بدعت ګمراهي ده او دهرې کمراهۍ انجام دوزخ دی
بدعت په لغت کې هر نوي پيدا شوي شی ته وايې چې مخکې يې کومه نمونه نه وي مګر د شريعت په اصطلاح کې د خدای ج عبادت کول په نامشروع او ناجايز ډول يا هغه عبادت چې د رسول الله ص او خلفای راشدينو په طريقه نه وي بدعت بلل کيږي .
 لومړی تعريف : په استدلال د قرآن كريم – «أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ »
((آيا دغه خلکو دخدای ج سره داسې شريکان نیسی (د مشرکانو باطل معبودان ) چې د دوی د پاره د دين داسې طريقي غوره کړی چې الله د هغه اجازه نه ده کړې ))
دوهم تعريف: دپيغمبر صلی الله علیه وسلم د احاديثو په استدلال -چې ‌فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ»: [2]
(زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدين منګولې ونيښلوی او هغه ټينګ ونيسی او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ )
هغه عبادت چې د الله تعالی د فرمان مطابق نه وي او له پيغمبر ص او خلفاؤ نه ثابت نه وي بدعت بلل کيږي .
 پيغمبر صلی الله علیه وسلم د بدعت په باره کې فرمايي: «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: [1]
(په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهی انجام اور دی ) همدارنګه فرمايي : «مَن أحدثَ في أمرِنا هذا ما لَيسَ فيهِ فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم ) .
(هر چا چې په امر (دين ) زمونږ کې داسې عمل پيدا کړ چې له هغه نه وي (په دين کې نه وي ) نو مردود دی )
اوفرمايي : «مَن عَمِلَ عَمَلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ» (بخاری او مسلم )
 (که څوک کوم داسې عمل ترسره کړي چې زمونږ د دستور (دين ) مطابق نه وي نو هعه مردود دی
د البلد الحرام علماؤ فتاوی (مکه مکرمه – شيخ ابن عثيمين ،شيخ ابن باز )
د بدعت ټول ډولونه او اقسام به ورسته ان شآء الله خپاره شي


[1]ابوداود(4607) ، ترمذي(2676) ، ابن ماجه (42) اونسائي(1578) په زياتوالی د:«وكل ضلالة في النار» نقل کړی دی .