يو ډاکتر او 8 چينايي انجنيران مسلمان شول

له سعودي عربستان څخه د سنی نيوز خبرنګار په حواله يو ډاکتر او 8 انجنيران چې د يو چينايې شرکت کارکونکی وو کوم چې په حرمينو کې د مشاعر مقدس قطار جوړونې پروژې کار پر غاړه لري مسلمان شول کوم محفل چې د فودوس جومات د اوسيدونکو او دعوت او ارشاد لخوا په همدې مناسبت جوړشوی ؤ دغه کسانو خپل اسلام اعلان کړ. یک پزشک و  8 مهندس چینی مسلمان شدند

په دغه محفل کې شیخ “سامی محیمید” خبرې وکړې او د دغو مسلمانانو وروڼو د اسلام راوړلو استقبال يې وکړ وروسته شیخ “زید آل عبدالله” د دعوت او ارشاد د دفتر له مسؤلینو او “حجب عصیمی” د دعوت او ارشاد په نمایندگۍ خبرې وکړې په آخر کې په میلمنو باندې کيمتي تحفي وويشل شوې .

ويل کيږي چې د نوموړی شرکت له کارکونکو څخه کوم چې د حرمينو د قطار جوړونې پروژې مسئوليت پر غاړه لري تر اوسه پورې 1500 کسان مسلمانان شوی دي .

او ددی انتظار کيږي چې د دغه چنايي شرکت له 5000 زيات کارکونکي اسلام ته دعوت شي .

مګر دعوتګر چې د کوم مشکل سره مخ دي هغه په چنايې ژبه د کتابونو او لارښوونو کمبود دی .

خو په دې اړه کوښښ روان دی تر څو داسې اسلامې پوهان استخدام شي چې په چينايي ژبه مسلط وي .

ويل کيږي د دغو کسانو د هدايت سبب د الله تعالی په فضل په حرمينو کې د مسلمانانو اخلاق شول .

آن لاين اسلامې لارښود