له هرڅه نه مخکې د آنلاین اسلامی لارښود ټولو مینه والو ته نبوی تحفه جې عبارت د السلام علیکم ورحمت الله و برکاته څخه ده ډالۍ کوم .

زما یوه پوښتنه ده ( که په لمانځه کې د یو کس څخه که په لومړی رکعت کې وی یا په دوهم رکعت کې وی قرائت پاتې شی او روکوع ته لاړ شی حکم ئی څه دی یعنې څه باید وشی، او بل دا چې که په وتر واجبو کی دعای قنوت د چانه هیره شی او روکوع ته لاړ شی نو څه حکم لری .)

که پدې هکله معلومات راکړی نو مهربانی به مو وی.

فرهاد شيرزی

مننه؛

څواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دې  ته ورته پوښتنه فتاوي دارالعلوم ديوبند ته هم راجع شوی ده چې که د يو کس د الحمدلله نه وروسته سورت ويل هير شي او رکوع ته لاړ په رکوع کې ورته ياد شي نو څه به کوي ؟

ځواب : د سورت لوستلو د پاره دې دوباره پورته شي سورت به ووايي او رکوع ته به لاړ شي او په آخر کې به سجده سهوه وکړي

(فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۱۹۴ ) .

او د دعا قنوت لوستل واجب دي که دعا قنوت د چا نه هيره شي نو په آخر کې به سجده سهوه وکړي ځکه که واجب سهواً ترک شي نو سجده سهوه لازميږي .

آن لاين اسلامې لارښود