لومړي خپل سلامونه او احترام د اونلاين اسلامي لارښود درنو كاركوونكو ته وړاندي كوم:
محترمينو غواړم د بانك د اكونټ په اړوند يو پوشتنه وكړم هيله ده چي جواب يي را وليږي:
 كچيري يوشخص په بانك كي يوازي او يوازي دپيسو دساتلو په خاطر جاري حساب پرانيزي او ياهم دخپل مياشتني معاش دانتقال لپاره له نوموړي حساب څخه ګټه اخلي خو په خپل اكونټ كي يي پيسي شته دي او موږدپاتي پيسو له استعمال څخه ناخبره يو يعني دانده معلومه چي ايازموږ په پيسو كومه سودي معامله كيږي او كنه او زموږ دپيسو حكم څنګه دي.
 
په ډيره مينه او درنښت
محمد حنيف (منير)
زابل افغانستان

 



 بسم الله الرحمن الرحيم
ځواب :
په جايری حساب کې خو څه مشکل نشته .
که بانک یې په مقابل کې څه اجره اخلي نو د امانت په ساتلو اجره اخيستل روا دي (اسلامې فقه ص 713 ).
ولې که بانک په سود او قمار لړل شوی وي پداسې بانک کې د پيسو جمع کول د سودی اداری سره امداد دی او داسې کول مکروه دي .
کچيرې د پيسو په سانته ،انتقال يا په مجموع کې د سر او مال خطر وي او کومه بله لاره نه وي نو بيا په داسې بانک کې د پيسوجمع کول باک نه لري ځکه چې نيت سود نه وي بلکی د پيسو ساتل وي (جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) .
 
 که د غلا له ويرې يا حتی د سر له ويرې په ناچاری سره په سودی بانک کې پيسی جمع شي باک نه لري سود اخيستل يې حرام دي .
(شيخ ابن عثيمين البدالحرام – مکه مکرمه فتاوی 390-386/3 )
وبا لله التوفیق،وصلی الله علی نبینا محمد وآله وصحبه وسلم
خو مونږ به دا دعاوی کوو تر څو اسلامې بانکونه ترقي وکړي او دخلکو مشکل حل شي
اسلامې بانکونه بايد خپلی نمايندګۍ په ښارونو کې تيت کړي تر څو د خلکو مشکل حل شي او سودي بانکونه ته اړ نه شي .