د مسئلې يا کسرونو د تصحيح يا صحي کېدو څخه مطلب دا دی چې داسې عدد پيدا کړو چې د ټولو وارثانو پر برخو داسې تقسيم شي چې کسري عدد ونلري ځنې وخت د ځېنو وارثانو برخې کسري يا عشاري راځې چې پوره عدد نه وي دا چې ټولو ته پوره پوره برخې ورسيږي او هيڅ کسري يا عشاري عدد ونلري ددې لپاره د مسئلې د تصحيح ضرورت دی .

مثلاً که دری لوڼې وي او د هغو 8 حصه ورسيږي نو 8/3=2.66 کسري يا عشاري عدد راځي .

مثال :

6

6

تشريح

1/6

مور

1

1

عصبه

لور

5

1

د لوڼو او زوی برخه :2×2+1=5

ليدل کيږي چې په دې مسئله کې انکسار نشته اصل مسئله 6 او برخې هم 6 دي د 5 عدد پوره تقسيميږي .

زوی

2

زوی

2

مګر که چېرې اصل مسئله د برخو د مجموع سره برق ولري او پر برخو پوره نه تقسميږي تصحيح د مسئلې ته ضرور دی لکه په لاندې مثال کې :

x4

6

24

24

تشريح

1/6

مور

1

4

4

عصبه

زوی

5

20

10

د لوڼو او زوی برخه :2+1+1=4

ليدل کيږي چې په دې مسئله کې انکسار دی د 4عدد پر 5 باندې پوره نه ويشل کيږي د مسئلې د صحي کولو لپاره د عصبی شمير چې4  دی پر ټولو برخو کې ضربوو .

لور

5

لور

5

د مور برخه : 4×1=4

د عصبې برخه :4×5=20

د لور برخه :20÷4=5

د زوی برخه د لور دوه برابره :5×2=10

کچېرې تر يو زيات د جلا برخو د عصبې ګروپونه وي نو د څو ګروپونو د پاره يو مشترک عدد ټاکو چې د عصبې د هر ګروپ د مجوع پر عدد باندې د ويشلو وړ وي لکه په لاندې مثلانو کې :

د 3 او 6 مشترک عدد 6 دی x6

6

36

36

1/6

مور

1

6

6

3

1/3

مورنۍ ورور

2

12

4

مورنۍ ورور

4

مورنۍ ورور

4

6

عصبه

تره

3

18

3

تره

3

تره

3

تره

3

تره

3

تره

3

پس د مسئلې د صحت حاصل (6×6=36) شو .

د مور برخه :6×1=6

د مورني ورور برخه : 6×2=12÷3=4

3 عدد د وروڼو تعداد دی .

د تره برخه :6×3=18÷6=3

حاصل دا چې برخې مو کوچنی کړې د کسر او عشاري برخې مخه مو ونيوه .