د توبې او استغفار اهميت او يوه لنډه عبرتناکه قصه
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی زما امت ته دوه امانه اعطا کړي دي يو داچې تر څو زه په امت کې يم نو په امت به غذاب نه راځي زما د وفات نه پس استغفار دی چې کله مې په امت کې استغفار او توبه وي په دوی به غداب نه راځي دغه مطلب په قرآنکريم کې په سوره انفال کې داسې بيان شوی دی :
وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ( انفال ۳۳ ) .
ژباړه : او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي (حال داچې ) ته د دوی په منځ کې اوسئ ،او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي حال داچې دوی بخښنه غواړي .
 
شيخ ابن قيم (رح) د استغفار د بيان وروسته ديوه عارف قصه بيانوي چې د شيطان يا نفس اماره په لمسون په غلطه لار روان ؤ هغه ليکي چه :
هغه عارف له يوې کوچې تيردلو ګوري چې له يوی دروازې څخه يو ماشوم په ژړا او جغو را ووتلو او موریې ورپسې ده او هغه يې له کور ويستلو او دروازه يې ورپسې ټينګه کړه .
ماشوم په ژړا او جغو تر يوځای پورې لاړ او هلته ودريدلو او په سوچ او فکر کې شو چې ما به بغير له خپل مور او پلار بل څوک له ځانه سره وساتي ، ماشوم په مات زړه د خپل کور په لورې بيرته را روان شو او د خپل کور دروازی ته راغی کوري چې دروازه ټينګه ده نو د دوازي په چوکات يې خپل سر ولګولو او چملاستو په دې حالت کې خوب ورباندې راغی کله چې مور راغله هغې دروازه بيرته کړه او خپل بچۍ يې په دوازه باندې سر لګولی پروت وليد نو د مور زړه راډګ شو او مينې ولولې يې په جوش راغلی او له سترګو يې اوښکې رواني شوی او خپل بچۍ يې په سينه پورې ټينګ کړ مينه يې ورسره وکړه او ورته يې وويل :
بچيه ! تا وليدل چې دې ما نه بغير ستا د پالنې بل څوک نشته .
ستا د نادانۍ او نافرماني لاره اختيار کړه زما زړه دې ناراضه کړ اوغصه دې راوستله چې هغه ستا د پاره زما په فطرت کې نشته .
زما د فطرت د مورنۍ مينې تقاضا خو داده چه زه ستا سره مينه وکړم او تاته آرام او راحت ورسوم ستا د پاره هر ډول خير او نيکي غواړم .
هغې عارف دا ټوله ماجرا وليده او له هغه يې عبرت واخيست .
په دې قصه باندې د غور کولو په وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک په ذهن کې وساتئ :
الله ارحم لعباده من هذاه بولدها قسم په الله تعالی د الله د خپلو بندګانو د پاره ددې نه زياته مينه او رحم څومره چې ددی بچي سره د خپلې مور ؤ .
څومره بدبخت او محروم دی هغه بنده چا چې د نافرمانۍ لاره غوره کړه او د داسې رحيم او کريم پروردګار له رحم نه يې ځان محروم کړ او د هغې قهر او غضب يې را وپارولو حال داچې د توبې دروازه دده د پاره خلاصه ده .
او د هغې طرف ته د قدم اخيستونکی د الله تعالی هغه مينه حاصلولی شي چه هغه په مقابل د مور د مينې کې هيڅ شی هم نه ده .
الله تعالی دې مونږ ته ددی حقايقو فهم او يقين په نصيب کړي .
 
 

  

 

 

&
nbsp;