په ذکر کې تر سلو زياتې ګټې دي چې ابن القيم رحمه الله پخپل کتاب “الوابل الصيّب” کې ذکر کړی دي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱-  د رحمن خدای جل جلاله رضا او خوښي

۲-  د غم او پريشانۍ لريوالی د خوښۍ او خوشحالی راوستل .

قال تعالى:الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَبِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ} الرعد:28

۳- د زړه ، بدن او ايمان قوت ، زړه ته د الله جل جلا له  د طرف نه د علم د دروازو پرانيستل .

۴- د زرق پراخي ، پس ذکر د دروازو پرانيستونکی دی .

۵- د ژبې مشعوليدل ، د غيبت او بې ګټې خبرو نه نجات .

۶- ملائکې د ذکر کونکو د پاره مغفرت غواړي .

قال تعالى:الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ و يستغفرون للذين ءا منوا [غافر:7]  يعنې : د عرش باروونکې پريښتې او د هغه په شا او خوا کې (پرښتې ) د خپل رب ستاينه کوي او پر هغه ايمان لري او د مؤمنانو لپاره بخښنه غواړي .

۷- د زړه ژوندې کيدل او د نفاق څخه نجات .

۸- ذاکر الله جل جلا له  ته محبوب دی او دی به خلکو ته محبوب وي .

۹- د ګناهونو محو او نابودي ځکه ذکر لوی نيکه ده او نېکی بدئ له مينځه وړي .

۱۰- د الله جل جلا له  د عذاب څخه نجات لکه څنګه چې معاذ مرفوعاً روايت کوي :

{ما عمل آدميّ عملاً أنجى له من عذاب الله عز وجل من ذكر الله تعالى} [رواه الإمام أحمد، وصححه المنذري في الترغيب، وصححه الألباني في صحيح الجامع)  .

۱۱- د قيامت په ورځ د پښېمانتيا نه نجات ځکه هغه وخت او مجلس چې په دنيا بغير له ذکر تير شوی وي سړي په به هغه باندې افسوس کوي .

۱۲- ذکر نظر نورو عباداتو ته آسانه دی او فضليت يې زيات دی .

۱۳- ذکر کونکي لره نور دی په دنيا کې نور دی په قبر کې او نور دی په حشر کې او نور دی پر پل صراط باندې .

۱۴- د زړه بيداري او د ايمان زياتوالی او قوت :

قال تعالى:إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ[الأنفال:2]

يعنې : یقيناً مؤمنان هغه کسان دي چې کله الله جل جلا له  ياد کړ شي د دوی زړونه له (الله ) څخه وېرېږي او کله چې د الله جل جلا له  آيتونه پرې ولوستل شي نو د دوی ايمان لا پياوړی کوي او دوی پر خپل رب توکل کوي .

۱۵- ذکر د زړه شفا او درملنه ده او غفلت د زړه مرض دی نو خپل زړونه د الله جل جلا له  په ذکر تداوي کړئ

۱۶- ډير ذکر کول هغه که په لاره وي ، کور کې وي او سفر کې وي هغه ځايونه به د قيامت په ورځ بنده باندې شاهدان وي .

۱۷- د زړه او مخ نوراني کيدل .

د ابن قيم رحمه الله له (الوابل الصيّب ) کتاب څخه

آن لاين اسلامې لارښود