پوښتنه د صوفيه ځنې معظم علماء دا حديث د خپلو تعليماتو يو جز ګنې چې (( مراقبة ساعة خير من عبادة سبعين سنة ) يعنې  يوه ګړۍ مراقبه د اويا کلونو له عبادت کولو څخه غوره دی ، ما ته دا حديث ضعيف ښکاري او ما دا حديث د احاديثو په کتابونو پيدا نه کړای شو ، نو ستاسې رأيه څه ده ايا دا حديث صحيح دی ؟ و جزاکم الله خيراً .

ځواب : موقع السوال جواب

ژباړه : موقع افغانية اسلامية آن لاين اسلامې لارښود  

الحمد لله

اول دا چې : دا حديث دروغ دی او دا په درواغو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته منسوب شوی دی او چا چې دا روايت نقل دی هغه دروغجن او وضاعين دي ، او دا حديث په لاندې ډول دی : حديث أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( فِكْرَةُ سَاعَةٍ خَيْرٌ مِنْ عِبَادَةِ سِتِّينَ سَنَةً )

د اسنادو سلسله يې عبارت ده له : رواه أبو الشيخ الأصبهاني في ” العظمة ” (1/299) قال : حدثنا عبد الله بن محمد بن زكريا ، حدثنا عثمان بن عبد الله القرشي ، حدثنا إسحاق بن نجيح الملطي ، حدثنا عطاء الخراساني ، عن أبي هريرة به

په دې اړه ابن الجوزي رحمه الله وايي :

دا حديث صحيح نه دی او په اسنادو کې يې دوه دروجن دي لکه اسحاق بن نجيح او عثمان بن عبدالله او کوم چې اسحاق بن نجيح دی هغه مشهور دروجن دی .

” هذا حديث لا يصح ، وفي الإسناد كذّابان ، فما أفلت وضعُه مِن أحدهما : إسحاق بن نجيح ،

قال أحمد : هو أكذب الناس ، وقال يحيى : هو معروف بالكذب ووضع الحديث ، وقال الفلاس : كان يضع الحديث على رسول الله صلى الله عليه وسلم صراحا ، والثاني : عثمان ، قال ابن حبان : يضع الحديث على الثقات ” انتهى من ” الموضوعات ” (3/144)

شيخ ملا علي قاري افغاني رحمه الله په اړه وايي : دا حديث نه دی :

” ليس بحديث ” انتهى من ” المصنوع ” (ص/82)

او شيخ الألباني رحمه الله په اړه وايي :

دا حديث موضوع يعنې له ځانه جوړ شوی ” السلسلة الضعيفة ” (رقم/173)

نو ددې حديث او خبر نسبت کول رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته جايز نه دي .

دوهم دا چې : د الله جل جلا له  په مخلوق او قدرتونو کې فکر کول په قرآنکريم کې بيان شوي دي او دا د عاقلانو عادت ښودل شوی دی : ( الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ) آل عمران/191.

ژباړه : او (عاقلان ) هغه خلک دي چې يادوي الله جل جلا له  په ولاړه او ناستې او اړخونو او دوی فکر کوي په پيدايښت د آسمانانو او ځمکو کې ( له ځانه سره وايي ) ای زمونږ ربه ! تا دا مخلوقات عبث نه دي پيدا کړي ؟ پاکې ده تا لره نو وساته مونږ له عذابه د اور نه .

والله أعلم.

آن لاين اسلامې لارښود – دفاع عن السنة څانګه