اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زه خپل سلامونه او نيکي هيلی د ان لاين اسلامي لارښود ټولو کارکونکو او ټولو مسلمانو ورونو او خويندو ته وړاندي کوم
الله ج دی تاسی ته د دی لوی خدمت چې کوی يي هم په دی دنيا او هم په اخرت کي ثواب او بدله درکړي.
زه بيا هم دمخکي په څير يو څو پوښتني او يو نظر لرم که يي راته ځواب وليکه نو ډير خوښ به شم.
 
لومړي پوښتنه داسي ده چي ايا که څوک د ښځي مهبل يا تناسلی اله وګوري ايا دا ګناه لري او که نه؟ که پوره معلومات راکړي نوخوښ به شو.

دويمه پوښتنه داسي ده چي دماشوم په  يوه غوږ کې اذان کول او په بل غوږ کي تکبير ويل سم دي او که يواځي اذان بس دي؟
    
ستاسي دکاميابۍ په هيله
 hayat hirjan


اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

بسم الله الرحمن الرحيم

د ستر عورت پټول له ټولو نه فرض دي پرته له خپلې ښځې د جماع په وخت کې به مسلمان او مسلمانه بی بی پر خپل ځان څه پرده اچوي او ځان به بلکل نه لوچوي په قدر د ضرورت عورت د خاوند او بې بې تر منځ باک نه لري . 

  بهر د حکيم زوی له پلار څخه او هغه له جد څخه روايت کوي چې هغه ويل ،و مې ويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! د جماع په وخت د عورت کومه حصه پټه کړم او کومه حصه پټه نه کړم ؟
رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« احْفَظْ عَوْرَتَكَ إِلَّا مِنْ زَوْجَتِكَ أَوْ مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ»:[1]  
شرمګاه دې له ټولو پټه ساته پرته له خپلې ښځې او وينځې .
خو غوره داده چې شرمګاه له هر چا څخه پټه وساتل شي ،پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي «  إِنْ اسْتَطَعْتَ أَلَا يَرَيَنَّهَا أَحَدٌ فَافعل»[1]  :

 

که چيرې په دې توانيږې چې هيڅوک هغه ونه ويني نو داسې وکړه صحابي بيا وپوښتل چه ای رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ !که سړی تنها وي ؟
ويې فرمايل : «اللَّهُ أَحَقُّ أَنْ يُسْتَحْيَا مِنْهُ مِنْ النَّاسِ» [2]
الله تعالی تر ټولو ددی لايق دی چه خلک له هغه څخه شرم وکړي .
قَالَ رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَم: ((إذا أتى أحدكم أهله فليستتر ولا يتجرد تجرد العيرين)). (الماجه 1921 ) .
کله چې يو د ستاسې له خپلې ښځې سره کورواله کوئ نو ځان دې پټ کړي دهغه د پاره دا مناسبه نه ده چې د خرو په څير ځان بالکل لوڅ کړي .
 
[1] احمد (5/4،3)، او ابوداود (4017) او ترمذی (2769) ا و نسائی په " الکبری" (8972) ، او ابن ماجه (1920) او حاکم 4/180(7358)
 [2] نقل فی الفتوای سابق
 
 د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنه (19/363 ) مکه مکرمه  .
 
د کوچني په غوږونو کې آذان او اقامت :
 
له زېږېدو ورسته کوچنی ولمبوی په ښی غوږ کی آذان او په ګېڼ غوږ کې یې اقامت ووایی .کله چه حضرت حسېن وزږېد نو نبی صلی الله علېه وسلم دهغه په غوږونوکی آذان اواقامت وواېه (طبرانی ).( په اسلام کې د ژوندانه آداب )

ابوداود او ترمذی هم رانقل کړي :

 
عن عبيد اللّه بن أبي رافع، عن أبيه قال: رأيت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم أذن في أذن الحسن بن عليّ حين ولدته فاطمة بالصلاة.(ابوداود 5105 ) .
عن عاصمِ بنِ عبيدِ اللهِ بنِ أبي رافعٍ عن أبيهِ قال:
 رأيتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وسَلَّم أذَّنَ في أُذنِ الحسنِ بنِ عليٍّ حينَ ولدتهُ فاطمةُ بالصَّلاةِ.. (الترمذي 1553 ) .
 

ځنی علماء د اقامت روايت ضعيف بولې (والله تعالی اعلم ) .