زما سوال دادی چه دفرضی روژی فدیه څنګه ده

رفيع الله فرياد

فديه په لغت کې بدله ورکولو ته وايي او په شريعت کې د ناتوانه کسانو کوم چې روژه نشي نيولای د روژې په بدل کې خيرات ورکولو ته فديه وايي .

هغه کسان چې بډاتوب دومره کمزورې کړې وي يا په کوم مهلک مرض مبتلا وي چې روژه نشي نيولای نو هغوی به په رمضان کې خپله فديه ادا کوي او په دې انتظار کې به نه اوسي چې کيدای ښه شم بيا به قضايي راوړم داسې کول ګناه ده ځکه چې د مرګ وخت معلوم نه دی .

او کچيرې دوباره روغ او صحتمند شي نو د روژې قضايي راوړل ورباندې واجب دي د فديه ورکولو به يې ځانته ثواب وي (اسلامې فقه – مجيب الله ندوي ص ۲۰۰ ) .

د يوې روژې د فديې اندازه نيم صاع يا ۱،۶۶ ګرامه غنم کيږي .

آن لاين اسلامې لارښود