اسلامي لارښود قدرمنو وروڼو السلام علیکم.
زما یوه پوښتنه ده هیله لرم چه ځواب یې راکړئ.
زما د مور میراث ده صرف یو خور لري چه هغه هم واده شوې ده.
میره یې ژوندۍ ده. خو له کله یې چې خرڅه کړې ده له یو ځل څخه بغیر چې خپلې لور لیدلې ده بیا هیچا نه ده لیدلې خو دومره خبر یوو چې ژوندۍ ده. او د تره زامن یې مړه شوي او میراثي مال یې د تره د زامنو دزامنو په منځ کې ویشل شوي.


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کچېرې د مړي ښځه او دوې لوڼې پاتي وي نارينه اولاد ونه لري او د تره د زامنو زامن يې موجود وي ترکه داسې تقسميږي .
د ښځې لپاره 1/8 حصه ده .
لقوله سبحانه وتعالی : فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم (النسآء ۱۲ ) .
ژباړه: او که (مړي) اولاد موجود ؤ نو بيا آتمه ده . .
د دوو لوڼو د پاره 2/3  حصه
لقوله سبحانه وتعالی : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ (النسآء ۱۱ ) .
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده . نو که ښځينه دوه يا تر دوو زياتې وې نو د ټول مال له دری برخو څخه يې دوې برخې دي او که يوه وه نو نيمه برخه يې ده .
باقي مال د تره زامنو ته ورکول کيږي ځکه چې هغوی عصبه دي .
د مسئلې حل :

24

تشريح

1/8

ميرمن

24(1/8)=3

په هغه صورت چې مړی اولاد ولري

2/3

2 لوڼې

24(2/3)=16

کله چې دوې يا زياتې وي

عصبه

د تره لمسيان

5

د لوڼو سره لمسيان او لمسيانې عصبه ګرځي .

د حصو د پوهېدو د پاره که فرض کړو ټوله ترکه ۱۰۰۰ افغانۍ وي نو

د ښځې برخه :۱۲۵

د دوو لوڼو برخه : ۶۶۷

او تره د لمسيانو برخه : ۲۰۸ افغانۍ رسيږي

و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود