سلامونه او نیکی هیلی :
که چیری حوک په روزه کی پیجکاری وکری،زوره یی مکروه ده او که فاسیدیژی. او که فاسدیژی نو کفاره پری شته او کنه.
مننه
اسد الله رحمن زوی ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه پيچکاری چې د سخت مرض د پاره د ضرورت په وخت کې کيږي روژه نه فاسدوي   «‌کما  حققه  العلامه  المفتی  محمد  شفیع رحمه الله  و   العلامة  التهانوی رحمه الله  فی  امداد  الفتاوی‌«‌.( امداد  الفتاوی  کتاب  الصوم‌: 2/144) نقل في الفتاوي المحمودي حنفي .

همدارنګه جديد فقهي مسائل ج ۱ص ۹۵ .

علماء بلدالحرام لیکي :

دوه ډوله پيچکاری وجود لري : يو ډول هغه پيچکارۍ دي چې انسان د ابو او خوراک څخه بې نيازه کوي چې د هغه څخه هدف د بدن تغذيه وي او د لوږي د احساس نه کولو پخاطر تر سره شي دا ډول پيچارۍ روژه باطلوي.

دوهم ډول هغه پيچکارۍ دي چې د هغه څخه د تغذيې کار نه اخيستل کيږي بلکې د مرض د پاره په وخت د ضرورت کې کارول کيږي په دې باندې روژه نه ماتيږي ځکه چې په دې باره کې شرعي نص وجود نه لري روژه په هغه څه باندې فاسديږي چې په شرعي نصوصو ثابت وي په دې باره کې د کوم شرعي دليل ثبوت نشته .

  فتاوي علماء بلدالحرام مکة المکرمه – فتاواي روزه. ص(58)

آن لاين اسلامې لارښود