د قریشو سرداران ابوطالب ته ورغلل او ورته ویې ویل چې ته زمونږ ټولو سپین ږیري ، شریف او د مقام خاوند یې مونږ له تا غوښتنه وکړه چې د وراره لاس دې ونیسه خو تا هیڅ ونه کړل سوګند په الله چې مونږ نور لاس تر زنې نه شو کیناستلي چې زمونږ پلاران بد یاد شي په عقل او پوهې مو خندا وشي او خدایان مو بد یاد شي یا دې د وراره مخه ونیسه یا به زمونږ او تاسې تر منځ داسې مقابله وشي چې یوه خوا پکې له مینځه ولاړه شي ، دې سختو او ډاروونکو خبرو ابوطالب یوه اندازه وډاراوه او نبي صلي الله علیه وسلم یې را وغوښت او ورته یې وویل :

ګرانه وراره! ستا قوم ما ته راغلي وو ماته یې سختې خبرې وکړې لږ په ما او ځان رحم وکړه داسې بار را باندې مه ږده چې د اوچتولو توان یې نه لرم ، نبي صلي الله علیه وسلم فکر وکړ چې کاکا یې نوره ملګرتیا پریښوده او د ده ملاتړ یې نور په توان نه دي پوره نو ویې فرمایل:

ګرانه کاکا! سوګند په الله که لمر په ښي او سپوږمۍ په کیڼ لاس کې را ته کیږدې چې دا کار (توحید ته دعوت) پریږده پخوا له دې به له دې کار لاس وانه خلم چې یا بریمن یا په دې لاره کې شهید شم بیا یې سترګې نمجنې او

له ژړا وروسته پورته او ولاړ ابوطالب پرې غږ وکړ او له را ستنیدو وروسته یې ورته وویل: وراره جانه په مخ درومه او هرڅه دې چې خوښه وي وایه یې سوګند په الله چې هیڅکله به دې هیچا ته ونه سپارم.

قریش یو ځل بیا د ابوطالب په وړاندې:

کله چې  قریش پوه شول چې نبي صلي الله علیه وسلم خپل کار پر مخ بیایې او ابوطالب هم د ده مخه ونه نیوله او ملاتړ یې کوي او هوډ یې کړي چې د هغې لپاره له مونږ نه جلا او زمونږ سره دښمني وکړي نو عمارة بن الولید بن المغیرة نومي هلک یې له ځان سره واخیست او ابوطالب ته ورغلل ورته یې وویل:

ابوطالبه ! دا  هلک دقریشو دنګ لوړ او ښایسه ځوان دي د ده دیت او ملاتړ به له تاسره وي په ځوي ولي یې ونیسه  او ستا هغه وراره چې ستا اوستا قوم یې سره جلا او زمونږ په عقلونو پورې خاندي مونږ ته وسپاره چې مړ یې کړو د مړي په بدل کې سړي درواخله.

ابوطالب وویل :دا ډیره بده معامله ده تاسې خپل زوي را کوي چې درته لوي یې کړم او خپل زوي تاسې ته درکړم چې تاسې یې ووژنئ.

مطعم بن عدي وویل : ابوطالبه ستا قوم تاته د انصاف خبره کوي او تا له هغه شر نه خلاصوي چې ته یې هم نه منې ابوطالب وویل : چې نه دا د انصاف خبره نه ده او اې د کاکا زویه تا هم د دې قوم سره لاس یو کړي څه چې مو په وس پوره وي دریغ یې نه کړئ.

آن لاين اسلامې لارښود