عبورکردن ازجلو نمازگذار درمسجدجائزاست یاخیر؟ زیرابعضی هابعدازسلام گشتاندن ازجلونمازگذاران دیگرعبورمیکنندوحتی باشانه های نمازگذارن پاهای شان تماس میکند .
درنمازجمعه درهنگام قرائت خطبه توسط خطیب بعضی هانمازسنت چهار رکعتراادامیکنندچه حکم دارددرستاست؟
ادای نمازدرخانه یادفترویامسافرت درصورت ضرورت قبل ازادای جماعت بطورانفرادی آیادرست است؟
 

 بشير احمد – كابل

هغه عذرونه چې سړی کولای شي د جماعت لمونځ ترک کړي

۱- چې کله سخت باران وريږي چټرۍ او نورڅه هم نه وي ددی ويره وي چې که جومات ته لاړ شم جامې به مې ټولې لمدې شي .
۲- کوم ځای چه سخته يخني وي دا حکم د هغه ځايونو دی چيرې چي زياتې واورې اوريږي او تګ راتګ سخت وي
۳- دلمانځه په وخت کې سخته سيلۍ راشي .
۴- په سفر روانيدل وي د سورلۍ د تلو ويره وي .
۵- د دوښمن ويره وي د ځان ،مال اوکور.
۶- معذور وي که په آسانۍ سره جومات تلی شي نو جومات ته تلل پکار دي .
۷- دتشواوډکومتيازو سخت نيولی وي او دج
ماعت وخت وي .
۸- ډوډی پوره تياره وي وږی وي دا خيال يې وي که لمونځ ته لاړ شم فکربه مې په ډوډی کې شي .
۹- مريضی : چې جومات ته نشي تلای يا يې په تګ سره د مرض د سختيدو ويره وي .
 
د جُمعې د خطبې ويلو په وخت کې لمونځ کول روا دي ؟
د جمعی خطبې ته عوږ نيول او چپ والی واجب دی ، د خطبی په منځ کې لمونځ کول ،تلاوت کول ،تسبيح ويل ، سلام او دسلام ځواب ورکول ټول نا جائز دي .
کل ما حرم فی الصواة حرم فيها ای فی الخطبة خلاصة وغيرها فيحرم اکل وشرب وکلام ولو تسبحاً او رد سلام او امراً باالمعروف بل يجب عليه يستمع او يسکت (درالمختار) .
(فتاوي دارالعلوم ديوبند ،کفايت المفتي او تنوير الأبصار ) .
 
د خلکو په اږو تيريدل ګناه ده .
په حديث شريف کې راغلی دی چې : مَنْ تَخَطَّی رِقاَبَ النَّاسِ يَوْمَ الجُمُعةِ اِتَّخَذَ جَسْراً اِلی جَهَنَّم (ترمذي او ابن ماجه ) .
يعنی څوک چې دجمعی په ورځ د خلکو په اږو تيريږي د ځان لپاره د جهنم پول جوړوي .
 
د لمونځ ګزار له مخې تيريدل څه حکم لري ؟
د لمونځ کونکی له مخې تيريدل ګناه ده که په جومات کې وي او که بل ځای په حديث شريف کې یې په اړه داسې وعيد ذکر شوی دی :
 عن أَبِي جُهَيْمٍ رض قَالَ: قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم : «لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَاذَا عَلَيْهِ، لَكَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ». قَالَ الراوي: لا أَدْرِي أَقَالَ: أَرْبَعِينَ يَوْمًا أَوْ شَهْرًا أَوْ سَنَةً. (بخاري: 510)
ترجمه: ابوجهيم رض روايت کوي چه رسول اكرم ص وفرمايل: څوک چې د لمونځ کونکی له مخې تيريږی ، که پوهيدلای چې دا کار څومره ګناه لري ،تر څلويښتو کلونو به يې توقف کولو مګر د لمونځ کونکی له مخې به نه تيريدلو ، راوي وايي : په ياد مې نه ده چې رسول الله ص وفرمايل چې : څلويښت ورځې ،که مياشتې او که کال .
که د لمونځ کونکی مخې ته کوم شی موجود نه وي بايد د سُتری مخې ته لمونځ وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .
يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .
ستره هغه شی ته وايي چه لمونځ کونکی هغه خپلې مخې ته ږدي که هغه لرګی وي که بل شی تر څو د لمونځ کونکی له مخې تيريدونکی لمونځ اخلال نه کړي .
 
د ستره احکام :
۱- د ستره لوړوالی يو ګز يا تر هغه زيات وي .
۲- که امام خپلې مخې ته ستره ودروي نو مقتديانو ته ضرور نه ده .
۳- مستحب ده چې لمونځ کونکی ستره لږ څه ښی يا چپ طرف ته ودروي او مخامخ نه وي .
۴- که لوی جومات يا آزاده فضا وي د لمونځ کونکی د پښو نه تر سجدې ځای پورې تيريدل جواز نه لري (شيخ شفيق الرحمن ندوي )، فتاوي المحودي ليکي د سجدې له ځای نه تقريباً يو متر مخکی مسافې نه تير نه شي او دا قول د مرتاشى، صاحب بدائع، فخر الاسلام، صاحب نهايه، فتح، عنايه، او صاحب رد المحتار ترجيح ورکړي . (رد المحتار: 2/398)
 
۵- که کوچنی جومات يا کور وي د لمونځ کونکی له پښو نه د قبلې تر ديوال تيريدل جواز نه لري .
۶- لمونځ بايد بې له ستره داسې ځای ونه شي چې هلته د خلکو تګ راتګ وي .
۷- که د لمونځ کونکی له مخې نه څوک تيريږی بايد د تسبيح په اشاره يا د قرائت د صوت د لوړوالی په واسطه یې منع کړي ، خو دا جايزه نه ده چې په لاس يا خبره یې منع کړي .