دقریشو دظلم او تیري سره د مقابلې حکیمانه لار دا وه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم مسلمانان د قولي او عملي اسلام له ښکاره کولو څخه منع کړي او په پټه توګه له دوي سره یو ځاي شي ، ځکه د ښکاره یو ځاي کیدو په صورت کې ښکاره وه چې قریش به یې مخه نیسي او په دې ډول به د دوي  د روزنې او دکتاب او حکمت د ښوونې مدرسه بنده شي او یو له بل سره به لاس او ګریوان شي لکه چې د بعثت په څلورم کال همدا ډول پیښه هغه وخت را مینځ ته شوه چې صحابه وو د مکې په کنډو کې له را ټولیدو وروسته په پټه لمونځ کاوه د قریشو ځینو کافرانو ولیدل کنځل سوک او څپیړه یې سره یو بل ووهل وینې تویې شوې.

او څرګنده وه چې که دا ډول لاس او ګریوان کیدل زیات او پر له پسې شوي واي نو نتیجه به یې د مسلمانانو ورکوالي او بالاخره تس نس کیدل وو، نو د حکمت غوښتنه همدا وه چې هرڅه باید پټ وي.

عامو مسلمانانو به خپل اسلام ، عبادت د اسلام په لور بلنه او یو له بل سره ناسته پټ په پټه کول ، خو نبي صلي الله علیه وسلم به دعوت او عبادت د مشرکانو په وړاندې په ډاګه کاوه ، هیچا توان نه درلود له دې لارې یې واړوي.

خو د مسلمانانو او اسلام د ګټو دخوندي ساتلو په تکل به یې له مسلمانانو سره په پټه کتل نو ځکه یې د نبوت له پنځم کال څخه د ارقم بن الارقم المخزومي کور چې د صفا غونډۍ د پاسه د مشرکانو به غونډو او سترګو څخه په څنډه وو د دعوت او له مسلمانانو سره د یو ځاي کیدو لپاره غوره کړي وو.