زماسوال دهغه تصویرپه باب دی چه هغه دیوداسی شهیدوی چه دالله په لارکی یی ڈیری قربانی ورکڑی وی نوددی دپاره چه دخلگودی اوددقربانی هیری نشی اودده دشمنانوته داخیی چه دده انتقام زموژهیرندی اودخلگوپه زڑوکی ددی تصویر په وجه دجهادمینه پیداشی نوداجوڑول اوپردیوال ٹکوهل جایزدی کہ نہ زہ ستاسی جواب تہ انتظاریم

رفيع الله فرياد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د انسان ، حيوان او کوم بل ژوندې شي تصوير جوړول او اخيستل هغه که د مجسمې په ډول وي او يا که د قاعذ يا بل شي پر مخ د رسم يا کومې بلې وسيله په ډول وي حرام دی ، هغه که د يادګار ، عبرت او يا درناوی د پاره وي حرام دی ځکه د تصور په باره کې په صحيح احاديثو کې سخت وعيدونه ذکر شوي دي . پوره تفصيل دلته وګورئ .

دا ځکه چې تصوير او مجسمه د بت پرستۍ له اختراعاتو څخه دي . په پخوانيو امتونو کې همدا کړني رواج وي چې د خپل مشر يا مشهور کس مجسمه يا تصوير به يې جوړولو او هغه به يې د يادګار او درناوي د پاره ساتلو او بلاخره په راتلونکو نسلونو کې د هغه بت پرستي او عبادت شروع شول .

مګر هغه تصويرونه چې د ضرورت د پاره وي مباح دي لکه تذکره ، پاسپورت وغيره .

اللجنة الدائمة په دې اړه ليکي ليکي :

الأصل في تصوير كلّ ما فيه روح ، من الإنسان وسائر الحيوانات ، أنه حرام ، سواء كانت الصور مُجَسّمة أم مَرْسُوماً على ورقة أو قماش أو جدران ونحوها ، أم كانت صوراً شَمْسِية (ملتقطة بالكاميرا) ، لما ثبت في الأحاديث الصحيحة من النهي عن ذلك ، وتوعد فاعله بالعذاب الأليم ، ولأنها عهد جنسها ، أنه ذريعة إلى الشرك بالله بالمُثُول أمامها ، والخضوع لها ، والتقرب إليها وإعظامها إعظاما لا يليق إلا بالله تعالى ، ولما فيه من مضاهاة خلق الله ، ولما في بعضها من الفتن ، كَصُوَرِ المُمَثِّلات والنِّساء العاريات ، ومن يُسَمَّين ملكات جمال .

ومن الأحاديث التي وردت في تحريمها وذلك أنها من الكبائر …  حديث ابن عباس رضي الله عنهما قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ( من صَوَّر صورة في الدنيا كُلِّف أن يَنْفُخ فيها الرُّوح يوم القيامة وليس بنافخ ) رواه البخاري ومسلم ، وحديثه أيضا عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال : ( كل مُصَوِّر في النار ، يُجْعَل له بكل صورة صَوَّرها نفساً فَتُعَذِّبه في جهنم ) قال ابن عباس : ” فإن كنت لا بد فاعلا فاصنع الشَّجر وما لا نفس له ” رواه البخاري ومسلم ، فدلت عموم الأحاديث على تحريم تصوير كل ما فيه روح مطلقا ..

فتاوى اللجنة الدائمة 1/456-457

په دې مسئله کې د څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی

آن لاين اسلامې لارښود