پوښتنه: سکته په تجوید کی څه ته وایی، څو قسمونه لری، څرنګه یی موږ په قرآنکریم کښی هغه پیږنو او د نه کولو په صورت کی یی کوم لحن را منځ ته کیږی؟
پوښتنه: وقفه په تجوید کی څه ته وایی، د سکتی او وقفی تر منځ فرق څه دی او د وقفی د نه کولو په صورت کی کوم لحن را منځ ته کیږی او کوم وخت که یی په قرآنکریم کی علامی نه وی ورکړی موږ څه پوهیږو چی دلته وقفه او یا هم سکته کیږی او د وقفی او سکتی د کولو د پاره ضرورت څه شی دی؟
 
زبيح الله پوپل – کندهار
 ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
سکته :
سکته په لغت کې چوپتيا يا لږ دريدلو يا د وقف او وصل ترمنځ حالت ته سکته وايي .
د تجويد په اصطلاح کې د صوت قطع کول يا لږ دريدل بدون د نفس له تازه کولو څخه .
يعنی د وقف په حالت صوت او نفس دواړه قطع کيږي او نوی ساه اخيستل کيږي خو د سکته په حالت کې آواز بنديږي ولی نوی ساه به نه اخلي . سکته په قرانکريم د (س) په تورې ښودل شوی وي .
په قرآنکريم په څلورو ځايونو کې د سکته اجرا واجبي ده .
۱- د سوره (کهف) اول آيت
۲- سوره (يس ) آيه 52
3- سوره قيامه ) آیه 27
4- سوره (مطففين ) آيه 14 کې
سکته ځنی په دوه ډولو ويشی ۱- معنوي ۲- لفظي معنوی سکته په ذکرشو چلورو ځایونکی ده او لفظي سکته د حفص (رح ) په نزد په هيڅ ځای کې نشته نو همدا يو ډول سکته شوه
وقفه :
وقف په لغت کې دريدلو ته وايي د تجويد په اصطلاح کې د صوت او نفس دواړو قطع کولو ته وقف وايي .
د وقف او سکتې تر منځ دا فرق دی چې په وقف کې آواز او ساه دواړه بنديږي نویې ساه اخيستل کيږي خو په سکته کې آواز بنديږي مګر ساه جايري ساتل کيږي .
که وقف ونشي په معنی کې تغير را منځه کيږي مثلاً :أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 5 إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ
په هُمُ الْمُفْلِحُونَ چې آيت پای ته رسيږي وقف کيږي ځکه چې خبره پوره شوه د مسلمانان د احوال ذکر همدلته پای ته ورسيد وروسته إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا کې د کفارو احوال ذکر کيږي که وقف ونشي نو هم المفلحون له ان الذين کفرو سره پيوسته شي چې په پيوست ويلو سره په معنی کې تغير راځي .
په هم المفلحون څکه وقف وشو چې آيت په آيت باندې چې د پاسه (لا) يعنې وقف ممنوع نه وي ليکل شوی هلته وقف کول سنت دي .ْ
همدارنګه که وصل  ونشي هم په معنی کې تغير رامنځ ته کيږي د وصل او وقف ګټه داده چې د قرآنکريم په معنی تغير نه رامنځته کيږي .
په قرآنکري
م کې د وصل او وقف علامې شته دا دهغه چا لپاره علماء کرامو وضع کړي دی چې د قرآنکريم په معنی نه پوهيږي مثلاً
ج ـ د جايز وقف نښه ده دلته وقف کول غوره  دي مثلاً وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ ج وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلاَّ عَلَى الْخَاشِعِينَ
وينو چې د والصلاة کې د (ج) تورې ليکل شوی دی د جايز وقف نښه ده .
چيری چې وقف نه وي هلته د وقف کول ګناه ده که هلته اضطراري وقف وشي يعنی د ضرورت له مخې ساه بنده شي ،ټوخي او پرنجۍ وغيره نو وقف اضطراري جايز دی مګر بيرته ه له ماقبل کلمې څخه پيوس ويل واجب دي .
لحن جلي او خفي د د تورو يا حروفو په غلطی پورې اړه لري مګر وقف او وصل په کليماتو او متن پورې اړه لري چې په نه مراعاتولو سره په کلمې يا متن په معنی کې تغير را منځته کيږي .

و باالله توفيق