ددعوت پاڼې له ټولو کارکونکو څخه مننه کوم چی زمونګ پوښتنو ته په وخت ځواب ورکوی  او یو بل سوال لرم(البته دلته زما مقصد اسلام او کفر دۍ نه سیاست او نوری خبرې……) هغه داچی که یو څوک داسی ووایې اوقسم وخورې چه امریکایان له طالبانو نه سل واری ښه دی آیا دا خبره صحیح ده او که نه ؟؟  په داسی خبره سړۍ نه ګنهګاریږی ؟؟ نو دی باره کی که معلومات راکړۍ نو ډېره مهربانی به مو وې . والسلام
Akbar khan Ahmadzai
IT Support 
 

بسم الله الرحمن الرحيم
دا ډول ويناوی خطرناکی دي ځکه يو فاسق او فاجر مسلمان هم تر کافر نه غوره دی (کفايت المفتي باب عقايد ) . ځکه يو فاسق او فاجر مسلمان د خدای (ج) په وحدانيت ايمان لري ولی کافر د خدای (ج) په وحدانيت ايمان نه لري .
وار خو د داسې چا شو چه د ستر نړيوال کفري حشر په مقابل کې ولاړ وي .
که د کفارو سره د دوستی په هغوی د خوښی د الهی نظام پر وړاندی د ساختګي کفری نظام د خوښۍ او دوستۍ د اظهار نيت ولري داسې ويناوي او عقايد سخت خطر ناک دي د ايمان دزوال سبب ګرځي .
ځکه الله تعالی مونږ د کفارو سره د دوستی کولو څخه منعه کړي يو .
قوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ  المائده 51
ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .
د کفارو سره هغه دوستي چې د کفر سبب ګرځي د حرمينو د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه يې په اړه ليکي :
 
د کفارو سره هغه دوستي موالات (مرسته او دوستي ) د کفر سبب ګرځي چې هغوی خپل دوستان وبولي د هغوی دين ،مذهب او نظام خوښ کړي او د مسلمانانو پر وړاندې یې مرسته وکړي مګر صرف ټګ راټګ او ځنې نور معاملات د عدالت په رعارت سره او د دعوت په نيت او د دوی په مجلس کې شرکت کول او د دوی ښارونه ته سفر کول د اسلام د نشر او ابلاع د پاره مشکل نه لري
 
و بالله التوفيق و صلي علي نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.
د علمي څيړنو اوافتاء دايمي ټولنه (2/47)
 
او بله داخبره چې د ځنو کسانو په زړه کې د منافقت مرض پيدا شوی وي چې هغوی په اسلامې شعايرو او د مسلمانانو په پيروی او قربانيو ملنډې او مسخري کوي .دغه ملنډې دوه صورتونه لري :
اول که د هغه په مسنونه صورت او سيرت (ږيره ، پګړۍ ،علم او د شريعت موافق اعمالو ) مسخرې وکړي چې دا صورت د عصريت خلاف د ناولی ديموکراسۍ خلاف دی يا داسې چې اسلامې نظام الغياذ باالله اوس د خلکو مشکل نشی حل کولای يا دغه شرعی اعمال اوس د تطبيق وړ نه دي او داسې نورې ويناوي او عقايد سخت خطر ناک دي
د البلد الحرام د علمي څيړنو او افتاء دايمی ټولنه په اړه ليکي :
 
هغه کسان چې د الهي دين په پيروانو مسخری کوي د هغه په وجود کې يو ډول نفاق موجود
دی ځکه الله تعالی فرمايي :
« الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لا يَجِدُونَ إِلا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (٧٩) »[توبه:79] .
ژباړه : هغه منافقان چه غيب وايي  د هغو مؤمنانو په مالي قربانيو چې په خوښه او مينه يې لګوي اوپه هغو کسانو مسخري کوي چې له هغوی سره د خدای په لار کې د لګولوپرته له خپل ځان څخه نور څه  نشته چې پخپل ځان تکليف اخلي ، سزا به ورکړي الله تعالی دوی ته (د مسخرو ) او د دوی لپاره دردونکی غذاب دی .
په هغه صورت کې چې مسخرې په شريعت باندې د تمسک او پيروی په وجه وي نو بې شکه چې دا مسخرې اصلاً په اسلامې شريعت باندې مسخرې کول دي چې په اسلامی شريعت مسخرې کول د کفر سبب ګرځي .
مګر که مسخری مشخص کوم شخص ته وي هدف يې د هغه اسلامی اعمال او په سنتو پيروي کول نه وي نو کفر خو نه دی مګر سخته ګناه ده له داسې اعمال ځان ساتل پکار دي چې سخت خطر لري .
د حرمينو د علماؤ فتاوی  الشیخ ابن عثیمین- المجموع الثمین(1/75)
 اوس مهال ډير کسان همداسې دی چې په جهاد اود مسلمانانو په قربانيو ملنډي وهي .
خو مجاهد هم بايد خپل ځان ته متوجه شي له ځان نه رَوی او بدغونی جوړ نه کړي ځکه دعوت او جهاد خاص د الله (ج) د رضا او دالهي دين د لوړولو لپاره وي نو هيڅ څوک هم په هغه کې له ځانه تصرف نشي کولای بلکي د اسلامې شريعت په ټاکل شويو حدودو به روان وي .
مجاهد به  له خپلو مسلمانانو سره ډير ښه سلوک کوي تر څو په مينه خلک د ده تر څنګ ودريږي داسې رويه به نه کوي چې په نفرت سره خلک له ده څخه لري شي .