ډيرو ګرانو اومحترمو  !

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

خداي (ج) دي وکړي چي روغ جوړاو د صحت په جاموکي پټ اوملبس وي ، زمايوه پوښتنه دسرو زرو د ذکات په باره کي ده . هيله ده چي راته ئي جواب کړئ .

پوښتنه : – په کومو سرو زرو باندي زکات لازم دي ايا په هغه سرو زرو چي استعماليږي او يا اضافه په کورکي ايښودل شوي وي او کله کله استعماليږي . ځيني کسان واي چي روزمره استعماليدونکو سرو زرو باندي ذکات نشته ايا دا ريښتيا ده اوکه يه ؟

په  ( ۲۰ ) مسقاله سروزروکي يومسقال سره زرکيږي .

يومسقال څومرګرامه سره برابردي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په په ايښودل شويو يا ساتل شويو سرو زرو او يا استعمال کيدونکو سرو زرو دواړو کې زکات فرض دی ځکه په دواړو حالاتو کې کنز بلل کيږي .

نور تفصيل دلته وګورﺉ

د سرو رزو د زکات نصاب 20 طلايي مثقاله دی يو مثقال 4.25 ګرامه او 20 مثقاله 85 ګرامه کيږي يعنې که څوک 85 ګرامه يا تر هغه زيات د سرو زرو زيورات ولري په هغه باندې زکات فرض دی .

زکات په ټول کال کې يو ځل ادا کيږي او د ادا کولو اندازه يې 2.5٪ يا 40 برخه ده يعنې په 85 ګرامو کې 2.125 ګرامه کيږي که د يوه ګرام نرخ 1750 افغانۍ وي نو د زکات اندازه به 3718 افغانۍ شي .

85gr x0.025 = 2.125gr

OR 85gr/40 = 2.125gr

2.125gr x 1750AF = 3718

 3718 افغانۍ به د زکات پر مستحقينو وويشي
آن لاين اسلامې لارښود – د زکات د نصاب د څيړنې څانګه