رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ کانت له ابنتان فَأَحْسَنَ إِلَيْهِما كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنْ النَّارِ»[1]

 « څوک چې دوې لورګانې ولري او په ښه او نيکه توګه له هغوی سره سلوک وکړي ، شي به د دوی د پاره د دوزخ مانع .»

همدارنګه که څوک د خپلو خوندو ، عمه ګانو ، خاله ګانو سره ښه سلوک وکړي د دوزخ مانع ګرځي ،ځکه مسلمان چې کله دغه نيک کارونه د الله تعالی د رضا د پاره تر سره کړي د دوزخ څخه د نجات سبب ګرځي ، د دوزخ څخه د نجات او جنت ته د تګ د پاره ډیر اسباب وجود لري مسلمان بايد د جنت د تګ او دوزخ څخه د نجات د پاره ډیر اسباب برابر کړي ( علماء البلد الحرام مجموع فتاوای او مقالات متنوعة 4/375 ) .

جناب رسول کريم صلی الله عليه وسلم بل ځای داسې مبارک ارشاد فرمايي :

« من رُزق بناتٍ أو أخواتٍ فأحسن إليهِنَّ کُنَّ له ستراً من النار، و هکذا من مات له ثلاثة أفراط لم يبلغوا الحِنث کانوا له حِجَاباً من النار؛ قالوا يا رسول الله، واثنَان؟ قال:”واثنان”»[2]

« څوک چې لوڼې يا خوندې ولري او له هغوی سره نيک چلن وکړي هغوی به د دوزخ نه د نجات سبب شي ،همدارنګه که چا دری بچيان چې بلوغ ته نه وي رسيدلی له لاسه ورکړي ( وفات شي ) شی دوی ته به دغه بچيان د دوزخ د تګ مانع وګرځی .

چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! که چيرې يې دوه بچيان له لاسه ورکړي وي ؟

ويې فرمايل : که يې دوه له لاسه ورکړی هم وي همداسې دي .»

 

په صحيح حديث کې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه روايت دی چې فرمايي :

: « يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى مَا لِعَبْدِي الْمُؤْمِنِ عِنْدِي جَزَاءٌ إِذَا قَبَضْتُ صَفِيَّهُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا ثُمَّ احْتَسَبَهُ إِلَّا الْجَنَّةُ»[3]

 « الله تعالی وايي : د جنت څخه بغير بله بدله نه لري هغه بنده مې چې ګران او خوږ دوست يې په دنيا کې ورنه واخلم او هغه د ثواب او بدلې په نيت صبر وکړي .»

  پس کله چې کوم بنده خپل دوست او محبوب له لاسه ورکړي (وفات شي ) او هغه د الله تعالی د اجر او ثواب په نيت صبر وکړي د جنت څخه بغير بله بدله نه لري ، که له مونږ څخه چا يو بچی چې بلوغ ته نه وي رسيدلی له لاسه ورکړي (وفات شي ) په دغه حديث شريف کې شامليږي ( البدالحرام – مکة المکرمة  4/375 )


[1]  ابن ماجه 3670 او ابن حبان 2945 او حاکم 4/7351،178  او آلبانی په ابن ماجه کې حسن بولي 2690 ا واصل د هغه په  بخاری دی (5995،1418  ) او مسلم 2629

[2] بخاری 101،1249، 7310 او مسلم 2632،633،

[3] بخاری 6424