ډېردقدوړاومحترم داسلامي لارښودچلونکوګيدۍ ،ګيدۍ سلامونه اواحترمات ستاسودرانه حضورته ډالۍ کوم اودالله (ج)په دربار کې لاس په دعايم چې الله(ج) موپه خپلو مقصدونوکې کامياب اوبريالي کړه.په اخر کې ستاسودرانه حضورته سوالودرليږم خواهش کوم چې جوابونه يې راته راکړۍ نوډېر به خوشاله شم.
١-يومسلمان د مسجد نه منع کول (چې په مسجد کې لمونځ مه کوه)حال داچې دغه لمونځ کوونکي طالبان دي چې دخداى(ج) اودرسول (ع) ددين پسي راوتلي دي.داسلام په مبارک دين کې ددغسې کسانوله پاره کوم حد دجزا شته اوکنه؟ اوايا ددغه منع کوونکو کسانوسره يوځاى لمونځ کيږي اوکنه؟ ددريم سوال په باره کې کافي معلومات راکړۍ.
2-خپلي ښځي په سينو(تيونو) خوله ايښودل ګناه لري او کنه ؟
3-که يوه ښځه خپل خاوند ته ووايې چې ته سپى يې ،غټ سرى يې او داسې کلمات نوراستعمال کړي ددې په نکاح کې کوم خلل واقع کيږي اوکنه؟
له توجه نه مو يو جهان مننه
ستاسوورور سرمعلم عبدالرحيم(شېرزاد) کيمپ ١٢هري پور
 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- جومات د خدای (ج) کور دی او الله تعالی د هغه مالک دی هغه د کوم چا ملکيت نه دی .
قوله تعالی : وَِان المساجد لله (يقيناً جوماتونه د الله تعالی د پاره دي ) – جن ۱۸ .
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ (اوله هغه چا به غټ ظالم څوک وي ؟ چې نه پريږدې د الله په جوماتونو کې چه په هغه کې د الله نوم واخستل شي ) . (البقره ۱۱۴ ) .
 اوس زمانه کې د اسلام پر وړاندې دا سازشونه روان دي چې اسلام له بيخه وباسي له مينځه ايستل يې د ديني علم له منځه وړل دي چې علم نه وي د باطل پر وړاندې به په څه سره مقابله وشي په جهل خو څه نه کيږي .
څوک چې (بې کوم شرعی دليل ) د دوی په خلاف خنډونه جوړوي (د دينی تعليم مخه نيسي ) دوی اصلاً د هغوی دوښمنان نه دي بلکي د خدای جل جلاله د دين او نبی صلی الله عليه وسلم دوښمنان دي داسې کسانو سره اسلامې تعلقات زجراً ختمول پکار دي ځکه چې دا کسان د اسلام بيخ په خپلو لاسونو باسي . (کفايت المفتي ) .
 
2-سړی که د خپلې ښځې سينه د شهوت په وخت کې په خوله کې ونيسي کله چې په سينه کې پۍ نه وي نو مباح دی پدې کې هيڅ ګناه نشته (کفايت المفتي ۵/۳۳۷ ) .
مګر د ښځې د پیو څښل حرام دي لکن نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ۱۷۹/۵ ) .
ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).
اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية ).
 
3- داسې ويل ګناه ده د مسلمانې بې بې له شانه سره نه ښايي لکن په نکاح کوم خلل نه راځي (اسلامې فقه ) .