بسم الله الرحمن الرحيم
 
دجنازی احکام
 
دالله ج کوم بنده چه ددې  دنيا نه رخصت واخلې او دمرګ په لار باندې دآخرت د کور طرف
 
ته ځی نو اسلامی شريعت دده په عزت او درناوی سره د رخصت کولو يوه  خاص طريقه
 
مقرره کړی ده چه په نهايې عزت او اکرام سره به د مسلمانانو د ډلې له خوا بدرګه کيږی .
 
هغه په ښه شان سره پاکوي (غسل به ورکوي ) په پاک سپين رخت کې به يې تاووي
 
بيا د مسلمانانو ديوټولی لخوا به په ګډه دعا ورته کيږي (دجنازی لمونځ ) بيا هغه په پوره عزت سره خاورو ته سپاری .
 
مسلمانانو لپاره دا دفخر ځای دی چه مړی د اسلامی شريعت مطابق خاورو ته وسپارل
 
شي ځکه چه دا مړی به له ورایه د محمدرسول الله ص امتی ښکاری  .
 
ځنکندن :
 
هرکله چه دمرګ علامې ښکاره شي ،نودهغه سره کناستل اودقرآن لوستل پکار دي که
 
سورة يس تلاوت شي ښه   به وي رسول الله ص فرمائی : تاسی خپلو مړکيدو واله ته
 
يآسين وائی  (احمد،ابؤداود ابن ماجه ).
 
همدارنګه دځنکدن پر وخت كې مړکيدونکی ته د کلمه لااله الا الله تلقين کوئ . (مسلم )
 
چه هغه يې واروی اوخپله يې هم ووايي او خاتمه په خير شي ،که خپله کلمه وايې نو
 
بيا به ناست کسان د کلمې تلقين نه ورکوی چه زړه يې ورڅخه تورنه شي دغه آخر وخت
 
کې انکار ونه کړی ځکه چه دا سخت وخت وي .
 
دغه وخت کې ناستو کسانو لره پکار ده چه مړ کيدونکې ته د خير دوعا وی وکړی رسول
 
الله ص  فرمايي : دغه وخت چه څوک دُعا کوي نو دهغه په دُعا فريښتی آمين وايي .
 
هرکله چه د مړ کيدونکې ساه ووځی دهغه اندامړنه به سم کړي سترګې به يې بندی
 
کړي ،زنه به يې وروتړي تر څو خوله يې خلاصه پاتې نشي د پښو غټی ګوتې به یې سره
 
بندي او پښی به يې سيده کړي .
 
ناپاک سړي او حيض او نفاس واله ښځه به مړي ته نيږدي نه ورځې .
 
 
غسل :
دغسل ورکولو حق لومړی دهغه کس دي چه مړي وصيت ورته کړی وي بيا د پلارګنې
 
څپلوان او بيا مړي ته نږيدې خپلوان ،سړي به سړيو ته غسل ورکوي او ښځې به ښځی
 
ته غسل ورکوي يودبل مخالف جنس ته غسل ورکول حرام دي ،ښځه او ميړه يوبل ته
 
غسل ورکولای شي اوهمدارنګه مور خپل ماشوم اولاد ته چه تر اوه کلنې کم وي غسل
 
ورکولاي شي ځکه چه هغوی دعورت په پټولو ندي مکلف شوي .
 
دغسل ورکولوطريقه :
 
لومړي به مړی په يوه تخته څملوي اوجامې به ترينه وباسی لنګ به ور ووهی بيا به
 
استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاوکړي اوبيا دلنګ  نه لاس د ننه کړي د غټواو
 
وړو متيازو ځايونه به وونځی دمړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .
 
که بريتونه ،نوکان او دتخرګ ويښتان يې لوی وي هغه به لری کړی خودشرمګاه په
 
ويښتان به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .
 
بيا به اودس ورکړي په اوداسه کې په خوله اوپوزه کې اوبه نه اچول کيږي پريوه ټوټه به دغوږونو اوپوزی سوري اوغاښونه  پاک کړي ورسته به دغوږونو،پزی اوخوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه شي .
که دکوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا دناپاکی  په حالت کې وفات شوی  يا ښځه دحيض اونفاس په حالت کې وفاته شوی  ده نو دهغه په خوله اوپوزه کې لږلږ اوبه رسول پکار دي.
داودس نه پس يې سر اوږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوي په ښی طرف يې دری ځله له سرنه تر پښو اوبه واچوي او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول .
ورسته مړي په قراره د ځان طرف ته راپورته کړي اوپه کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې يې څه پاتی وي هغه ورڅخه ووځی ورسته به هغه پريمنځی دوهم ځل غسل ته ضرورت نشته .
اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړی بل لنګ به ور واچوی له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړي بدن به يې وچ کړی کفن به ورواچوي .
دمړي څخه د زوراتوايستل پکاردي ځکه چه هغه خرابيږي که دطلا يا بل شی قيمتې غاښونه وي که يې ايستل اسانه وي او په ژوند ميت په عادی شکل ايسل نوښه اوکه ايستل يې سخت وي يا د مړی چهري ته نقصان رسوي نو بيا به يې پريږدي .