فعل امر :

د يو د کار د کولو په غوښتنه يا امر باندې دلالت کوي لکه : أکتب ( وليکه )

د امر کلمې علامه دا ده چې د مخاطب ياء قبلوي .

د امر د فعل جوړولو لپاره د مضارع د مخاطب صيغې څخه کار اخلو :

اول – د مضارع حرف (ت ) حذف کيږي او د فعل آخر مجزوم (ساکن) ګرځي يعنې که د فعل آخر ضمه وي ضمه په سکون بدليږي او که د فعل آخر نون وي نون حذف کيږي مګر که نون جمع مؤنث وي نه حذف کيږي .

دوهم – کچېرې د حرف (ت) د حذف وروسته حرف ساکن وي د فعل په سر کې همزه اضافه کوو چې حرکت يې کسره (زير) کيږي مګر دا چې د فعل لومړی حرف ضمه (زبر ) ولري نو په دې صورت کې د همزې حرکت هم ضمه کيږي .

لکه : تَذْهب = أِذهب

مثالونه :

د (فرح) فعل ضيعې په امر کې :

أنتَ     أفرح             أنتما    آفرحا

أنتِ     أفرحی           أنتما    أفرحا

          أنتم      أفرحوا

          أنتن     أفرحن

د دريو زمانو ماضي ، مضارع او امر تصريف :

ضمير

ماضي

مضارع

أمر

انَا

فرحتُ

أفرح

انتَ

فرحتَ

تفرح

أفرح

انتِ

فرحتِ

تفرحين

أفرحي

انتما

فرحتما

تفرحان

أفرحا

هو

فرحَ

يفرح

هی

فرحتْ

تفرح

هما

فرحا

يفرحان

نحن

فرحنا

نفرح

انتم

فرحتم

تفرحون

آفرحوا

انتن

فرحتن

تفرحن

أفرحن

هم

فرحوا

يفرحون

هن

فرحن

يفرحن

تمرين :

۱- لاندې افعال د أمر زمانې ته واړوئ ؟

يَتَحَرَّكُ     يَتَنَازَلُ     يَتَرَّحَمُ          يَخْبِزُ            يَلْعَبُ

يُفَصِّلُ     يَتَكَلَّمُ      يَسْتَحْضِرُ       يُحْسِنُ           يَرْتَفِعُ

۲- لاندې افعال مضارع او بيا ماضي ته واړوئ ؟

أُنْظُرْ    أَخْبِرْ    إِنْصَرِفْ         إِسْمَعْ   أَنْصِتْ

سَلِّمْ      وَدِّعْ     كَلِّمْ      إِشْرَبْ  سافِرْ

إِلْعَبْ    أُدْرُسْضَيِّعْ       مَلِّقْ     عَجِّلْ