د اخبار جهان اسلام د راپور او د مفکرة الاسلام په حواله : د واتيکان د کليسا يو

مسئول وويل : لازمه ده ايټالويان ډير ځامن وږوي ځکه د اصلی ايتالويانو شميره اوس مخ پر کميدو ده او په مقابل کې د مسلمانانو د نوي نسل د پيدا يښ شميره مخ پر زياتيدو ده .

دا کار به ددی عامل شي چې په راتلونکو څو نسلونو کې به د مسلمانانو شميره په اکثريت بدل شي .

د ګيدو پلار وويل : بايد دغه خبردارئ جدي ونيسئ او ويې ويل : د اولاد د حمل د مخنيوي د دوا کارولو له امله هر کال د اتيالويانو د 120 تر

13 زره نفر کميږي ، په داسې حال کې چې د مسلمانانو د اولاد زږوني کچه ډيره لوړه ده او ددی ملک د مهاجرينو نمايی برخه تشکيلوي يعنی همدا اوس 200 زره نفرو ته رسيږي .

هغه د مسلمانانو د بې مثاله پرمختګ او نفوذ عامل د مسيحيانو د اعتقاداتو ضعف وبللو اوو يې ويل دغه کار ددی سبب شوی دی چې مسلمانان د دوی خلا ډکه کړي .

هغه وويل : ددی انتظار کيږي چې ډیر ژر به ارپا د مسلمانانو په قاره بدله شي ، ددی

 کار سبب به زمونږ همدا اوسنی مذهبي خلا وي ځکه چې هيڅ کله هم ارپايانو په دومره اندازه له دين څخه لری شوی نه وو .

آن لاين اسلامې لارښود