۴- د جامد او مشتق له مخې د اسم تقسيم :

د جامد او غير جامد له مخې اسم په جامد او مشتق سره ويشل شوی دی :

اسم جامد : جامد اسم هغه اسم دی چې له بلې کلمې څخه نه وي اخيستل شوی لکه: شمس ، رجل ، بيت

اسم مشتق :مشتق هغه اسم دی چې د بلې کلمې ،فعل يا مصدر څخه اخيستل شوی وي لکه :مَطلع چې د الطلوع څخه اخيستل شوی دی ، اسم مشتق په آته قسمه دی :

اسم فاعل ، اسم مفعول ، اسم تفصيل ، صفت مشبهه ، اسم تفصيل ، اسم مبالغه اسم مکان ، اسم زمان او اسم الة .

اسم فاعل :

اسم فاعل هغه نوم دی چې د فعل او کار په انجاموونکي يا تر سره کوونکي باندې دلالت کوي لکه : کاتب (ليکونکی ) يا ضَارب (وهوونکی).

اسم مفعول :

اسم مفعول هغه مشتق نوم دی چې د چا يا څه شي کار تر سره شوی وي دلالت کوي لکه : مضروب (وهل شوی ).

د سالم اسم فاعل او اسم مفعول جوړول :

اسم فاعل په ثلاثي مجرد کې په وزن د (فَاعِل) او اسم مفعول په وزن د (مَفعُول) راځي .

هر يو لاندې شپږ صېغې لري :

اسم فاعل

مفرد مذکر = نَاصِر (کومک کوونکی)             مفرد مؤنث = نَاصِرة (کومک کوونکه)

مثنی مذکر = نَاصِران (کومک کوونکي )         مثنی مؤنث = نَاصِرتان (کومک کوونکې)

جمع مذکر = ناصِرون (کومک کوونکي )        جمع مؤنث = نَاصِرَات (کومک کوونکې)

اسم مفعول

مفرد مذکر = مَنصُور (کومک شوی)             مفرد مؤنث = مَنصُورة (کومک شوې)

مثنی مذکر = مَنصُوران (کومک شوي )         مثنی مؤنث = منصُورتان (کومک شوې)

جمع مذکر = مَنصُرون (کومک شوي )        جمع مؤنث = منصُورَات (کومک شوې)

د ثلاثي مجرد څخه پرته د اسم فاعل او مفعول جوړول :

د ثلاثې مجرد څخه پرته اسم فاعل او اسم مفعول داسې جوړوو چې د مضارع حروفو (أ،ت،ن ،ی) پر ځای پيښ لرونکی ميم راوړو .

کچېرې د ماقبل آخر ( د آخر حرف مخکې حرف ته ) زير ورکړو اسم فاعل به شي او کچېرې آخر حرف ته زَبر ورکړو اسم مفعول به شي لکه :

أحسن يا يحسن = مُحسِن

مُحسِن اسم فاعل دی چې ماقبل آخر حرف يې زير لري .

زَلزَلَ = مزَلْزَل (لړزول شوی)

مُزَلزَل اسم مفعول دی چې ماقبل آخر حرف يې زبر لري .

د اسم فاعل او مفعول ضيعې په نورو کلمو کې هم د ثلاثې مجرد په شان دي :

اسم فاعل

مفرد مذکر = مُعلِم (تعليم ورکونکی)             مفرد مؤنث = مُعلِمة (تعليم ورکونکه)

مثنی مذکر = مُعلِمان (تعليم ورکوونکي )         مثنی مؤنث = مُعلِمتان (تعليم ورکوونکې)

جمع مذکر = مُعلِمون (تعليم ورکوونکي )        جمع مؤنث = مُعلِمات (تعليم ورکوونکې)

اسم مفعول

مفرد مذکر = مُزَلزَل (لړزول شوی)             مفرد مؤنث = مُزَلزَلة (لړزول شوېه)

مثنی مذکر = مُزَلزَلان (لړزول شوي)         مثنی مؤنث = مُزَلزَلتان (لړزول شوې)

جمع مذکر = مُزَلزَلون (لړزول شوي)        جمع مؤنث = مُزَلزَلات (لړزول شوې)

د معتل اسم فاعل او اسم مفعول جوړول :

معتل هغه افغال دي چې حروف عله ولري چې د فاعل او مفعول جوړولو قواعد يې په لاندي ډول دي :

الف : هغه معتل چې ياء ساکن او مخکنی حرف يې پيښ ولري په واو بدليږي لکه :

يقن = ميقن = موقن

يسر = ميسر = موسر

ب : اجوف : د اجوف اسم فاعل او اسم مفعول په جوړولو کې لاندې قواعد په نظر کې نيول کيږي :

۱- د الف زايد وروسته د ياء او واو عله حروف په همزه بليږي لکه :

قَوَلَ =قَاوِلٌ =قَائِلٌ

۲- د اجوف واوي اسم مفعول ثلاثي مجرد کې د قول ، مَقُولُ راځي .

۳- د اجوف ياء اسم مفعول په ثلاثي مجرد کې د بيع ، مَبيع راځي .

ج – ناقص او لفيف :

۱- د ناقص اسم فاعل په ثلاثي مجرد کې د دعو کلمې ، داع راځي .

۲- د واو ناقص اسم مفعول د (دعو) کلمې اسم مفعول مَدعُو دی .

۳- د ياء ناقص اسم مفعول د (هدی) کلمې مَهدِی دی .

د اسم فاعل او مفعول اجوف د صرف مثالونه

مثال واوي (وَعَدَ)

اجوف واوي (قَوَلَ)

اجوف يابي (بَيَعَ)

اسم فاعل

اسم مفعول

اسم فاعل

اسم مفعول

اسم فاعل

اسم مفعول

وَاعِدٌ

مَوْعُودٌ

قَائِلٌ

مَقولٌ

بَائِعٌ

مَبِيعٌ

وعده ورکونکی

وعده ورکړ شوی

وينا کوونکی

ويل شوی

خرڅوونکی

پلورل شوی

وَاعِدَانِ

مَوعُودَانِ

قَائِلاَنِ

مَقُولاَنِ

بَائِعَانِ

مَبِيعَانِ

وَاعِدُونَ

مَوعُودُونَ

قَائِلُونَ

مَقُولُونَ

بَائِعُونَ

مَبِيعُونَ

وَاعِدَةٌ

مَوعُودَةٌ

قَائِلَةٌ

مَقُولَةٌ

بَائِعَةٌ

مَبِيعَةٌ

وَاعِدَتَانِ

مَوعُودَتَانِ

قَائِلَتَانِ

مَقُولَتَانِ

بَائِعَتَانِ

مَبِيعَتَانِ

وَاعِداتٌ

مَوعُودَاتٌ

قَائِلاَتٌ

مَقُولاَتٌ

بَائِعَاتٌ

مَبِيعَاتٌ

 

د اسم فاعل و مفعول ناقص او لفيف د صرف مثالونه

ناقص واوى (دَعَوَ)

ناقص يابي (هَدَيَ)

لفيف مفروق (وَقَيَ)

اسم فاعل

اسم مفعول

اسم فاعل

اسم مفعول

اسم فاعل

اسم مفعول

دَاع

مَدْعُوٌّ

هَاد

مَهْدِيٌّ

وَاق

مَوْقِيٌّ

دعوت کوونکی

دعوت شوی

هدايت کوونکی

هدایت شوی

ساتونکی

ساتل شوي

دَاعِيَانِ

مَدعُوَّانِ

هَادِيَانِ

مَهْدِيَّانِ

وَاقِيَانِ

مَوْقِيَّانِ

دَاعُونَ

مَدعُوُّونَ

هَادُونَ

مَهْدِيُّونَ

وَاقُونَ

مَوْقِيُّونَ

دَاعِيَةٌ

مَدْعُوَّةٌ

هَادِيَةٌ

مَهْدِيَّةٌ

وَاقِيَةٌ

مَوْقِيَّةٌ

دَاعِيَتانِ

مَدْعُوَّتَانِ

هَادِيَتَانِ

مَهْدِيَّتَانِ

وَاقِيَتَانِ

مَوْقِيَّتَانِ

دَاعِيَاتٌ

مَدْعُوَّاتٌ

هَادِيَاتٌ

مَهْدِيَّاتٌ

وَاقِيَاتٌ

مَوْقِيَّاتٌ

صفت مشبهه :

هغه اسم دی چې د يو چا او څه شي په ثابت صفت باندې دلالت کوي لکه :

شجاع (زړور) ، حليم (نرم خويه )

په ثلاثي مجرد کې د اسم صفت مشبهه مشهور وزنونه دا دي :

فَعَال:جَبَان                               فُعَال: شُجَاع

 فَعيل: نبيل                              فَعَل: بَطَل

 فَعِل: مَرِح                              فَعْل: شَهْم.

 فُعْل:صُلْب

د أفعل په وزن سره د أبيض ، مؤنث په وزن د فعلاء سره بيضاء راځي .

د فعلان په وزن سره د مؤنث په وزن د فَعلی راځي لکه : ظمآن = ظَمأی .

اسم مبالغه :

اسم مبالغه هغه نوم دی چې د حد څخه زيات صفت باندې دلالت کوي لکه : رَحيم (زيات مهربان ) .

چې صېغې په لاندې ډول دي :

۱- فَعَّال،لکه: رَزَّاق(زيات روزې ورونکی)

۲-فُعُّول،لکه: سُبُّوح(زيات پاک )

۳-فِعِّيل،لکه: صِدِّيق(زيات رښتيا ويونکی)

۴-مِفْعَال،لکه: مِكْثَار( ډېرې خبرې کوونکی)

۵-مِفْعِيل،لکه:مِسْكِين(ډير بې وسه )

۶-فُعَلَة،لکه: ه لُمَزَة( ډير عيب پلټونکی)

۷-فَعُول،لکه: أَكُول( پر خور ، ډير خوراک کوونکی )

۸- فَعِيل، لکه: رَحِيم ( ډير مهربان)

اسم تفصيل :

 د بيان او تفصيل نوم دی چې په يو صفت کې د دوو شريکانو بيان کوي لکه : احمد اعلم من خالد (احد د خالد څخه عالم دی ) .

د اسم تفصيل جوړول :

مذکر اسم تفصيل له ثلاثي مجرد څخه د (أفعل) په وزن او د مؤنث لپاره د (أفعلی ) په وزن راځي لکه :

كَبُرَ =أَكْبَر = كُبْرَى

عَظُمَ =أَعْظَم = عُظْمى

اسم مکان او زمان :

هغه نوم دی چې په کوم ځای او وخت کې فعل تر سره شوی وي لکه : احمد يصلی صلاة الفجر في المجسد .

(يصلی) فعل دی ، (فجر) زمان دی او (مجسد) مکان دی .

په ثلاثي مجرد د دوه وزنونو لرونکی دی لکه :

۱- مَفْعِل،لکه:جَلَسَ =مَجْلِس (د کيناستلو ځای يا وخت)

۲- مَفْعَل،لکه: ذَهَبَ =مَذْهَب(د تللو ځای يا وخت )

همدارنګه لکه : مجتمع ( د اجتماع ځای او وخت ) او مَکرم ( د اکرام او عزت ځای او وخت ) .

ظرفُ زمان و مکان :

اول – ظرفُ زمان :

ظروف زمان هغه اسم دی چې د فعل د ترسره کيدو په وخت باندې دلالت کوي چې ظرفُ زمان په دوه قسمه دي ظرفُ زمان معرب او ظروف زمان مبني

۱- ظرفُ زمان معرب : دا اسم په ظرفُ زماني سره منصوب شوی وي لکه: صُمْتُ يوماً في شعبانَ ( په شبعبان کې مې يوه ورځ روژه وم ) ، يوماً ظرف زمان دی چې منصوب دی .

مشهور ظرفُ زماني په لاندې ډول دي :

يومَ- شهرَ- سنةَ- عاماً- ساعةً- صباحاً- مساءً- ظهراً- عصراً- ثانيةً- دقيقةً- أسبوعاً- وقتَ- أبداً- حينَ- زمانَ- أمداً- نهاراً- ليلاً- ليلةَ- سحراً- غداةَ- لحظةَ- هنيهةَ- موهناً.

۲- ظرفُ زمان مبني :

مشهور ظرفُ زمان مبني دا دي : إذا- إذْ- منذُ- مذْ- أمسِ- أيّان –الآنَ- قطُّ- لمّا- لدنْ- ريثَ- ريثما- كلّما.

ظرفُ مکان :

ظروف مکان هم په دوه ډوله دي :

۱- طرفُ مکان معرب :

ظرفُ مکان معرب په ظرفُ مکان سره منصوب شوی وي چې مشهور يې عبارت دي له :

: فوقَ- تحتَ- يمينَ- يسارَ- أمامَ- خلفَ- جانبَ- بينَ- مكانَ- ناحيةَ- وسطَ- خلالَ- تجاهَ- إزاءَ- حذاءَ- قربَ- حولَ- شرقَ- غربَ- جنوبَ- شمالَ.

۲- ظرفُ مکان مبني :

چې مشهور يې دا دي : أينَ- أنى- ثَمَّ-حيثُ- هنا- هناك.

د زمان او مکان تر مينځ مشترک :

ځنې اسماء د زمان او مکان تر مينځ مشرک دي لکه :كذا- عندَ- لدى- لدنْ-ذاتَ- بينَ- قبلَ- بعدَ- أوّلَ- معَ

اسم الالة : هغه نوم دی چې د هغه په وسيله کار تر سره شوی وي لکه : انت تکب بالقلم .

دلته قلم اسم اله دی .

چې د کار د تر سره کولو په وسيله باندې دلالت کوي او اوزان يې عبارت دي له،مِفْعَل مِفْعَلَة مِفْعَال لکه :

فَتَحَ =مِفْتَح = مِفْتَحَة = مِفْتَاح(کلۍ)

نَشَرَ=مِنْشَر = مِنْشَرَة = مِنْشَار(اره )