لومړی ټولو استادانو ته د زړه له کمی سلامونه او نیکی هیلی!

پوښتنه:د نفاس کمه موده او زیاته موده څومره ده؟ که چیری یوه ښځه له نفاس څخه په 15 ورځو کې یا په 25.20 ورځو کې پاکه شئ نو هغی سره جماع کول جایز دي او که نه؟ که چامخکې د 40 ورځو حخه جماع کړی وي شریعی حکم یی څه دی؟

محمد ولی ستانکزی

……………………………………………

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس په موده کې د (40 ) ورځو مخکې پاکيدل څه حکم لري ؟

که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ ، روژه به کوي او جماع کول جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې موده حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .

قال الترمذي رحمه الله : ” و قَدْ أَجْمَعَ أَهْلُ الْعِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ عَلَى أَنَّ النُّفَسَاءَ تَدَعُ الصَّلاةَ أَرْبَعِينَ يَوْمًا إِلا أَنْ تَرَى الطُّهْرَ قَبْلَ ذَلِكَ فَإِنَّهَا تَغْتَسِلُ وَتُصَلِّي ” انتهى .( په دې مسئله کې د ټولو اهل علم اتفاق دی هغه که صحابه دي ، تابعين او د هغه وروسته چې د نفاس موده ( کوم چې په هغه کې د لمانځه رخصت دی ) څلويښت ورځې ده ، مګر که ښځې د څلويښتو ورځو د پوره کيدو مخکې پاکي و ليده نو هغه به غسل کوي او لمونځ به ادا کوي ) .

همدارنګه درالمختار ليکي : و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (5/458) : ” إذا رأت المرأة النفساء الطهر قبل تمام الأربعين فإنها تغتسل وتصلي وتصوم ولزوجها جماعها ” انتهى .

آن لاين اسلامې لارښود