عن ابی اُمامة قال سمعت رسول الله صلی الله عله وسلم يقول اقرء والقرآن فانه ياتی يوم القيامة شفيعا لا صحآبه اقر ؤا الزهر وين  البقرة وسورة  ال عمران فانهما تاتيان يوم القيامة کانهما غمامتان او غيايتان او فرقان من طير صواف تحاجان عن اصحابهما اقرو سورة البقرة فان اخذها برکة وترکها حسرة  ولا يستطيعها البطله .  ( رواه مسلم )  

ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چه ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل  هغه ارشاد وفرمايلو : قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهروين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه  وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي  ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .

د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې  سحر او جادو کوم اثر نه کوي .

آن لاين اسلامې لارښود