د قوالی سره د موسيقي آلاتو ږغول حرام دي

 

پوښتنه: لکه څنګه چی تاسی ته بهتره معلومه ده چی د ځنو صوفيانو مریدان قوالی اوری او یا یی غږوی او دا د دوی مشرب ده. سوال داده چی آیا دوی غلط دی که خدا نخواسته دا طریقی ….. دی او که دا قوالی روا ده؟

 

په سپیڅلی مینه

محب الله دانش له کابله

 
 

ځواب :
بسم الله الرحمن الرحيم
 
له اسلامې اناشيد ،اشعارو ، ذکر او نعت سره د موسيقي آلاتو ږغول حرام دي .
 
۱- موسيقي حرامه ده
قال الله تعالی : وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّه بِغَيْرِ عِلْمٍ ِ  وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ (لقمان 6 ) .
دابن مسعود (رض) څخه د لهو الحديث په اړه وپوښتل شول
هغه يې په اړه داسې فرمايلي :
قال : الغناء والله الذي لا إله إلا هو – دری ځله يې دا کلمات تکرار کړل .
قال ابن عباس رضي الله عنه : هوالغناء،وقال مجاهدرحمه الله: اللهوالطبل (تفسيرالطبري) وقال الحسن البصري رحمه الله: "نزلت هذه الآيةفي الغناء والمزامير" (تفسيرابن كثير). قال ابن القيم رحمه الله: "ويكفي تفسيرالصحابة والتابعين للهو الحديث بأنهالغناء .
غنا سندرو ته وايې چې له درواغو،فحشآء او يارانۍ جذب او نور لهو لعب پکې وي او مزامير د موسيقی آلاتو يا سندری + د موسيقی آلات ته وايي .
 
ولی په دې کې شک نشته چې ځنې کسان موسيقي روا بولی ځکه د دا ډول کسانو په اړه رسول الله (ص) له پخوا څخه وړانديز کړي دی او فرمايي :
 
ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )
ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيداشي چې دوی به دزنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي
 
د موسيقی ټول آلات حرام دی بغير له دف يا چمبه او يا دائره څخه هغه د ښځو د پاره د خاصو شرايطو په چوکات کې په نکاح او اختر کې باک نه لري ، نور ټول آلات په هر شکل چې وي جواز نه لري .
۲- اسلامې اناشيد او اشعار .
اناشيد او اشعار لکه خبرې داسې وي چې خبرې ښی او بدې وي
اناشيد او اشعار د جهاد د تشويق د پاره دخير د دعوت د پاره رواه دي :
عَنْ أَنَس رضقال: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ ص إِلَى الْخَنْدَقِ فَإِذَا الْمُهَاجِرُونَ وَالأَنْصَارُ يَحْفِرُونَ فِي غَدَاةٍ بَارِدَةٍ، فَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ عَبِيدٌ يَعْمَلُونَ ذَلِكَ لَهُمْ، فَلَمَّا رَأَى مَا بِهِمْ مِنَ النَّصَبِ وَالْجُوعِ قَالَ:
«اللَّهُمَّ إِنَّ الْعَيْشَ عَيْشُ الآخِرَهْ    فَاغْفِرْ لِلأَنْصَارِ وَالْمُهَاجِرَهْ »
فَقَالُوا مُجِيبِينَ لَهُ:
 نَحْنُ الَّذِينَ بَايَعُوا مُحَمَّدَا        عَلَى الْجِهَادِ مَا بَقِينَا أَبَدَا. (رواه بخارى:رح )
ژباړه : انس رض وايي :رسول الله ص د خندق طرف ته لاړ مهاجرين او انصار يې وليدل چې سبا وختي په يخ کې د خندق په کيندلو اخته دي هغوی مزدوران نه لرل چې دوی ته یې دا کار تر سره کړی وای .
کله چې رسول الله ص د دوی لوږه او ستړتيا وليده ويې فرمايل ای خدایه ! (ژوند خو همغه د آخرت ژوند دی نو مهاجرين او انصار وبخښې )
هغوی د آنحضرت ص په ځواب کې وويل : مونږ هغه کسان يو چې هميشه دپاره او څو چې ژوندې يو له محمد ص سره مو په جهاد بيعت کړی دی .
 
مګر که همدا اسلامې اناشيد ،نعت شريف يا نور د موسيقي د آلاتو سره يا د ښځې په عږ کې وي ، او يا دشر او بديو طرف ته دعوت کونکی وي حرام دي .
مفتی کفايت الله دهلوي (رح ) په اړه داسې ليکي :
سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورنی وغيره سره د شرعيه محرماتو څخه دی او عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .
قوالی د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی کل بدعة ضلالة ، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي دوهم جلد ص ۹۹ ) .
کذا فی الهدایه ص ۱۴۶ :
السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .
كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .
الملاهي نوعان محرم وهو الآلات المطربة من غير غناء كالمزمار سواء كان من عود أو قصب كالشبابة أو غيره كالعود والطنبور لما روى أبو أمامة أنه عليه الصلاة والسلام قال إن الله تعالى بعثني رحمة للعالمين وأمرني بمحق لمعازف ولمزامير ولأنه مطرب مصد عن ذكر الله
والنوع الثاني مباح وهو الدف في النكاح وفي معناه ما كان من حادث سرور ويكره في غيره لما روي عن عمر رضي الله تعالى عنه أنه لما سمع صوت الدف بعث فنظر فإنه كان في وليمة سكت وإن كان في غيره عمده بالدرة وهو مكروه للرجال على كل حال للتشبه بالنساء (ردالمختار درالمختار 7/153 ) .
زمونږ په زمانه د ځنو صوفيانو (قوالی +د موسيقي آلات ) رقص کول حرام دی په هغه کې ګډون او ناستی حرام دی او د موسيقي سره برابر دي .(هنديه )
دالمکة المکرمه علماء فتاوی په اړه ليکي :
د صحابو کرامو رض عادت داؤ چې قرآن او سنت ته يې توجه کوله هغه به يې لوستل ،يادول به يې او په هغه به يې عمل کولو ددی ترڅنک به يې کله کله اشعار په ځنو ځايونو کې لکه د خندق د کيندلو ،جومات جوړولو او جهاد تللو په وخت کې ويل خو دا يو هميشنی کار او عادت نه ؤ .
مګر له دغو اشعارو سره د طبلې او نورو موسيقی آلاتو کارول حرام دي ځکه چې دا کار نه د نبوت په دوره کې شوی او نه هم د صحابؤ په دور کې .
و الله الهادی إلی سواء السبیل
 و صلي الله علي نبينا محمد و علي آله و صحبه و سلم
 دايمي کميټه  – فتاوي اسلامية (4/532-534)
لنډه داچې په نن عصر کې چې ځنې صوفيان له قوالی سره موسيقي آلات کاروی حرام دي .
او يا د ستر څښتن (ج) له ذکر سره د موسيقي آلات کاروی حرام دي
او يا د ذکر په وخت په سترو سترو ږيرو رقص کوي حرام دي عينې موسيقي ده د مسلمانانو شرمول دي .
 که بيا هم څوک يې روا بولي نو د دلائلو سره يو ځای دې د حق ډګر ته راشي