بغير له خولې څخه لنګوټه تړل څه حکم لري ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بغير له خولۍ څخه لنګوټه تړل چې سر تړلی وي او په مينځ کې لوڅ وي لمونځ مکروه کوي ځکه چې دې داسې کولو څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم منع فرمايلې ده .

يکره اشتمال الصاء ولاعتجاد (درمختار – فتاوی ديوبند ج ۴ ص ۸۶ ) لنهی نبی صلی الله عليه وسلم وهو شد الراس او تکويد عمامه علی راسه ترک وسط (مشکوة ) .

په رومال يا څادر کې لمونځ ورکول څه حکم لري ؟

رومال يا څادر په خولۍ باندې تړل مکروه نه دي يعنې د هغې تړل د پټکي په شان دی چې لمونځ نه مکروه کوي بلکه د پټکې اطلاق ورباندې کيږي .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۷۸ )

آن لاين اسلامې لارښود