د د عوت د سايت ټولو کارونکوته د زړه له کومي سلامونه وړاندي کوم او همدارنګه ستاسو بريا د الله ج څخه غواړم يوه پوښتنه لرم هيله د ه چي ستاسو محترمو څخه يي جواب واورم
 
پوښتنه: د پسه خايي يعني (خوټي) خوړل جواز لري که يه؟
 
 
مننه 
په احترآم 



وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پسه د شرمګاه خوړل روا دي او که نه ؟
 
 د حلال حيوان د دغه برخو خوړل جايز نه دي :
 ۱- هغه ويني چې د زبح په وخت کې جايري شي ۲- د نر حيوان آله تناسلي ۳- د ښځينه حيوان آله تناسلي ۴- د حيوان خايې يا مايې (خوټي ) ۵- مثانه ۶- کيسه صفراء (تريخی) ۷- غده چې د حيوان په بدن کې وي .
و  فی  الدر  المختار:
«‌ما  یحرم  اکله  من  اجزاء  الحیوان  المأکول  سبعة  الدم  المسفوح  و  الذکر  و  الانثیان  و  القبل  و  الغدة  و  المثانة  و  المرارة‌»‌.(الدر المختار مع الرد:5/219)
لکه ځنګه چې دا اوه شيان په شعر کې داسې بيان کړي دي : 
اذا  ما  ذکیت  شـاة  فکـلها      سوی  سبع  ففیهن  الوبـال     
فـحاء  ثــم  خــاء  و  دال          ثــــم  مــيــمان  و  ذال 
 و  ا‌لله‌  اعلم  بالصواب 
فتاوی المحمودي (حنفي )