بطور مشخص کدام دعا ها را برای هر عضو (اندام) در وقت وضوء ساختن باید خواند؟

پوښتنه : درويش


 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اودس په وخت کې د اندامو مينځلو پر مهال هيڅ دعا او اذکار له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی نه دي کوم اذکار او ادوار چې بيان  شوي بدعت او بې اساس دي ، يوازی په شروع کې بسم الله ويل سنت او د اودس په پای کې شهادتين او دغه دعا « اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنْ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنْ الْمُتَطَهِّرِينَ »[1]   لوستل کيږي .
د شهادتين د فضيلت په باره کې په حدیث شريف کې داسې راغلی دي :
(مامنکم من أد يتوضا فيسبغ الوضوء ثم يقول : أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لاشريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله، إلا فتحت له أبواب الجنة الثمانية يدخل من أيها شاء) [2]
ژباړه : که يو له تاسې په کامل ډول اودس وکړي بيا ووايي (أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله ) د جنت اته واړه دروازی به د هغه پر مخ خلاصې شي پر هر کومه یې چې زړه غواړي داخل دې شي .
و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم
 فتاوای علماء مکة المکرمه ( د علمي بحثونو او افتا دایمي ټولنه 5/205 )
 

 

 



[1]. ترمذي (55)، طبراني په «الأسط» (4895)