السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
د مهربانی د مخی په لاندنیو پوښتنو کی یو څه مشکلات لرم که یی را جواب
کړی خیر به مو وی


ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
 
۱- – په لمانځه کې قرآنکريم قصداً بې ترتيبه لوستل داسې چې په لومړی رکعت کې د قريش سورت او دوهم کې د الفيل سورت ولوستل شي لمونځ مکروه کوي (فاسيږي نه بلکي ثواب يې کميږي ) او که په هيره سره داسې وشي باک نه لري ( فتاوي المحمودي – کفايت المفتي ) .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : په فرضو کې قصداً د قرآنکريم د ترتيب بدلول مکروه دي مګر په سنتو او نفلو کې کراهيت نه لري (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۹۲ ) .
و  في الدر  المختار:
«‌ويُكْرَهُ الفَصْل بسورة قصيرة وأن يَقْرأَ منكوساً …وفي القنية: قَرَأَ في الأولى الكافرون وفي الثانية  ألم تر أو  تبت  ثم ذكر يتم »‌.
و في الرد:
«قوله: (وأن يقرأ منكوساً) بأن يقرأ في الثانية سورة أعلى مما قرأ في الأولى، لأن ترتيب السُّور في القراءة من واجبات التلاوة   قوله:ثم ذكر يتم) أفاد أن التنكيس أو الفصل بالقصيرة إنما يكره إذا كان عن قصد، فلو سهواً فلا  »‌(ردالمحتار:1/404. كذا في الطحطاوي علي مراقي الفلاح:ص374،البحر الرائق:2/94،
همدارنګه که دوهم رکعت له لومړي رکعت څخه اوږد شي مکروه دی .
واطالة الثانية علی الاولی مکره تنزيها (شرح التنوير ج ۱ ص ۵۶۶ ) .
۲- همدارنګه د يوه سورة مقرر او هميشه لوستل مکروه دي .
که د محبت له وجې نه د ټبلۍ له وجې يا هغه سورة چې په احکام  تجويد يې لوستی شي (فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ ) نو داسې کوي باک نه لري .
 عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم بَعَثَ رَجُلاً عَلَى سَرِيَّةٍ، وَكَانَ يَقْرَأُ لأَصْحَابِهِ فِي صَلاتِهِمْ فَيَخْتِمُ بِـ)قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ(.فَلَمَّا رَجَعُوا ذَكَرُوا ذَلِكَ لِلنَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم، فَقَالَ: «سَلُوهُ لأَيِّ شَيْءٍ يَصْنَعُ ذَلِكَ»؟ فَسَأَلُوهُ، فَقَالَ: لأَنَّهَا صِفَةُ الرَّحْمَنِ، وَأَنَا أُحِبُّ أَنْ أَقْرَأَ بِهَا. فَقَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم : «أَخْبِرُوهُ أَنَّ اللَّهَ يُحِبُّهُ». (بخارى)
له بی بی عايشي رض نه روايت دی چه :نبی کريم ص يو کس د یوه نظامي ټولي مشر په حيث مقرر او اعزام کړ ،هغه به چې خپلو ملګرو ته امامت ورکولو ، قرائت به یې په قل هو الله ختمولو ، کله چې هغوی راغلل دا مسئله يې رسول الله ص ته وړاندې کړه رسول الله ص وفرمايل ( له هغه وپوښتی چې ولی داسې کوي ) ، له هغه و پوښتيدل . ويې ويل : په دې سورة کې د رحمن خدای ج صفت بيان شوی نو ځکه زه دا خوښوم چې ويې لولم . نبی کريم ص وفرمايل : هغه ته ووايې چې خدای ج هم هغه خوښوي .
  ۳- وهابيان ښه خلک دی او که څنګه ؟
د وهابي فرقه د شيخ محمد بن عبدالوهاب نجدي له خوا منځ ته راغلې شيخ عبدالوهاب خپله حنبلي مذهبه ؤ .
د وهابيت په اړه مذاهبو امامان کوم خاص نظر نه لري ځکه د مذاهب د امامان نه تقريباُ 1000 کاله وروسته وهابيت را منځته شوی دی .
د وهابيت په اړه د اهل سنت والجماعت (حنفي ،شافعي ،مالکي او حنبلي ) علماء مختلف نظريات لري ځنی علماء د شيخ عبدالوهاب حرکت ستايې او وايې چې هغه د بدعت او شرک پر وړاندې ښه مبارز وو خو ځنې بيا وايې چې هغه يو سخت طبيعته سړی وو په اړه يې ډول ډول خبرې شته اصلی حال به یې الله ته معلوم وي (فتاوي اهل سنت والجماعت – کفايت المفتي ) .
لنډ دا چې وهابيان د اهل سنت و الجماعت څخه دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  متابعت کوونکي دي .خو ځنې داسې کسان هم پکې شته چې هغه امامانو او مذاهبو ته بد رد وايي ګر چې ظاهراً ځانونه ښه په حقه بولي خو په اصل کې په اسلامې امت کې د نفاق اور ته لمن وهي او تابعي (ابوحنيفه ) او تابعينو د دور امام شافعي ، ابن مالک او امام احمد په حق کې ګوستاخي کوي چې هغوی مبارکان د اسلام په رسولو کې بې حده ډير زحمتونه استلي دي .
د خلاصون لپاره دوې لاري دي اول تقليد دوهم د پوره علم او تقوی په چوکات کې تحقيق .
څوک دا نشي ويلای چې خدای مه کړه مذاهب او اجتهاد په نا حقه دي .
رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم اجتهاد کړي او صحابوو کرامو هم اجتهاد کړي او اجتهاد حق دي .
د څلورو واړو مذاهبو فقه د قرآن او سنتو په چوکات کې ترتيب شوی ده د څلور واړو مذاهبو امامان د علم ،پوهې او تقوی نموني وي .
زمونږ د مذهب امام (ابوحنيفه رح ) به چې کومه مسئله را ايستله لومړی به یې په قرآن کې کتله که به هلته نه وه په سنتو کې به یې کتله که به هلته نه وه د صحابوو اقوال به يې کتل او کوم چې به ډير قوي ؤ هغه به یې اتخابول او که به د صحابوو په اقوالو کې هم پيدا نه شوه نو بيا به یې خپله اجتهاد کولو خو تر هغه به يې نوموړې مسئله کتاب ته نه رسوله تر څو به یې چې له علماؤ سره مشوره نه وه کړي د مشورې وروسته به یې هغه کتاب ته رسوله ، او د امام صاحب ورستی وصيت دا وو چې که داسې کومه مسئله  مو وليده چې له قرآن او سنتو سره په ټکر کې وه پر ځمکه يې ووهی .
خو که څوک ددی توان ولري چې مستقيماً له قرآن او سنتو څخه مسائل را وباسي لکه اهل حديث کوم مشکل پکې نشته .
خو اصلي خبره داده چې نن سبا وهابي هر هغه چا ته ويل کيږي چې د شرک او بدعت پر وړاندې مبارزه وکړي نن سبا ددی کلمې کارول عام شوی دي تنها د عبد الوهاب په ډلي پورې هم تعلق نه لري .
دا د اسلام دوښمنو دسيسې دي چې غواړي اسلامې امت ټوټې کړي .
نن ورځ که کوم امام خپلو مقتديانو ته نصيحت وکړي چې نوروز مه لمانځئ ، د مزار د سخي په نوم جهنډي پورته کولو کې کډون مه کوي دا د زرشتيانو او د فارس د اور پرستو سره مشابهت دی دا بدعت دی ، نو کوم کسان چې په اصلي حقيقت نه پوهيږي هغوی دغه امام ته وهابي وايې .
د ايران ځنې شعيه اهل سنت و الجماعت ته وهابيان وايې .
پخوانيو کمونستانو به مجاهدينو ته وهابيان ، اخوانيان او اشرار ويل .
کفايت المفتي ليکي د احنافو ستر عالم مفتی اعظم کفايت الله دهلوي چې د دهلي د چراغ په نوم مشهور ؤ د هغه وخت بدعتيانو به کفايت الله وهابي بللو .
کفايت المفتي زياتوي ځنې بدعت واله د ديوبند مدرسې علماء کرامو ته هم وهابيان وايې .

نن سبا څوک چې د کفر مخې ته دريږی هغه به القاعده وي ، څوک چې د شرک ،بدعت او منکراتو پر وړاندې مبارزه کوي هغه به وهابي وي ، څوک چې په اسلام باندې پوره پوره عمل کوي هغه توندلاری وي او څوک چې ضعيف ايمان وي هغه به منځ لاری وي .
بس دا ټول د اسلام دوښمنو عناوين دی چې غواړي مسلمانان يو له بله جدا کړي .
الله تعالی دې زمونږ په حال ورحميږي (آمين ) .
 

 


۱: کچیری یو څوک په لومړی رکعت کښی تر سورت فاتحی وروسته سورت قریش او په
دوهم رکعت کښی سورت فیل ووایی څه نقصان پیښیږی؟

۲: کچیری یو څوک په ټولو رکعتونو کښی تر سورت فاتحی وروسته یواځی یو سورت
وایی حکم یی څه دی؟

۳: آیا وهابیان سم خلګ دی که څرنګه؟

مننه
ذبیح الله