په لنډ پتلون کې ورزش څه حکم لري ؟
س: په لنډ شلوار يا پتلون کې په ورزشي مسابقاتو کې بهر له لمانځه چې د فتنې سبب نه ګرځي څه دی ؟ مهرباني وکړئ په دليل سره ځواب راکړئ .
ج : د شلوار اغوستل چې فقط د شرمګاه برخي يې پټي وي ورنونه يا د هغه زياته برخه لوڅه وي جايز نه دی که په لمانځه کې وي يا په مسابقاتو کې يا په بازار يا بل ځای کې .
دليل دادی چې پيغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ جرهد اسلمي رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وليد چه  د ورنو څه حصه يې لوڅه وه نو ويې فرمايل :« أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ الْفَخِذَ عَوْرَةٌ » [1] « آيا ته نه پوهيږي چه ورنونه عورت دی » والله الموفق.
فتاوای علماء البدالحرام شيخ ابن جبرين ، شيخ ابن عثيمين  (4/ 431) ،(432) 


[1] احمد (3/478) او ابوداود (4014) او ترمذي(2798)  او وايي: دا حديث حسن دی  او طبراني په الكبير(2143) او نورو روايت کړی دی . آلباني په صحيح سنن ابي داود (3389) هغه صحيح بللی دی .
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 د ويښانو د رنګولو حکم
س: د ږيرې رنګول په تور رنګ سره څه حکم لري ؟
ځواب :
په دې باره کې ډير صحيح احاديث راغلي خو مشهورترين هغه حديث دی چې د ابوکر صديق رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ د پلار په قصه کې ذکر شوی دی .
  جابر بن عبد الله رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ له پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ روايت کوي چه
هغوی (ص) کله د ابوبکر صديق پلار وليد چې اوږده او سپينه ږيره یې وه په مثل د ثغامه ګياه سپينه وه ويې فرمايل : «غَيِّرُوا هَذَا بِشَيْءٍ وَاجْتَنِبُوا السَّوَادَ »[1] « سپينو ويښانو ته مو تغير ورکړئ او له تور رنګ څخه ډډه وکړئ .» او په روایت کې دی  « وَجَنِّبُوهُ السَّوَادَ »[2]
 
 احمد ، ابو داود او نسائي په صحيح سند له ابن عباس رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ روايت کړی دی چه  پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي:« يَكُونُ قَوْمٌ فِي آخِرِ الزَّمَانِ يَخْضِبُونَ بِهَذَا السَّوَادِ كَحَوَاصِلِ الْحَمَامِ لَا يَرِيحُونَ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ»[3] «په آخر وخت کې به داسې ډله پيدا شي چې دوی به یې ويښتان په تور رنګ رنګوي دې ډلې ته به د جنت بوی هم و نه رسيږي.»
دا ډير سخت وعيد او خبرارئ دی په دې برخه کې نور احاديث هم شته چې د تور رنګ په حرام والی دلالت کوي او د نورو رنګونو په مشروعيت دلالت کوي .
 ابن باز – مجلة البحوث – ش(27) فتاوای علماء مکة المکرمه
 


[1] مسلم(2120)
[2] أحمد (3/322،316،160)، او ابن ماجه (3624)، او ابن حبان(5472) و آخرون.
[3] احمد (1/273) او ابوداود(4212) او نسائي(5075) او آلباني په صحيح سنن ابي داود (3548) کې صحيح ښودلی دی .