د فعل تعريف او علائم (نښانې) مخکې بيان شول په دې فصل کې د فعل اقسام (ډولونه) بيانيږي :

د فعل اقسام :

۱- د زمانې له مخې د فعل اقسام (مهم درس) :

د زمانې له مخې فعل په دری قسمه دی : ماضي ، مضارع او امر .

ماضي :

هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د يو کار په کولو دلالت کوي لکه کَتَبَ (ليکلي) .

مضارع :

هغه فعل دی چې په حال يا راتلونکي وخت کې د يوه کار په کولو دلالت کوي لکه : يَکتب ( ليکې يې ) .

امر : د يو د کار د کولو په غوښتنه يا امر باندې دلالت کوي لکه : أکتب ( وليکه ) .

د فعل ماضي تفصيل :

مخکې مو وويل چې ماضي هغه فعل دی چې په تيره زما نه کې د يو کار په کولو دلالت کوي لکه : ذَهَبَ ( تللی ) .

د فعل ماضي نښانې:

د فعل ماضي علامې يا نښانې عبارت دي له تاء فاعل او تاء تأنيث ساکنه څخه .

تاء فاعل: تاء فاعل هغه تاء ده چې حرکت ولري د فاعل د ضمير لپاره کارول کيږي لکه : ذهبتُ ، ذهبتَ ، ذهبتِ

متکلم (خبرې کوونکی): ذهبتُ

مخاطب (غوږ نيوونکی) : ذهبتَ

مخاطب مؤنث : ذهبتِ

تاء تأنيث: تاء تأنيث ساکنه لکه : أکل = أکلتْ

د فعل ماضي حالات :

۱- فتحه (زور) :

الف) : په هغه صورت کې چې فعل ماضي د الف الأثنين سره وصل وي مګر د فاعل له کوم ضمير سره وصل شوی نه وي فحته لرونکی وي لکه :الطالبان نجحَا ، نجحاَ فعل ماضي دی چې په فتحه باندې بنا شوی او د نجحا کلمه د الف الاثنين ( د دوه ګونو الف ) سره پيوسته شوي چې کلمه د الطالبان ده .

ب): کله چې فعل ماضي د تاء تانيث سره يو ځای شي لکه : الطالبة نجحَتْ .

ج): کله چې يو شی ورسره يو ځای نشي لکه : الطالب نجحَ

۲- ضمه (پيښ):

کله چې فعل ماضي د واو جمع سره پيوست شوی وي نو په پيښ سره بنا کيږي لکه :

المسلمُون انتصرُوا علی أعدائهم ، (انتصرُوا) فعل ماضي دی چې د واو جمع سره يو ځای شوی دی او فعل ماضي (انتصرُ) په ضمه (پيښ) سره بنا شوی دی .

۳- سکون :

الف)- کله چې تاء فاعل متحرکه ورسره يو ځای شي لکه : سمعْتُ کلام .

(سمعْتَ ) فعل ماضی دی چې د آخر حرف(ع)ساکن دی .

ب):کله چې (نا) فاعلين ورسره يو ځای شي لکه : انتصرْنا فی حربْ

(انتصرْنا ) فعل ماضی چې آخر حرف يې پر سکون بنا دی .

۳- کله چې نون نسوه ورسره يو ځای شي لکه : الفتيات اسهمْن

(اسهمْن ) فعل ماضی دی چې آخر حرف چې (م) دی ساکن دی .

د معنی له مخې د ماضي ډولونه :

د معنی له مخې فعل ماضي په څلور ډوله دی ، ماضي مطلق ، ماضي نقلي ، ماضي بعيد او ماضي استمراري .

ماضي مطلق : ماضي مطلق يا ساده هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د کار په کولو دلالت کوي لکه : ذهب (تللی وو) .

ماضي نقلي : په هغه فعل باندې دلالت کوي چې په تيره زمانه کې تر سره شوی وي او اثر يې تر حال پورې باقي وي ، د ماضي نقلي د جوړولو لپاره (قد) د ماضي مطلق سره جمع کوو لکه : قد ذهب احمد ( احد تللی دی ) .

ماضي بعيد : هغه فعل دی چې په لرې تيره شوی زمانه باندې دلالت کوي ددې فعل جوړولو لپاره (کان) د ماضي سره جمع کوو لکه : کان احمد ذهب .

ماضي اسمتراري : هغه فعل دی چې په تيره زمانه کې د کار په استمرار او جاري والی دلالت کوي ددې فعل د جوړولو لپاره (کان) د مضارع سره جمع کوو لکه : احمد کان يذهب (احمد تللو ) .

په ماضي زمانه کې د فاعل حالتونه :

فاعل چې خپله د کار کونکي يا انجامونکی څخه عبارت دی څو حالتونه لري چې په لاندې ډول دي :

يا دا چې حاضر وي چې (مخاطب ) ور ته وايي لکه : انتَ (ته) ، انتم (تاسې) .

يا دا چې حاضر نه وي چې (غايب ) ور ته وايي لکه : هو (هغه) ، هم (هغوی) .

يا خپله فاعل يا خبرې کونکی چې (متکلم ) ور ته وايي لکه : انَا (زه )، نحن (مونږ) .

چې بيا هر يو غايب ، مخاطب او متکلم په نارينه (مذکر) او ښځينه ( مؤنث ) باندې ويشل شوی دی او بيا هر يو مذکر او مؤنث په دريو برخو لکه : مفرد (يوازې ) ، مثنی (دوه ) او جمع ( تر دوو زيات ) باندې ويشل شوی دي .

مثالونه په لاندې ډول دي :

د (فرح) ماضي کلمې ده د فاعل حالات يا صيغې په لاندې ډول دي :

تصرف فعل (فَرحَ ) فی الماضي :

أنَا (زه)          فرحتُ (خوشحاله وم)             نحن (مونږ)     فرحنا (مونږ خوشحاله وو)

أنتَ (ته)         فرحتَ (خوشحاله وې)            أنتما (تاسې دوه)         فرحتما (تاسې خوشحاله وی)

أنتِ (ته)         فرحتِ (خوشحاله وې)            أنتما (تاسې دوې)        فرحتما (تاسې خوشحاله وی)

هو(هغه)         فرحَ (خوشحاله ؤ)                 هما ( هغوی دوه)        فرحا (هغوی خوشحاله وو)

هي (هغې)      فرحتُ ( خوشحاله وه)            هما (هغوی دوې)        فرحتا (هغوی خوشحاله وې)

                    نحن (مونږ)     فرحنا (مونږ خوشحاله وو)

                    أنتم (تاسې)      فرحتم (تاسې خوشحاله وی)

                    أنتن (تاسې –ښځينه)    فرحتن ( تاسې خوشحاله وی)

                    هم (هغوی)     فرحوا (هغوی خوشحاله وو)

                    هن (هغوی -ښځې)      فرحن (هغوی خوشحاله وې )

په پورته افعالو کې ليل کيږي چې :

تاء فاعل د متکلم لپاره (تُ) او د مخاطب لپاره (تَ) او د مخاطبه لپاره (تِ) راځي .

د مثنی (دوه نارينه او ښځينه ) لپاره —– الف علاوه کيږي لکه : فرحتما – ضربتما

د جمع مذکر لپاره ———————- واو علاوه کيږي لکه : فرحوا – ضربوا

د جمع مؤنث لپاره ———————- نون علاوه کيږي لکه : فرحن – ضربن

د غالب لپاره (هو ) چې د مثنی په حالت کې الف او جمع په حالت واو زياتيږي لکه:

قال = قالا = قالوا

همدارنګه د غايبه (هې ) چې مثنی په حالت کې الف او د جمع په حالت کې نون زياتيږي لکه:

قالت = قلتا = قلن

د (قال) ماضي فعل صيعې :

مفرد

مثنی

جمع

متکلم

أنا قلتُ

نحن قلنا

نحن قلنا

مخاطب – نارينه

انتَ قلتَ

أنتما قلتما

أنتم قلتم

مخاطبه – ښځينه

أنتِ قلتِ

أنتما قلتما

أنتن قلتنَّ

غائب

هو قال

هما قالا

هم قالوا

غائبه

هی قالت

هما قلتا

هنَّ قلن

 

د (وصل) فعل صيغې د مفرد ، مثنی او جمع لپاره :

مفرد

مثنی

جمع

متکلم

أنا وصلتُ

نحن وصلنا

نحن وصلنا

مخاطب – نارينه

انتَ وصلتَ

أنتما وصلتما

أنتم وصلتم

مخاطبه – ښځينه

أنتِ وصلتِ

أنتما وصلتما

أنتن وصلتنَّ

غائب

هو وصل

هما وصلا

هم وصلوا

غائبه

هی وصلت

هما وصلتا

هنَّ وصلن

 

تمرين :

۱- د “درسَ” فعل ټولې صېغې وليکئ :

۲- لاندې افعال د فتحه ، ضمه او سکون په حالت کې په مناسبو جملو کې استعمال کړئ؟

سَبَح،غَرِق،استفهم،اجتمع.

سَبَح، غَرِق، استفهم، اجتمع.
زياد سبحَ في البحر … الأخوة سبحُوا في المسبح … سبحْنا في البحر ظهرا
غرقَ سمير في البرميل … الشباب غرقُوا في البحر … غرقْنا في شهوات الدنيا ـــ سلمنا الله ـــ
استفهمَ نادر معلمه …. الأخوة استفهمُوا أباهم … استفهمْنا عن الدرس
اجتمعَ سمير وزيادٌ … السلفيون اجتمعُوا على الكتاب والسنة … اجتمعْنا للطعام.

۳- د (کتبَ ) فعل د لاندې ضمائر لپاره وليکئ ؟

أنا       :         ……………………

أنتَ     :         ……………………

أنتم      :         ……………………

هي      :         ……………………

هم       :         ……………………

هُـنَّ     :         ……………………

نحن    :         …………………..

۲- د كتَبَ , سألَ , كانَ , رمى , علا , عدَّ , نسيَ ماضي افعال د لاندې ضماير لپاره وليکئ :
۱- ألف الاثنين :

۲- واو الجماعة :

۳- نون النسوة :

۴- التاء المتحرّكة :

۵- نا الدالة على الفاعل

حل :

۱- ألف الاثنين : كَتَبَا ،سَأَلَا، كَانَا، رَمَيَا، عَلَوَا، عَدّا، نَسِيَا

۲- واوالجماعة : كَتَبُوا، سَأَلُوا، كَانُوا، رَمَوا، عَلَوْا، عدّوا، نسُوا

۳- نون النسوة : كَتَبْنَ، سَأَلْنَ، كُنَّ، رَمَيْنَ، عَلَوْنَ، عددْنَ، نَسِيْن

۴-التاءالمتحرّكة : ( سأكتبه التاء الفاعل ) كَتَبْتُ، سَأَلْتُ، كُنْتُ، رَمَيْتُ، عَلَوْتُ، عَدَدْتُ، نَسَيْتُ .

۵- نا الدالة على الفاعل : كَتَبْنَا، سَأَلْنَا، كُنَّا، رَمَيْنَا، عَلَونَا، عَدَدْنَا، نَسيْنَا