سلامون او نیکی هیلی می ومنی.
زما پوښتنه د جنازی د غیابت د لمانځه په هکله ده،آیا که د یوه کس د جنازی لمونځ په یوه سیمه کی او خپله جسد یی په بله سیمه کی وی د جنازی لمونځ ورته څنګه ده؟
هیله ده راته مفصل ځواب راکړی.
زما دوه نوری پوښتنی چی دهمدی مخ ۵۹ او ۶۱مه پوښتنی دی تر اوسه بی ځوابه پاته دی هیله ده چی د ځواب په باره کی یی بیا کتنه وکړی.
له تاسو نړی مننه.

نجيب الله

د احنافو په نزد په عائبانه توګه د جنازې لمونځ نه صحي کيږي ځکه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم چې د نجاشي د جنازې لمونځ په غائبانه توګه کړی دی هغه خاص د نجاشي په حق کې دی .

فلا تصح علی الغائب ……… وصلاة لنبی صلی الله عليه وسلم علی النجاشي لغوية او خصوصية الخ ( درالمختار باب صلاة الجنازة 2/209 – کفايت المفتی 4/73 او فتاوی دارالعلوم ديوبند 5/208 ) .

او که څوک بغير له جنازې حښ شوی وي نو تر دريو ورځو د هغه په قبر باندې د جنازې لمونځ کول جايز دي ځکه چې دلته قبر د جنازې قايم مقام دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په قبر باندې د جنازې لمونځ ادا کړی دی .

ولو دفن الميت قبل الصلاة او قبل الغسل فانه يصلی علی قبره الی ثلاثة ايام (هنديه باب جنائز 1/ 165 ) .

 آن لاين اسلامې لارښود