سلامونه می ومنی
بعد له سلام نه یوه پوښتنه لرم
هغه داده چی :
 که چیری یو څوک داسی او وایې چی: که ما دا کار بیا او کړو نو په ما دی ښځه په دری کاڼو طلاقه وی نو آیا په دی سړی  ښځه طلاقه شوه که نه ؟؟
نو که دی باره کی پوره معلومات راکړۍ چی ددی څه حکم دۍ .ځکه چی هغه هلک ډېر زیات خفه دۍ چی دا می څه اوکړل نو توجه مو غواړم.
 
وضاحت : بیا مو هم په سلامونو لمانځم او دسوال وضاحت کوم هغه داسی چی : زما یو دوه ملګری دی هغه دا چه دواړو پخپلو کی داسی وویل چه نن نه وروسته به نسوار نه کوو هغه یو یی بل ته وویل چی که چیری تا نسوار وکړل نو په تا دی ښځه طلاقه وی هغه بل  دڅو کسانو په وړاندی داخبره دری واری تکرارکړه چه که ما بیا نسوار وکړل په ما د ښځه طلاقه وی او بس …..!!   ښه نو اوس زه داوایم چی آیا دا څنګه کیږی ددی باره کی پوره معلومات راکړی نو ښه به وی .او بل داچه تاسو ویلی چه افغانان یی دقسم په ډول هم استعمالوی نو آیا دا ښه کاردی څه حکم لری ځکه زه ډېر داسی خلک پیژنم چه داکار بیا بیا کوی نودی باره کی لګ مفصل معلومات راکړۍ نو ډیره ښه به وی. والسلام
cid:image001.jpg@01CA7F07.C09688F0

 
 ځواب  
بسم الله الرحمن الرحيم
د طلاق يو بل ډول معلق طلاق دی يعنی طلاق په يوه شرط پورې تړل يا د نکاح د مظبوطې ريشتی تړل په يوه شرط پوری داسې چې کوم کس ووايي که مې  په آينده کې فلانی کار تر سره کړ په مابه ښځه طلاقه وي يا خپلی ښځې ته ووايې که له فلانی کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يی نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .که يو طلاق يې ياد کړی وي يو طلاق به واقع شي که دوه طلاقه يې ياد کړي وي نو دوه به واقع شي او که دری طلاقه يې ياد کړی وي نو دری طلاقه به واقع شي چې په دريو طلاقو سره نکاح بالکل له منځه ځي او ښځه ورباندې حرامه ده هغه وخت ده ته حلاله ګرځي چې بل ميړه وکړي او هغه يې طلاقه کړي او عدت يې پوره شي نو وروسته دا کس نکاح ور سره کولای شي .
کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .
و  فی‌ الهندیهة:
«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)
«و ان ‌کان الطلاق‌ ثلاثاً ‌فی الحروة ثنتین فی الأمة لم تحـل له حتی تنـکح زوجاً غیره  نکاحاً ‌صحیحاً و یدخل بها ثم‌ یطلقها أو یموت ‌عنها،‌ کذا فی  الهدایة‌»‌.(الهنديه:1/473)
و فی  التنویر  و  شرحه‌:
«و(لا) ينكح (مطلَّقة) من نكاح صحيح نافذ (بها) أي بالثَّلاث (لو حرة وثنتين لو أمة)حتى يطأها غيره (بنكاح) نافذ(وتمضي عدَّته) »‌.(الدر المختار مع الرد:2/583)
 
بل خبره داده چې زمونږ په ټولنه کې ځنی د دين څخه ناخبره يا په نکاح ملنډی وهونکی خلک طلاق د قسم په ډول کاروي په دې اړه د حرمين شريفين علماء کرام داسې نظر لري :
که يو څوک په طلاق سوګند وخوري چې که مې فلانی کار ونه کړه نو ښځه مې دې طلاقه وي .
 
ددی خبرې حکم په نيت پورې اړه لري که يې هدف دا وي چې پدې قسم يادولو سره يې د کلک عزم او ځان موظف کول په انجام د هغه کار وي ،او دا يې هدف نه وي چې که مې دا کار تر سره نه کړ نو زما څخه دې خپله ښځه جدا شي (طلاقه شي ) .
نو ددی ډول طلاق صورت د علما د صحيح قول پر اساس د سوګند په حکم کې راځي او بايد هغه د قسم کفاره ادا کړي .
مګر که نيت يې طلاق وي نو طلاق به واقع شوی وي .
مسلمان بايد په داسې مسايلو کې د طلاق يادولو څخه ډډه وکړي ځکه يو خو داچې د طلاق په لفظ يادولو کې احتياط په کار دی او بل له شبهاتو څخه ځان ساتل په کار دي .
پیغمبر اکرم صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  فرمايي: : « مَنِ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ، فقَد اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ »[1]
 (هر چا چې له شبهاتو پرهيز وکړ په رښتيا چې هغه د دين او آبرو حفاظت وکړ )
الشيخ ابن باز – مجموع فتاوي و مقالات متنوعة (22/108،107)
 په دا ډول مسائلو کې د طلاق يادول ډير ناوړه عمل دی يو داچې د خدای د اسماء او صفاتو بغير پر بل څه قسم يادول شرک دی او بل داچې د خپلی بی بی د يوی مظبوطي او قايمې معاهدې يادول په داسې مسائلو كې د مسلمان له شانه سره نه لګي دغه قسم خواره بايد خپل ځانونه اصلاح کړي که نه له داسې انجام سره به مخ شي چې په ځان به خبر هم نه وي ښځه به ورباندې طلاقه وي يا به ټول عمر زنا کوي او يا به بغير له کوم ضرورت څخه د بې باقی او بې احتياطی او نکاح باندې ملنډو وهلو په وجه له خپلی بی بی څخه جلا کيږي .