زما سوال دا ده كه يو مسلمان په تيرو كلو كي د روژي د كفاره او قضا په شرايطو خبر نه وه يعني د بي معلوماتي له عمله او غير شعوري شكل روژه يي فاسيده شوي وي او اوس په هر شي پوهي شو  نو تاسو ورته څه اهدايت وركوي . مننه      حسين ديندار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فتاوي علماء البلدالحرام په دې اړه ليکي :

په دې صورت کې نه قضا شته او نه هم کفاره ځکه څوک چې په عبادت کې د ناپوهۍ يا هيريدو له وجې د ممنوع کار مرتکب شي په هغه باندې څه نه لازميږي .

ځکه چې الله تعالی فرمايي :

وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (5) احزاب

نشته پر تاسې ګناه په هغه څه کې چې خطا شوی یﺉ تاسې لکن شته ګناه په هغه شی کې چې قصد يې وکړي زړونه ستاسې او دی الله ښه بښونکي او زيات مهربان .

همدارنگه فرمايي : [رَبَّنَا لا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا] (بقره286). اي زمونږ ربه ! مونږ په هيردلو او اشتباه کولو سره مه نيسه

الله تعالي په ځواب کې فرمايي  « قد فَعَلْت »[2]  همداسې به کوم .

د آمن رسول مبارک آيتونه د صحابه کرامو ته د ور پيښې شوې سختی پريښاني د ډاډګرني او تسل د پاره نازل شوی دي .

مګر د شريعت د ضروري احکامو په زده کړه کې دغفلت او سستۍ جرم به پر ځای وي .

د اسلامې شريعت د ضروري احکامو لکه ، لمونځ ،روژه ،زکات وغيره احکامو زده کړه په نر او ښځه فرض ده . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«طلب العلم فريضةٌ علي كل مسلم»[1]  ( د علم طلب په هر مسلمان هغه که نر او که ښځه فرض دی ) چې ددې علم څخه شرعي علم مراد دی کوم چې د هغې په وسليه عقيده صحيح کيږي او د شرعت ضروري احکام پيږندل کيږي .

فتاوي علماء البدالحرام – مکة المکرمه

الله تعالی په هر څه عالم او ښه خبردار دی

آن لاين اسلامې لارښود

[1]. ابن ماجه (224) ، طبري په «الصغير» (22-61) او «الاوسط» (9-2008، 2030-2462-4096-8381-8567-8833) او «الكبير» (10/195) (10439). «فیض القدیر» له علامه مناوی 4/267، 268 (5264، 5268)

[2]. مسلم