آن لاين اسلامې لارښود ته سلامونه اونیکی هیلی لوی څښتن دوکړی چی جوړاوروغ وی ورسته له سلام څخه زما  دوی پوښتنه وی

اوله پوښنه می دا وه که چیرته یو نفر ۸۵۰۰۰ -افغانی ولری او کال ورباندی تیرشی او قرض داره هم نوی څومر افغانی زکات ورباندی کیژی ؟

دوهمه پوښتنه می داسی وه که چیرته یونفر ۱۰۰۰۰۰افغانی ولری اوکال ورباندی تیرشی اوقرض داره وی خو دی دغه پیسی قرضدارانو ته ورنکړی په دغه پیسو کښی زکات شته او کنه ؟

په درنښت

سيد حبيب الرحمن سادات

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د زکات اندازه 2.5% يا څلويښتمه حصه ده

2125=85000/40

85000X0.025= 2125

نو د زکات اندازه به 2125 افغانۍ شي دا مقدار به د زکات په مستحقينو وويشي .

دوهم :

په پوروړې باندې زکات نه دی واجب مګر دا چې د پور څخه علاوه د نصاب مالک وګرځي .

زکات د پور په مالک واجب دی نه په پوروړي باندې

أن زكاة المال إنما تجب على المالك ولا تجب على غيره ، فإلزامه إياك بدفع الزكاة لا يبرئ ذمته منها ؛ لأن الزكاة واجبة على صاحب الدين ، ودفعها مطلوب منه ” انتهى . (الأسلام السوال وجواب )

آن لاين اسلامې لارښود