زه یوه پوښتنه لرم هغه داچی: د مولود شریف لمانځل دقرآن اوسنت په رڼاکی روښانه کړی او آیا په بدعت کی حسنه اوسیه شته اوکنه؟

مننه وروره  – حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ميلاد نبي د مجالسو مروج شکل چې د شپي قيام کوي نعتونه وايي ، او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د پيدايښ ياد کوي بدعت دی ځکه داسې مجلس جوړول او دا ډول د شپې قيام نه د صحابو په زمانه کې، نه د تابعينو او نه هم د تبع تابعينو په وخت کې ددې هيڅ وجود نه وو او نه هم په شريعت کې ددې څه ثبوت شته .( کفايت المفتي ج ۱ ص ۱۷۲ )

ان عمل المولود بدعة لم يقل و لم يفله رسول الله صلی الله عليه وسلم  و الخفاء ، و الائمه (کذا في الشرعية الالهية ص ۱۶۴ ) .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :

ميلاد نبي بدعت دی او هغه خلک چې وايي مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سيرت بيانوو آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په امت باندې صرف دغه حق دی چې په ټول کال د هغه صرف يو ورځ هغه هم نماشي ذکر يا د درواغو او رښتيا رسالو په بيانولو وشي او بس ، ای افسوس د مسلمانانو فرض خو دا دي چې ټوله ورځ يي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په ياد وي ځکه مسلمان ته خو ټوله ورځ د قرانکريم او سنتو احکام او ارشادات متوجه دي ، په عباداتو ، معاملاتو ، اخلاقو کې د هغوی صلی الله عليه وسلم ارشادات عملي کول دي ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۷۷ ) .

همدارنګه فتاوي علماء البدالحرام ليکي :

جشن ميلاد بدعت دی ځکه چې په خيرالقرون ددې هيڅ ثبوت نشته

ځنې علماء وايي دا جشن د لومړي ځل د پاره په څلورم قرن کې د اهل تشيع فاطمي ډلې لخوا مينځ ته راغی چې ځنو د دين څخه نا خبرو اهل سنت د هغوی تقليد وکړ او وروسته دغه بدعت په خلکو کې خپور شو .

په اسلامې مسئولينو دا واجب ده چې ددې ډول بدعاتو مخه ونيسي او پرېنږدي څوک ددې ډول مجالسو او جشنونو د پاره دعوت کړي او دا د ټولو مسلمانانو وظيفه ده تر څو د بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي او هغه څه چې د اسلامې شريعت خلاف دي له مينځه يوسي (فتاوي علماء البدالحرام – مجموع فتاوا و مقالات متنوعة (4/81) .

آيا بدعت حسنه او سيئه لري او که نه ؟

بدعت ښه او بد نه لري بلکي هغه شي چې په ديني امور کې نوی پيدا شي د دين امور وګڼل شي مګر د هغه په اړه په اسلامې شريعت کې هيڅ ثبوت نه وي بدعت ګڼل کيږي هغه که ښه وي (حسنه ) او که بد وي (سيئه ) بدعت دی ( د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَة : (از امور نوپيدا در دين بپرهيزيد كه هر نوپيدايي بدعت است و هر بدعتي گمراهي است).[1]

مګر ځنې علماء بيا جايز بولي :

د هغوی دلايل په لاندې ډول دي :

اول : مولود لمانځل په دې شرط جايز دي چې منکرات او بدعات په کې نه وي ځکه د مولود لمانځو په اړه شرعي ممانعت نشته .

دوهم : هغه امور چې په دور نبوت کې نه وي وروسته پيدا شي خو د اسلام سره په تضاد کې نه وي بدعت نه ګڼل کيږي لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په دور کې جهاد په توره او آس در سره کيدو او اوس په توپ او ټانګ تر سره کيږي ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په زمانه کې د احاديث تصنيفات نه وو ، مدسه ، دارالعلوم نه وو او اوس شته ، په جومات کې د قالينو فرش کول نه وو او اوس شته نو دا امور د اسلام سره په تضاد کې نه دي ځکه بدعت نه ګڼل کيږي .

مولود شريف لمانځل هم د اسلام سره په تضاد کې نه دی نو ځکه بدعت نه ګڼل کيږي .

او بل دا چې د مولود لمانځل ځنو پخوانيو علماء منلی دی چې په السرة الحلية او فتاوی الکبری کې ذکر شوی دي .

……………………………………………….

خبردارئ : مګر په دې مسئله کې يو باريکې شته هغه دا چې يو عبادت دی او بل د عبادت وسائل دي د عبادت په وسايلو کې پشرفت خو د امت په اتفاق بدعت نه بلکي په ځنو امور کې د هغه زده کړه او ور ته لاس رسی فرض دی لکه : اوسني جنګي وسائل ، د امت د ضرورت تنالوژې وغيره .

يا لکه د تسبيحات او ذکر د شميرلو د پاره د تسبيح کارول چې خپله تسبيح کارول عبادت نه دی بلکي د عبادت د ادا کولو وسيله ده نو ځکه تسبيح کارول بدعت نه ګڼل کيږي .

مګر هغه امور چې د ثواب په نيت تر سره کيږي عبادت دی او د عبادت  ثبوت  د الله جل جلا له  او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په امر پورې اړه لري .

نو د مولود لمانځنې د جواز دلائل بالکل ضعيف دي او ددې کار څخه ځان ساتل او پرهيز غوره دی ( اسلامې لارښود ) .

آن لاين اسلامې لارښود

و الله اعلم

و بالله التوفيق. و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه وسلم.

آن لاين اسلامې لارښود