کې مقرريږي  ،دخاندان نه مراد پلارګنی ده نه مورګني  مثلاً دپلار خور د تره لوڼی  يا نوری په مهر مثل کې داهم ضرور دي چه کومه ښځه مثل ګرځوي دهغي دصورت اوسيرت  څه ناڅه برابری شرط ده .