بعد له سلامه له تاسو نه ډېره مننه کوم چی پخپل وخت سره ښه او تفصیلې جواب خپلو لیدونکو ته ورکوۍ بعد یو سوال لرم هغه دا چی
دا خبره زه ډېر ځای اورم چی ویل کیږی ښځه یو ناقص العقل مخلوق دۍ آیا دا خبره په اسلام کی شته (مطلب می دادۍ چی آیا دا حدېث دۍ او که نه کوم بل دلیل لرې ) ددی باره کی
که پوره معلومات راکړۍ نو ډېره ښه به وی چی زما دا شک ووځې.
والسلام
 Regards,
Akbar khan Ahmadzai

بسم الله الرحمن الرحيم
هو (نَاقِصَاتُ عَقْلٍ وَدِينٍ) داحديث شريف دی
چه نظر نر ته ښځه د عقل کمی لري چې دا يو حقيقت دی او دا کمی په فطري جوړښت پورې اړه لري کوم فرق چې د نر او ښځې تر منځ په فطري جوړښت کې په قطعي ډول موجود دی او هيڅ څوک هم تغير نشی ورکولای .
الهي نظام نر او ښځې ته د فطري جوړښت مطابق دندې او مسئوليتونه ور بيل کړي دي .
چې د عقل کمی هم د فطري جوړښت په وجه دی .
مثلاً ښځه نظر نر ته د لوړ رحم او عاطفي لرونکی وي همدا وجه ده چې اسلامې شريعت مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ )  داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت  هم د نرينه لپاره مناسب دی ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسی .
يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده  ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .
بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي
نو ليدل کيږي چې د عدل د ټيګښت پر مهال د عقل د تميز قوه کمزوري ښکاره کوي نو دا خپله يو نقص شو .
 
بی بی د يوه ستر مسئوليت په وجه چې د اولاد روزنه ده هيريدونکی وي دا هم يو عقلي کمزوری ده .
 الله (ج) په قرآنکريم کې فرمايي چې ښځه هيرودونکی وي قوله تعالی أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى (البقره 282).
لکه چې مخکې مو اشاره ورته وکړه چې اسلامې شريعت هر فرد ته د خپل وس مطابق د هغه د فطرت موافق مسئوليتونه او دندې ورسپارلی دي .
داسې نه دي لکه د ننی کفري ديموکراسۍ چې ظاهراً د ښځې د حقوقو نارې وهي اصلاً يې د حقوقو نه مطلب دادی چې د نر سره به يو ځای بار پورته کوي دا که هغوی يې پورته کولای شي او که نه خو دوی  يې مجبوروي چې د خپلی نفقې او ځان لپاره د کور

إضافة تعليق

يجب عليك تسجيل الدخول لإرسال تعليق.