کولای شو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د نبوت نه وروسته ژوند په دوه داسې برخو وویشو چې یو له بله جلا او بیلې ځانګړتیاوې لري :

۱.مکی دور : کم  او زیات دیارلس کاله وو.

۲.مدنی دور: پوره لس کاله وو.

هره مرحله یې ځانګړې نښې لري چې هغه وخت ښه په ډاګه کیږي چې دهر پړاو وضع اوحالات وڅیړل شي.

مکی دور په لاندې دریو پړاوونو ویشلی شو:

۱.دپټې بلنې مرحله چې دری کلونه وو.

۲.مکه والوته ډاګیزه بلنه : د پیغمبرۍ له څلورم کال څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترهجرت پورې اوږده وه.

۳.له مکې څخه بیرون مننه او خپریدل د پیغمبرۍ د لسم کال له اخر څخه ترد مدینې په لور د هجرت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند تر پایه.

دمدنی دور څیړنه به په خپل ځای کې بیا راشی.

آن لاين اسلامې لارښود ټيم سميع الله صهيب