پوښتنه : حضرف خواجه پیر سیف الرحمن سیفی چی د قندوز د امام صاحب دشت ارچی اوسیدونکی ده او اوس فعلا په لاهور لکهوډیر کی خانقاه لری او مخکی په پاکستان باړه کی اوسیده چی د باړی پیر او یا پیر دشت ارچی په نامه هم شهرت لری  څو کاله مخکی یی د مفتی منیر شاکر سره خونړی نښتی هم کړی وی چی مفتی ورته کافر نسبت کړی وه نو  تاسی محترم دده په ولایت او دده نه د بیعت په باره کی څه نظر لری؟ هیره ده نه وی چی دی د نقشبندی شریفی پیر ده او د ابو هاشم سمنګانی او شاه رسول تالقانی رح مرید ده.

 
په سپیڅلی مینه
محب الله دانش له کابله

 
ځواب : د نوموړی پير نوم مو اوريدلی ولی متأسفانه چې په اړه هيڅ معلومات نه لرو . والله اعلم
دپيربيعت مقصود نه دی اصلاح مقصود ده
اصل مقصد اصلاح ده په هر صورت چې دغه مقصد تر لاسه کيږي صحيح ده ،علماوو دخلکوداصلاح دپاره ديو کامل شيخ مريد کيدل هم ددغه مقصود په لاسته راوستلو کې فائده منه ګڼلې ده خوکه څوک بې له بيعته خپل ځان اصلاح کړي ،نوبس دی پخپله بريالی شو،اوکه څوک د کامل پيربيعت هم وکړي مګر پخپل ځان کې اصلاح رانه ولی نو دغه سړی ناکام دی او بيعت دده لپاره کومه ګټه نه لری .
فتاوی ابوالمختارص ۱۱۷ – احسن الفتاوی ج۱ ص ۵۴۵ ) .
دکامل شيخ د پيږندلو علائم :
دكامل شيخ علائم په لاندې ډول دي :
۱- دغه سړی به د ژوند په هره څانګه اوهره شعبه کې دشريعت پوره پوره تابع اوپه پوره توګه به متبع سنت وي اوخپلو مريدانو ته به هم په هره معامله کې د پوره پرهيزګارۍ او دسنت د اتباع تلقين ورکوي .
۲- د اميرانو او غنيانو پرځای به صالحان او علماء دده طرفته زياته توجه لري .
۳- دده سره په ناستي سره به د الله (ج) ياد د آخرت فکر او د دنيا بې رغبتی پيدا کيږي .
يعنی که څوک د پير او حضرت دعوا کوي هغه به په ټولو چارو کې دشريعت تابع وي  دشريعت د متابعت نه بغير د نفس تزکيه او دباطن اصلاح هيچکله هم نشی راتلای .
لکه چې الله تعالی فرمايې : قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (آل عمران ۳۱)
ووايه (ای محمده ) کچيرې ياست تاسې چې محبت کوﺉ د الله سره نو متابعت وکړﺉ زما چې محبت به وکړي الله تعالی له تاسې سره او مغفرت به وکړی تاسې ته د ګناهونو ستاسې او الله بخښونکی او مهربان دی .
دتصوف لنډ تعريف :
تصوف د باطن د رزائلوڅخه د خالی کولو او فضائلو د اراسته کولو ،چې ددی کار په کيدلو سره توجه الهی پيداکيږي (ابوالمختار فتاوي – بوادرالنوادر ص ۷۸ ) .
تحفة العلماء يې داسې تعرفوي :
تصوف هغه علم دی چې د هغه په عمل کولو سره د باطن صفايې راتلای شي چې دهغه په وجه سره انسان د الله تعالی په دربار کې مقبول او صاحب مقام ګرځي (تحفة العلماء ج۲ ص ۱۵۷ ) .
حکيم الامت اشرف علی تهانوی (رح) صوفي داسې
تعريفوي :
صوفي زما په نزد باعمله عالم ته ويل کيږي دا دخلکو کار دی چې په هغه کې يې کوم کوم شرطونه ايښي دي (مګرهغه زما په نزد صحيح نه دي ) (ابوالمختارفتاوی – مجالس حکيم الامت ص ۲۷۸ ).
علامه شامي (رح ) علم تصوف داسې تعريفوي :
هوعلم يعرف به انواع الفضائل وكيفية اكتسابها… وانواع الرزائل وكيفية اجتنابها (ردالمختار ج ۱ ص ۴۰)
يعنی تصوف هغه علم دی چې د فضائلو اوښو اخلاقو ډولونه او کيفيت حاصلولو لاری چارې او همدارنګه د رزائلو اخلاقو ډولونه او دهغه څخه د ساتلو طريقی او لاری چاری معلوميږي .
 
 

در بين مردم شايع است كه هر كس مرشد ندارد – مرشدش شيطان است- استاد گرامي اينان را به چه صورت توجيه مي‌كنيد؟

 
الحمدلله،
اين يك اشتباه عام و جهالت محض است كه از طرف برخي از صوفي‌مطرح مي شود تا مردم را به پيوستن به آنان تشويق شوند و در بدعت و گمراهي‌ از آن‌ها تقليد كنند. چرا كه وقتي انسان در جلسات علمي و ديني شركت مي‌كند و يا در قرآن و سنت به تدبر مي‌پردازد و بهره مي‌برد نمي‌گويند در طلب علم اجتهاد كرده است، بلكه مي‌گويند: خير بسيار زيادي را به دست آورده است، لذا براي طلاّب علم شايسته است كه با علمايي، رابطه برقرار كنند كه به داشتن عقيده و رفتار نيك (مطابق قرآن و سنت) معروف هستند. و در صورت نياز مسايل ديني‌شان را ازآنان بپرسند، چرا كه اگر در اين موارد از علما سؤال نكنند، دچار اشتباه مي‌شوند و مسايل بر آنان پوشيده مي‌ماند، اما زماني كه در جلسات درس شركت كند و به صحبت علما گوش دهند، خوبي و فوائد بسيار زيادي را به دست مي‌آورد، حتي اگر پير و مرشد مشخصي هم نداشته باشند.
بدون ترديد هر كس در جلسات علم شركت كند و به سخنراني‌هاي جمعه، اعياد و درس‌هايي كه در مسجد برگزار مي‌شود، گوش فرا دهد مرشدان بسياري دارد هر چند منتسب به يكي از آن‌ها نباشد.
 
شيخ ابن باز- مجلة البحوث عدد (39) ص(133)
ترجمه : فتاوی اهل سنت والجماعت